څه وکړو څه ونه کړو!

ژوند ډېره با ارزښته ډالۍ ده.د ښه او ویاړمن ژوند د کولو لپاره لاندې څو سپارښتنې عملي کړی.

لومړی: سهار وختي پاڅېږئ
څېړنو ښودلي چې د يو شخص تکړښت،وړتيا او د نوښت رامنځته کول، د سهار له لورې ډېر اغېزمن وي.

دوهم:مثبت فکره واوسئ.
مثبت فکر او مثبت اظهار تاسو ته وړتیا درکوي تر څو د خپل ځان او اوسنی وخت په اړه يو فکر او چوکاټ ولرئ.

درېيم:منظم ورزش وکړئ.
منظم ورزش کول تاسو په فزيکي،رواني او احساساتي ډول غښتلي قوي.

څلورم:ښه روغتيايي خواړه وخورئ.
د خواړو په خوړلو او انتخابولو کې له دقت څخه کار واخلئ. هغه څه چې تاسو يې د خوړلو لپاره انتخابوئ بايد د ښو مغذي موادو درلودونکي وي.

پنځم: اوبه وڅښئ.
د ډوډۍ خوړلو پر وخت يوازې خواړه مه خورئ بلکې د خواړو په منځ کې صفا او صحي اوبه وڅښئ.

شپږم:په پوره ډول خوب وکړئ.
که يو څوک په پوره ډول خوب ونه کړې،خپلې ورځينۍ دندې په ښه توګه پرمخ نشې وړلی. بلکې له ډېرو نورو ستونزو لکه؛ګنګسيت،سردردي…مخامخ کېږي انسان په تخميني ډول اتهه ساعته خوب ته اړتیا لري. شپږ ساعته د شپې لخوا او يو يا دوه ساعته د ورځې په جريان کې.

اووم:خندان واوسئ.
نړۍ ته وښاياست چې تاسو خوشاله ياست. موسکا زړه او بدن اراموي او معافيتي سيستم پياوړی کوي.

اتم:هدف ولرئ.
يو داسې هدف د ځان لپاره وټاکئ چې د ترلاسه کولو وړ وي. نه داسې هدف چې لاسته راوړل يې ناممکن او انسان له ماتې او منفي فکر سره مخ کړي.

نهم:د نورو په کيسه کې مه کېږئ.
موږ يو محدود ژوند لرو. پکار نه ده چې د نورو په خوښه او د هغوی د فکر او نظر موافق ژوند وکړو.

لسم:له ناکامی مه وېرېږئ.
له ناکامی يې زده کړئ. ناکامي د يو تجربه لرونکي لارښود په ډول استعمال کړئ‌. که نن نه وشوه صبا ګټونکی يې.

يوولسم: ژمنې او د هېچا زړه مه ماتوئ.
زړه،باور،وفاداري او ژمنه په ژوند کې ډېر ارزښتمن څه دي. که مات شول تاسو هېڅ هم نه پاتې کېږئ.

دوولسم:سګرټ،نسوار…مه کوئ.
سګرټ فقط سږي نه خرابوي بلکې د وجود نږدې هر اورګان تخريبوي.

ديارلسم:مهرباني مه هېروئ.
مهرباني پياوړتيا ده،هغه پياوړتيا چې له نورو سره مرسته کوي. مهرباني د نورو د پرمختګ پياوړتيا ده. مهرباني د نورو د هڅولو پياوړتيا ده….

څوارلسم:له نورو سره بغض او کينه مه ساتئ.
له نورو سره بغض او کينه ساتل د نورو د له منځه وړلو لپاره پخپله د ذهرو خوړل دي. کينه ساتل ډېر دروند بار دی. له بخښنې او مهربانی پرته ژوند کول زندان دی.

Scroll to Top