تر ټولو لومړۍ توپير د شتمن او غريب تر منځ د دوي د فکر کولو روښ ده شتمن خلک د هر کار په کولو کې لومړۍ له نورو مشوره اخلي ځکه په هر کار کې چې مشوره وشي هغه کار ښه پايله لري شتمن خلک له ډار سره مخامخ کيږي ورڅخه نه تښتي خو غريب خلک د يو کار په کولو کې که لږ نقص او زيان هم وګوري له هغه کار څخه ډډه کوي او په همغو لږو پیسو قناعت کوي هماغه لږ ترلاسه کوي لږ خوري. که غواړی شتمن شئ د شتمنو په څېر چلند وکړئ.
شتمن خلک ډېر وخت د کتابونو په مطالعې تېروي خو عادي خلک تل تلويزيون ته ناست وي له تلويزيون څخه الګو اخلي. د عادي خلکو په کور کې هر وخت تلويزيون روښانه وي. شپه, ورځ تلويزيون ته ناست وي د تلويزيوني خپرونو, فلمونو او د تبليغاتو تر اغېز لاندې وي خو شتمنن خلک د تلويزيون په ډېر کتلو وخت نه ضايع کوي بلکه خپل وخت په کتاب ويلو تېروي.
شتمن خلک چې پيسې راسته راوړي په دې سوچ کې وي چې څنګه په خپلو پيسو باندې پانګونه وکړي خو عادي خلک خپلې پيسې په کور, موټر او ميلو مصرفوي کوښښ کوي ځان ښودنه وکړي; عادي خلک يوازې خپلې پيسې پس انداز کوي خو شتمن خلک پيسې پس اندازوي او پانګونه پرې کوي; شتمن خلک له نور سره اړيکه پالي, نوې اړيکې رامنځته کوي, نوي ملګري پيدا کوي خو عادي خلک يوازې يو څو محدودو خلکو سره اړيکې ساتي. هر څومره چې له ډېرو خلکو سره ډېرې اړيکې ولرو, ډېر ملګري ولرو زموږ په پرمختګ کې مرسته کولی شي.
په غريبي کې هيڅ شرافت نشته, پوهيږئ ولې? ځکه چې په ټولنه کې هر ډول ستونزې يا جنايت چې رامنځته کيږي لکه: غلا, وژنه, اعتياد, تاوتريخوالی, د لوڼو په کم عمر کې ورکول, بېسوادي د دې ټولو ناخوالو ريښه غريبي او بېوزلي ده.