جالب مدیریتي مهارتونه او مطالب.

لیکوال:قیام صدیقي

 

د کارکوونکو په زده کړه پانګونه

هغه اداره چې د خپلو کارمندانو په زده کړو پانګونه کوي د خپل کار ثمره حتماً ترلاسه کوي او هغه اداره چې د خپلو کارکوونکو د پوهې کچې په لوړولو کې پانګونه نه کوي د خپلو کارکوونکو د تېروتنو قیمت څو چنده اداء کوي.

د مشتري پر ځای

یوه ورځ د یوې ادارې مدیر له خپلو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د یوې دقیقې لپاره ځان د مشتري په ځای تصور کړي، له یوې دقیقې چوپتیا وروسته په زړه پورې پېښه واقع شوه، کارکوونکو په دقیق ډول ځان د مشتري په توګه احساس کړ او په څو ورځو کې د مېزونو تنظیم، د پیرودونکو سره د برخورد ډول او په پای کې د کارمندانو د کار کولو طریقه بدله شوه.

د کارمند ارزښت
د یو کارمند ارزښت د هغه په ​​سازماني مقام او موقف نه ټاکل کېږي، بلکې د هر کارمند ارزښت د هغه رضایت په کچې پورې اړه لري چې هغه یې په ​​پیرودونکو کې پیدا کوي، ځکه چې د خالق رضا هم د مخلوق په رضایت سره ترلاسه کیږي.

دوه ساعته

د هغه کارمند چې چې یو پیرودونکی د دوه ساعتونو لپاره په اداره کې سرګردانه کوي او د هغه کارمند چې د پیرودونکي دوه ساعته کار په یوې کوچنۍ لارښوونې سره لسو دقیقو ته راکموي، ښکاره توپیر شتون لري.

د خوشحالۍ راز

ما وپوښتل: دا څنګه چل دی چې د شل کلنې کاري تجربې سره سره بیا هم په خپل ځان کې د کار لومړنی ځواک او انګېزه ساتې؟ هغه وخندل او ويې ويل: هره ورځ نوي څه زده کوم، په کاري چاپېريال کې مې له ژوند څخه شکايت نکوم، په شونډو مې همېشه موسکا ساتم، مشتري خپل مېلمه ګڼم چې د خداى دوست دى او د هغه د ستونزو په ​​حلولو کې ډېر زيار کاږم.

درې څراغونه

یو دفتر ته ننوتم او ډېر په زړه پورې څه مې ولیدل چې مخکې مې هېڅکله نه وو لیدلي، هغه دا چې د هر کارمند په سینه رنګین کارتونه راځړول شوي وو، کارتونه شنه، ژېړ او سره وو. له یوه مامور څخه مې وپوښتل: په سینه دا رنګین کارتونه نصبول څه مانا لري؟ ويې ويل: هر کارت د مخالف لوري د ذهني حالت نښه ده، که یو کارمند شین کارت وکاروي، نو مانا يې دا ده چې زما فکر نن ښه دی او ته راسره ټوکې کولای شې. که يې په سينه ژيړ کارت نصب و نو مانا محتاط اوسئ! او په سینه سور کارت بیا پدې مانا دی چې ټوکې راسره مه کوئ، نن ورځ مې طبعه جوړه نه ده.

نوټ

ما له یو کارمند څخه وپوښتل: د وخت مدیریت غوره لاره څه ده؟

هغه وویل: هره ورځ د نوټونو اخیستل او د کاري لومړیتوبونو لیکل. زه هر سهار خپل شپږ لومړیتوبونه لیکم او هره شپه بیا خپل ځان ارزوم، ګورم چې څومره کارونه مې بشپړ کړي دي.

مختلف رولونه

هر کارمند په ټولنه کې مختلف رولونه لوبوي. په کور کې د پلار رول، په کورنۍ کې د خاوند رول، په اداره کې د کارمند رول، په ښار کې د یو ښاري(Citizen) رول، د مور او پلار لپاره د اولاد رول، د خالق لپاره د مخلوق رول. کله چې انسان د بندګۍ راز پیداکړ، هغه یو ښه پلار، خاوند، کارمند، ښه اولاد او په پای کې د خدای یو غوره بنده جوړیدلی شي.

په دنده کې پرمختګ

په دنده کې د ترقۍ قانون وایي: لومړی په ځان کې د لوړ مقام د ترلاسه کولو وړتیا او لیاقت پیداکړه! بیا د زینې په پاړکونو قدمونه کېږده او ارام ارام پورته لاړ شه خو په یاد ولره! چې په پای کې زینه مه غورځوه، شاید ستا په شان یو بل څوک هم پورته تلل وغواړي.

فکري تنوع

په کومه اداره کې چې ټول خلک یو شان فکر کوي، په حقیقت کې هېڅوک فکر نه کوي. هغه سازمانونه چې د خپلو خلکو په اندازه مختلف فکرونه کوي خپلې ډېرې ستونزې حلوي.

د کار کولو سره مینه

یوه اداره چې خلک پکې د مجازاتو له ویرې کار کوي د پوځي مرکز په څېر ده.

یوه اداره چیرې چې خلک د پیسو لپاره کار کوي د راکړې ورکړې د بازار په څېر ده.

یوه اداره چیرې چې خلک له خپل کار سره د مینې پر بنسټ کار کوي د «یو جنتي باغ» په څېر ده.

ښې پوښتنې

غوره سازمانونه هغه دي چې کارمندان هڅوي چې نوې پوښتنې وکړي، تر ټولو بد سازمانونه بیا هغه دي چې د نويو ستونزو د حل لپاره پنځوس کاله وړاندې ځوابونه ټېسټ کوي.

د فوټبال ټیم

هره اداره څه ناڅه د فوټبال ټیم ​​سره ورته ده. ټول کارمندان تر هغه پورې منډې وهي تر څو چې سازمان ګول(Goal) ووهي، مهمه نده چې څوک ګول وهي، مهمه خبره دا ده چې هر څوک منډه پخپله وهي خو د ټیم تګلاره تعقیبوي. مدیر د روزونکي مثال لري. هغه خپله لوبه نه کوي، مازې ټیم ته لارښوونې کوي.

شتمنه اداره(سازمان)

د یوې ادارې یوازینۍ شتمني هغه کارمندان دي چې زړور، با ډسپلین، نوښتګر، خطرمنونکي او د کار سره مینه لري، هغه اداره چې د یادو ځانګړتیاوو لرونکي کارمندان ولري «شتمنه اداره» ده، که څه هم ډېره مالي پانګه او تجهیزات نه لري.

فقیره اداره(سازمان)

د کومې ادارې کارمندان چې د سازمان د بریا او د خدماتو د ښه کولو هیله او ارمان ونلري تر ټولو بې وزله سازمان دی.

موسکا
د پیرودونکو پر وړاندې د یو کارمند موسکا هېڅ لګښت نلري، مګر اغېزه لري. که تاسو باور نه کوئ، کله چې تاسو د یو پیرودونکي په توګه مختلفو ځایونو ته ځئ، وګورئ چې د بل اړخ(کارمند) قیافه ستاسې په چلند څومره اغېزه کوي.

د سازمانونو ډولونه

ما وپوښتل: اداره څو ډولونه لري؟

هغه وویل: درې حالتونه: جامد، مایع او ګاز.

ما وویل: د هر ډول ځانګړتیاوې څه دي؟ وویل:

هغه سازمانونه چې په جامد(کلک) حالت کې دي بدلون نه کوي، دوی تل ثابت دي او ژر تر ژره له منځه ځي.

هغه سازمانونه چې د مایعاتو په څېر دي د «پیرودونکي د لوښي» بڼه نیسي او ټول تمرکز یې په مشتریانو وي.
او ګازي ډول سازمانونه په انټرنیټۍ نړۍ کې رامینځته کیږي، پرته له دې چې په یو ځانګړي شکل او ځانګړي ځای کې رامینځته شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*