ړنده مور د خپل ناروغ زوی تر څنګه په شفخانه کې ناسته وه او ژړل یې.
ملایکه له اسمان څخه راغله او ښځې ته یې وویل: زه د خدای ج له طرفه څخه را غلې یم، چي ستا یوه ارزو یې اخیستې ده، ووایه له خدایه څه غواړې؟
ښځې ملایکې ته مخ را واړه او ورته یې وویل: له خدایه غواړم چي زوی مي روغ سي.
ملایکې وویل: نه پښېمانه کېږې؟
ښځې وویل: نه!
ملایکې وویل: دادی زوی دي جوړ او روغ سو، خو تابه له خدایه د خپل سترګو د شفاء یاجوړېدو غوښتنه کړې وایي.
ښځې وخندل او وې ویل: ته یې نه سې درک کولای.
کلونه تېر سول زوی یې ځوان سو، او یو کامیابه کس ترې جوړ سو، او مور یې د خپل زوی د کامیابه کېدو سره خوښۍ جوړه ولې.
زوی یې واده وکړ، ژوند یې جوړ سو، او له خپلې ښځې سره یې ډېره مینه درلوده.
یوه ورځ یې زوی خپل مور ته مخ را واړه وی او وې ویل: څنګه درته ووایم موري، ستونزه داده چي ښځه مې نه غواړي له تاسره یو ځای واوسیږې، یا ژوند وکړي.
غواړم چي تاته یو سرایي پیدا کړم، تر څو ته هلته واوسېږې.
مور خپل زوی ته وویل: نه نه زویه! زه خپله ځم، او ځان ته یو سالیم ځای پیدا کوم، چي هلته ارام ژوند وکړم.
مور یې له کور څخه ووتل، او لیري یو ځای کښې نستل او ژړل یې، خو د دوهم ځل له پاره ملایکه بیا را غلل، او ښځې ته یې وویل: ای موري، ودي لیدل چي زوی دي له تا سره څه وکړل؟
نو پښېمانه سوې نه یې؟
کولای سې چي هغه ته ښرا وکړې، ښځې وویل:
نه پښېمانه یم، نه ښرا ورته کوم، ته نه پوهېږې.
ملایکې وویل: بیا خدای ج ستا یوه ارزو اخلي، پوهېږم چي ته به د اځل د خپلو ړندو سترګو غوښتنه کوې؟
ښځې په ارمتیا جواب ور کړ نه، ملایکې په حیرانتیا پوښتنه وکړه، ولي؟
ښځې جواب ور کړ، له خدایه غواړم چي د زوی ښځه مي ښه وي، مهره بانه مور وي، او زما له زوی سره ښه ژوند وکړي، او هغه خوشبخته کړي.
ځکه زه نوره ددې توان نه لرم چي د زوی ستاتنه مي وکړم.
د ملایکي له سترګو دوه څاڅکي اوښکې توی سوې، او د ښځې په سترګو کې ولوېدلې، د ښځې سترګي بینا سوې.
کله چي ښځې د ملایکي په سترګو کې اوښکې ولیدلې، وې ویل: ایا ملایکې هم ژاړي؟
ملایکې وویل: هو.
خو هغه وخت ژاړم چي خدای ج ژاړي.
ښځې وویل: ایا خدای ج هم ژاړي؟
ملایکې جواب ور کړ، دا چي خدای ج له شوق څخه چي د یو مو جود په توګه یې مور پیدا کړې ده، د ژړا په حال کې دی.
هیڅوک او هیڅ شي له مور سره پرتله کېدای نه سي.
د مور په ارزښت پوه سئ، مخکې له دې چي هغه نه وي.
ځکه جنت د مور تر پښو لاندې دی.