اندلس؛ د اسلامي تمدن زرینه بېلګه – ډاکتر مبارک علي

نږدې پنځه پېړۍ وړاندې له یوې خوا د اسپانیې په مشرۍ نوې نړۍ کشف کېدله او له بلې خوا په هماغه وختونو کې د مسلمانانو وروستۍ امپراتوري غرناطه ختمه شوه چې له هغې وروسته بیا مسلمانانو لپاره هلته د اوسېدو یوازې یوه لاره پاتې شوه او هغه دا وه چې خپل دین پرېږدي او عیسویت ومني. د تاریخ په دغه حساس پړاو کې مسلمانو اشرافو خپل کورونه کُلپ کړل، کونجیانې یې واخیسته او شمالي افریقا ته یې په دې نیت هجرت پیل کړ چې که حالات ښه شي بېرته به را ستانه شي او خپل کورونه به پرانیزي. خو نه بیا هغه وخت راغی او نه یې د کورونو دروازې پرانیستې، که څه هم دغه کونجي ګانې یې په کورنیو کې د یادګار په توګه تر کلونو کلونو پرتې وې. له دې شتمنو اشرافو وروسته چې کوم غریب او بېوزله مسلمانان پاتې شول، هغوی تر یوه وخته خپل دین پټ وساته، خو ورو ورو په عیسوي ټولنه کې مدغم شول. د تاریخ غمیزه دا ده چې په اندلس یا اسپانیه کې د مسلمانانو یادګارونه پاتې شول، دوی پخپله پاتې نه شول.

که چېرې عربانو د اسپانیه له نیولو وروسته په هغه سیمه کې د داسې یوې ټولنې بنسټ نه وای ایښی چې د دیني زغم، علمي پرمختګ او سوکاله ژوند له امله مشهوره وه، نو د طارق بن زیاد (رض) په لاس د دې سیمې فتح کېدل به هم دومره لویه کارنامه ښايي نه وای. عربانو چې اندلس ونیوه د دې ځای په ولاړ او کنګل ژوند کې یې یو خوځښت رامنځته کړ او کومه ټولنه چې د خپل دیني تعصب، کم علمۍ او کرنیزو پيداوار له امله ډېره وروسته پاتې وه، هغه د نویو راغلو خلکو له امله یوې نوې دورې سره مخ شوه. عربانو چې په عراق، شام، ایران او شمالي افریقا کې کومې تجربې ترلاسه کړې، د هغې په عملي کولو یې د اندلس ټولنیز او اقتصادي ژوند بدل کړ.

عربانو چې څنګه اندلس ونیوه سمدستي د یوې داسې ټولنې بنسټ کېښودل شو چې د بېلابېلو دینونو او عقایدو خلکو په کې ګډ او همغږۍ ژوند کاوه. کوم عیسویانو چې د عربو ژوندبڼه خپله کړله هغوی به یې (مضاربه) بلل او په عربي ټولنه کې ګډ شول. یهوديان چې پخوا په دې ټولنه کې د ظلم او جبر ښکار وو، هغوی په سوداګرۍ او سفارت کې مخ ته لاړل. عربي د خلکو د خپلولو ژبه وه چې ډېر زر د خلکو د خپلولو ژبه شوه.

د زغم او کلتوري همغږۍ په پيدا کېدو کې د اقتصادي سوکالۍ ونډه ډېره زیاته وه. عربانو چې په دمشق او یمن کې د اوبو لګولو کومې تجربې درلودې، د هغې له مخې هر بزګر ته یا ټاکلې اندازه اوبه ورکول کېدې یا به ورته د اوبو ترلاسه کولو ټاکلی وخت ورکول کېده. دې کار کرنې ته پراختیا ورکړله او نوي نوي فصلونه وکرل شول چې بادام، ګیلاس، انار، انځر، کجوره، ګنی، کیله، زعفران، دڼيا، چڼې، پوبنده او د خوږبویه مسالو بوټي په کې مهم توکي وو. د دغو فصلونو له امله په بزګرو کې د بېلابېلو خوړو رواج پيدا شوه او اروپایان هم له نویو خوندونو او ذایقو سره بلد شول. د اندلس سوداګرۍ هغه وخت ډېر پرمختګ وکړ چې بازنطیني سمندري ځواک ختم شو او اشبیله او قرطبه مشهور سوداګریز ښارونه شول.

د کرنیزې او سوداګریزې سوکالۍ له امله په اندلس ښار کې طلیطله، میلیه، قرطبه، اشبیله او غرناطه شامل شول. دغه سیمې د خپلو باغونو، جوماتونو، مدرسو، حمامونو، کتابخانو او بازارونو له امله مشهور شول. اوس هم د قرطبه، مدینه الزهرا او الحمراء د جوماتونو روماني انځورونه زموږ په ذهنونو کې دي.

کومه ټولنه چې روښانفکره وي او زغم په کې وي، هلته فلسفه، ادب او هنر په آزاده فضا کې وده کوي. له همدې امله د ابن رشد (۱۲۹۸ز مړ) غوندې فلسفي پيدا شو چې عقل پالنه یې وستایله او ابن عربي دا فرصت وموند چې د وحدت الوجود نظریې ته یې وده ورکړله.

اوس پوښتنه دا ده چې که یوه ټولنه دومره آزاد خیاله، روښانفکره او له زغمه ډکه وي، نو د هغو قوتونو په لاس ولې ماته شوه چې تنګ نظره، وروسته پاتې او ناپوه وو؟

د دې پوښتنې ځواب ډېر پېچلی دی، ځکه تاریخ داسې هېڅ فورمول نه لري چې د هغې په رڼا کې دې دا پوښتنه ځواب شي، البته تاریخ هغه بهیر حتمن په ګوته کولای شي چې دغه ټولنه یې د زوال لور ته یوړله.

د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ مخالفت او کشمکش هله پيل و چې مسلمانانو اندلس ونیوه او ځينې عیسوي دولتونه یې له ځان سره یوځای کړل، خو په شمال کې داسې عیسوي حکومتونه پاتې وو فتح نه شول، هغوی به خراج ورکاوه او ځان یې ساته. د اندلس دولت هله پياوړی شو چې په ۷۵۰ کال کې امیه کورنۍ دلته خپل حکومت جوړ کړ او له لویدیځ خلافت سره یې خپله اړیکه ختمه کړه. د دوی پرلپسې فتوحاتو یې قوت او دولت زیات کړ، خو شخصي حکومتونه تر هغه وخته پياوړي وي چې تر څو په کې تکړه او لایق خلک واکمن وي، خو کله چې یوازې د کورنۍ د نوم پر ځای د تکړه او وړ خلکو پر ځای نالایقه خلک واکمن شي، نو دا خلک بیا دولتي بنسټونه ضعیفه او سیاسي ځواک له زوال سره مخ کوي. د امیه کورنۍ له ضعفه په ګټې اخیستو لومړی عامري کورنۍ د خپلې ټولواکۍ رامنځته کولو لپاره کار واخیست، خو بیا چې دوی هم د امپراتورۍ د دفاع وړ پاتې نه شول، نو امپراتوري ماته او په ۳۰ کوچنیو حکومتونو ووېشل شوه.

له دغه ضعف نه ختيځو عیسوي حکومتونو ګټه واخیستله او په ۱۰۸۵ کال کې یې طلیطله، په ۱۲۳۶ز کې یې قرطبه او په ۱۲۴۸ز کې یې اشیلیه لاسونو ته ولوېدل. په دې وخت کې که څه هم دا هڅه وشوه چې د ختیځې افریقا د بهرنیو مرستو پر مټ د دغه زوال مخه ونیول شي او د المرابطون او الموحدون کورنیو دا مرسته هم وکړله، خو دغو مرستو کورني ضعفونه حل نه کړی شول. د ملوک الطوایفۍ په دغه دوره کې، د شمال د عیسوي حکومتونو بریدونه زیات شول. دغو حکومتونو په لومړي سر کې معاهده وکړله او خراج به یې ورکاوه، خو په دیارلسمه پېړۍ کې یې خاتمه پيل شوه. عیسوي حکومتونو به چې څنګه دغه مسلمان حکومتونه نیول، دلته به یې خپل عیسوي حکومتونه جوړول (لکه اوس یې چې اسرائيل کوي)، په دې ډول عیسویانو برلاسي ډېره شوه. که څه هم په هغه وخت کې مسلمانانو د خپل دین ساتلو خپلواکي لرله، خو د وخت له فشار سره سره دغه مسلمانان هم په عیسوي ټولنه ور ګډېدل او خپله پېژندګلوي یې ختمېدله.

د مسلمانانو وروستی حکومت غرناطه و چې په ۱۴۹۲ز کال کې ورته قسطنطنیه او اراغوان حکومتونو په ګډه ماتې ورکړله. د واک او سیاست له ختمېدو وروسته په اندلس کې پاتې مسلمانان له څو پوښتنو سره مخ شول. لومړۍ پوښتنه دا وه چې د مسلمانانو د واکمنۍ له ختمېدو وروسته اوس اندلس په دارالحرب بدل شوی و، نو پوښتنه دا وه چې هجرت دې وشي او که د جهاد په مرسته دې بېرته په دارالسلام بدل شي؟ د اسپانیې یوه عالم فتوا ورکله چې مسلمانان دې اندلس پرېږدي، ځکه د عیسوي حکومت زغم لري او دوی لپاره هجرت اړین دی، ځکه که پاتې شي، د دین پرېښودو امکانات یې زیاتېږي.

مسلمانانو په دې دواړو خبرو عمل وکړ. شتمنو یې هجرت لاره ونیوله او ختیځه افریقا کې مېشت شول. ځينو نورو یې مقاومت پيل کړ، تر ډېره وخته عیسوي حکومتونو سره وجنګېدل، تر دې چې د لږې مودې لپاره یې غرناطه هم ونیوله، خو په ۱۵۶۸ز کال یې په ال پچاراه کې مقاومت پای ته ورسېده.

د مسلمانانو کوم اکثریت چې نه هجرت او نه مقاومت کولای شو، هغوی بې مشره یوازې د واکمنو د واک لاندې پاتې شول. دې خلکو تر یوه وخته  د خپل دین او پېژندګلو ساتلو هڅه وکړله، خو ځينې یې ظاهراً عیسویان او پټ مسلمانان وو. خو بیا چې کله د عقیدې د پلټنې (انکوېژن) محکمه پيل شوه، نو دغه دوه رنګي نوره ممکنه نه وه. عیسوي حکومت د اندلس ټولنه له عربي کلتور پاکوله، په دې خاطر یې ټول عربي کتابونه وسېځل. جوماتونه یې کلیساوې کړې. حمامونه یې وران کړل او په عربي ژبې او لباس یې بندیز ولګاوه.

په ۱۵۰۱ز کال د غرناطې مسلمانانو ته وویل شول چې یا دې عیسویان شي او یا دې وطن پرېږدی. په دغه حکم لکه چې سم عمل نه و شوی، په دې خاطر وروسته په ۱۵۲۶، ۱۵۵۲ز او بالاخره په ۱۶۱۹ز کال کې ټول مسلمانان له اندلس وویستل شول.

له اندلسه که څه هم مسلمانان وویستل شول د دوی د نښو د پاکولو هڅه وشوه، خو پر ذهنونو یې چې کومې اغېزې کړې وې، هغه همداسې پاتې شوې. دوی د اروپا په ذهني پرمختګ کې ونډه واخیستله او لاتیني ژبې د عربي کتابونو ژباړې د علمي او ساینسي پرمختګ بنسټ کېښود.

اسپانیه پخپله د تعصب او تنګ نظرۍ له امله، له دې پانګې ګټه واخیستله، په دې خاطر د پرمختګ پر ځای وروسته پاتې شو. د دې وروسته پاتې والي معلومات د یوه عثماني سفیر له راپوره کېږي چې په ۱۷۸۷ز کال کې یې لیکلي وو: د اسپانیا کرنه تباه شوې، نفوس یې لږ دی او خلک یې د خپلو غذايي اړتیاو پوره کولو لپاره مراکش ته محتاج دي. هغوی ورته د سرو او سپينو زرو د بیې په مقابل کې د خوړو مواد ورکوي. نوی دوی به چې د امریکا له کانونو کوم سره زر ترلاسه کول، د هغې لویه برخه به یې د غذايي اړتیاوې پوره کولې.

که څه هم له اندلسه چې چا هجرت کړی و، هغوی په شمالي او ترکیه کې مېشت شول او هلته یې هم د خپل علم او تجربې له امله ټولنو ته ګټې ورسولې. مثلاً په ترکیه کې چې کوم یهودیان مېشت شول، هغوی تر ټولو لومړی چاپخونه سازه کړله. خو عثماني حکومت پرې بندیز لګولای و چې په ترکي او عربي ژبو به کتابونه نه خپروي.

د اسپانیا د عروج په تاریخ اوس هم موږ ویاړ دی او طارق بن زیاد او موسی بن نصیر زموږاتلان دي، خو د اندلس د زوال له غمجن تاریخه موږ خبر نه یوو. د زوال دوره هغه وه چې اندلس له مسلمانانو تش شو، موږ ته په هغه تاریخ ځکه پوهېدل اړین دي چې نن هم د مسلمانانو زیاتره هیوادونه له دې حالت سره مخ دي.

Scroll to Top