په حکمت ژوند کول څنګه وي؟

په ژوند کې زیاتره وخت انسان په دوه لارې ودرېږي او پرېکړه باید وکړي چې څه وکړي او څه نه. په داسې وخت کې د پرېکړې لپاره دوه اساسات دي. یو دا چې څه سم دي او دویمه دا چې څه ممکن دي:

What is right?

What is possible

حکمت په دې کې دی چې انسان په شخصي ژوند کې دا وګوري چې څه سم دي او کومه لاره چې سمه وي، په هماغې دې لاړ شي. خو په اجتماعي ژوند کې بیا دا لیدل ښه دي چې امکان لري، په دې برخه کې چې کومه لاره ممکنه وي، هماغه دې ونیول شي.

د دې توپير لامل دا دی چې شخصي موضوعاتو کې ټوله مسئله په خپل ځان وي. انسان په ځان واکمن وي. خپل ځان چې هرې خوا وغواړي، هلته یې وړی شي او ځان سره چې څه وغواړي، هغه چلند کولای شي. په دې خاطر باید شخصي مسایلو کې معیار ته پام وشي او د امکان تر حده هغه چلنت وشي چې دین او اخلاق یې غواړي.

خو په ټولنیزو مسایلو کې بیا درسره نور خلک هم وي. دا کس بهرنی وي، ستاسې پرې واک هم نه وي. تاسې ورته خبره کولای شئ، خو منلو ته یې اړویستلی نه شئ. په داسې حالاتو کې هوښیارتوب دا دی چې په ټولنیزو مسایلو کې (ممکن) ته وکتل شي. په دواړو صورتونو کې چې کوم صورت عملاً ممکن وي، په هماغې دې انسان ځان راضي کړي.

په شخصي مسایلو کې که په سمه لاره مزل وشي، نو دا مزل نه ټکنی کېږي، خو که په ټولنیزو مسایلو کې داسې وشي، نو د سفر د ملګري مخالفت مو دستي د مزل مخه نیسي. که داسې حالت رامنځته شي، نو مزل به پاتې وي او انرژي به په ټوله په خپل منځي شخړو مصرفېږي. په دې خاطر ګټوره طریقه دا ده چې د مقابل کس (شریک) غوښته ومنل شي او کومه لاره چې عملاً ممکنه وي، هماغه لاره خپله شي. اوسنی حالت راتلونکي ته وسپارل شي او مزل روان وساتل شي. په نړۍ کې د ژوند کولو حکمت همدا دی.

Scroll to Top