ډاکتره سهیلا صدیق لومړنۍ ښځینه پوهانده، جنرال او جراحه
د طبابت په مقدسه دنده کې۴۰ کاله پرلپسې خدمت
—–
د هېواد په پاکه خاوره د څلورو بدمرغو انقلابونو د وحشت له ډاره ښایي ډېر کم علمي، سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او ادبي کادرونه په هېواد کې پاتې شوي وي. د کادرونو انخلا او د کادرونو تبعید، شړل او یا تېښته د جابرو حکومتونو د منفي سیاست لویه برخه وه چې په تېرو پنځه څلوېښت کلونو کې يې زموږ هېواد شاهد دی. ښایي د نړۍ پر مخ داسې بل هېواد نه وي چې غېږه به یې داسې له کادري شخصیتونو بې برخې وي. خو؛ د پنځه څلوېښت کلنې بدمرغۍ په دې تشه کې د هېواد یوه زړوره او باتوره لور وه چې په هر حالت کې په هېواد کې پاتې شوه او خپله مقدسه دنده یې د ژوند تر اخري سلګۍ پورې پر مخ یوړه او خپله اخري ساه یې هم د وطن په مهربانه غېږ کې وایسته. د مور وطن دا زړوره او باتوره لور د هېواد ویاړلې شخصیت پوهانده، جنرال او لومړنۍ ښځینه جراحه ارواښاده ډاکتره سهیلا صدیق ده.
ډاکتره سهیلا صدیق د ۱۳۲۷ ل کال په شلمه نېټه په کابل کې زېږېدلې وه. پلار یې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په سلطنت کې د کندهار والي او د کابل ښاروال په حیث دنده تر سره کړې او مور یې په اماني لېسه کې ښوونکې وه. ډاکترې سهیلا ورور نه لرل او پنځه نورې خویندې یې هم د دې غوندې د لوړو زده کړو څېښتنې وې. لکه د اففانستان هر نارینه د ډاکترې سهیلا پلار هم د زوی له نشتون څخه ځورېده او دا ځور سهیلا درک کړی و. سهیلا د پلار نوم خپل تخلص کړ او پلار ته لور نه، بلکې زوی شوه. ښایي د سهیلا د واده نه کولو یو دلیل هم دا وه چې دا د پلار لور نه بلکې زوی وه.
ارواښاده سهیلا د ملالۍ له عالي لېسې څخه فارغه شوه او لوړې زده کړې یې د کابل طبی پوهنتون کې د لیسانس په درجه بشپړې کړې.
په ۱۳۵۴ ل کې یې د مسکو په دولتي طبی انیستیوت کې د عمومي جراحي په برخه کې دوکتورا وکړه او هېواد ته راستنه شوه. او د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون( شهيد سردار داوود خان روغتون) کې یې خدمتي کار پیل کړ چې ۴۰ کاله یې دوام وکړ.
ارواښاده سهیلا په ښځینه ډاکترانو کې لومړنۍ جراحه وه، په خپلې څلوېښت کلنې کاري دوره کې یې د اورتوپیدي جراحی بې شمېره کامیاب عملیاتونه وکړل چې ساری د ښځینه جراحي ډاکترانو په برخه کم دی. نوموړې د ډاکتري تر څنګ د طبي اکاډمي مشره او شهيد سردار داوود خان روغتون د جراحي څانګې مشره، لارښوده استاده او د ښځو د سرتاسري شورا رییسه هم وه.
له بده مرغه د اغلې سهیلا ټوله کاري دوره په جګړو کې پیل او په جګړو کې پای ته ورسېده، هغه که په څلورسوه بستریز روغتون کې د جګړو د زخمي زخمي سرتېرو او د عامو وګړو د ژوبلو وجودنو معالجه او جراحې په خپلو مسیحایی لاسونو ډېرو ناروغانو ته نوی ژوند وربښلی و، خو د زرګونو بې ګناه او مظلومو افغانانو د مرګ شاهده هم وه او دا یوې ښځې او ډاکترې یقینا دطبابت په مسلک ترخې تجربې او خاطرې دي.
ارواښادې په یوه سپېڅلې رشته او عالي برخه کې تخصص وکړ خو هغې ته هغه شراط برابر نشول چې څنګه باید مساعد وای. د شهید سردار داود خان له سپنې کودتا نیولې د کابل تر خونړي موټر بمونو پورې د هغې لاسونه یوازې د زخمیانو په وینو سره و او هېڅ داسې ورځ یې په ژوند کې رانغله چې هغې د خپل مسلک او تخصص په برخه کې په ارام زړه کار کړی وای. دا د یوې مېرمنې لپاره ډېره ګرانه ده چې هغه دې د ښځینه عاطفې په خلاف سخت زړې شي او هره ورځ دې د ورور او زوی په عمر زلمیان په وینو لړلي وویني، خو اغلې صدیق د ژوند او ځواني بهترینې ورځې د همداسې زلیمانو د ټوټې ټوټې اندامونو په ګڼدلو تیر کړ.
د ډاکترې سهیلا صدیق تر تولو لوی ویاړ دا دی چې دا په هېواد کې پاتې شوه، سره له دې چې د کورنۍ نور غړي یې په بهرني هېوادونو کې و او دې ته شرایط جوړېده چې له هېواده ووځي خو دا له هېواد سره د کړې ژمنې په ژمنتیا ودرېده
په خورا سختو حالاتو کې هم روغتون ته تله. د ۱۳۷۱ ل کال د کابل په تنظیمي خونړۍ جګړو کې چې هره ورځ به د مرمیو او راکټونو له وهم کابل ښاریان له څمڅو نه شوای راوتلای، ډاکترې سهیلا به چادري په سر کړه، ۴۰۰ بستریز روغتون ته به روانه وه او د کابل ښاریانو د زخمي وجودونو په ګڼدلو به بوخته وه.
پوهاند ه، جنرال، ډاکتره سهیلا د نارینه وو په جامو کې
—
د طالبانو د رژیم لومړۍ دوره ، هغه دوره چې د ښځې وجود او نوم پکې محوه و، ډاکتره سهیلا په هغه حالت کې هم په کور کېښناسته، روغتون ته به تله، خو؛ ځان یې د جنستي تبعیض له وحشته د نارینه په جامو کې پټاوه او د نارینه وو په جامو کې به روغتون تله. هغې هر دول قرباني منله او په هر ډول شرایط یې په ځان ومنل خو خپل ناروغان یې یوازې پرې نه ښودل. دا فدا کاري لوی زړه او اوسپنیز وجود غواړي خو ډاکترې سهیلا د ښځې نازک فطرت خپله کمزوري ونه ګڼله او په خپلو کارنامو او خدمتونو یې هغه خبره غلطه ثابته کړه چې ښځې نشي کولای په سختو شرایط کې د نارینه وو غوندې کار وکړي، سهیلا د نر په جامو د ښځیتوب زړورتوب وکړ.
ډاکتره سهیلا په ۱۳۸۱ ل کې د جنسیتي تبعیض د وحشت له سیوري یو ځل بیا ازاده شوه او د ازادي ساه یې واخیسته، د ښاغلي کرزي په حکومت کې د روغتیا
وزیره شوه او څلور کاله یې دا دنده په میړانه تر سره کړه او په ۱۳۸۴ ل کې د عامې روغتیا په برخه کې د دولت د سالاکارې په توګه دنده وکړه.
ارواښاده سهیلا د کم ساري خدمتونو لپاره په ګڼو دولتي او غیرې دولتي مډالونو ستایل شوې ده. هغې ته د ښه خدمت لومړۍ ، دویمه او دریمه درجه ستوري مډالونو، د سید جمال الدین افغان نشان او ګڼ شمېر ستاینلکونو ورکړل شوي دي.
په ۱۳۸۰ ل کې د ښو خدمتونو د قدر دانۍ لپاره د ډګر جنرالي رتبه وکړل شوه او همدارنګه د عامې روغتیا په وزارت کې د کنفرانسونو نوی جوړ شوی تالار هم د اغلې سهیلا په نوم ونومول شو.
څلورسوه بستریز روغتون د سهیلا د هېرې کور شو:
د سردار داوود خان یا ۴۰۰ بستریز روغتون هغه ځای دی چې ډاکتره سهیلا په پېغلتوب کې دنده پکې پیل کړه خو، ۴۰ کاله خدمت پکې زړه او د حافظې هیرې په کمزورۍ واوړوله. نوموړې د عمر په وروستي ۶ کلونو کې د الزایمر په ناورغۍ اخته شوه، د مخکني ولسمشر ډاکتر اشرف غني له هدایت سره سم د سردار شهید داوود خان په روغتون کې د علاج او څارنې لاندې وه خو له بدمرغه نوره د عمر تقاضا نه وه او د روغتیا دا ژوند بښوونکې باتوره ډاکتره د ۱۳۹۹ ل کال د لیندۍ په ۱۴ مه نېټه د ۷۳ کالو په عمر له فانۍ نړۍ سترګې پټې کړې. د مخکني ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې په ګډون ګڼ شمېر دولتي او عامو خلکو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و او په ډېر درناوي خاورو ته وسپارل شوه.
د هېواد د دې باتورې طبېبې روح دې ښاد وي
ماخذونه
ـ بامداد، یادی از دګرجنرال پوهاند داکتر سهیلا صدیق.http:// www.Bamdaad.org
ـ اولین جنرال زن و جراح زن در افغنستان، Najwa studio, YouTube
#دافغان_ښځوژوندلیکونه
#اغیزناکې_څیرې
#اتم_مارچ
#8march
د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه