هغه ځانګړنې چې انسان بریالی کولای شي / وحیدالله بریال

بریالیتوب “بریالیتوب ځینو ته ښایي د شتمنۍ په معنا وي. ځینې نورو ته ښایي روغتیا، سالمه کورنۍ، خوشبختي، خوښي او ارامي بریالیتوب ښکاره شي. له همدې کبله بریالیتوب داسې موضوع ده چې د خلکو لپاره بېلا بېلې معناوې ولري. له دې ټولو سره سره زما په باور د بریالیتوب تر ټولو غوره تعریف دا دی ((بریالیتوب د پر پسې ارزښتمنو اهدافو درک دی.

(ارنل نایټیل)

ارنل وایې بریالیتوب د پرله پسې ارزښتمنو اهدافو درک دی. معنا دا چې بریالیتوب یو مسیر دی، نه یوې موخې ته رسیدل (درک) د حس کولو په معنا ده زه خپله باید بریالیتوب حس کړم ( د ازښتمنو کلیمه) یعني بې ارزښته اهداف د بریالیتوب برخه نه ده. بریالیتوب د رضایت له احساس پرته بې ګټي دی، لاسته راوړنه بریالیتوب نه دی؛ بلکې د لاسته راوړنو دوام ته بریالیتوب وایي.

هغه ځانګړنې چې بریالي کولی مو شي.

اورنۍ لېوالتیا: د بریالیتوب لپاره د مغز حیثت لري ناپیلیون هیل وایي((د هغه کس مغز چې باور کولی شي ورته رسېدلی هم شي)) اورنۍ لېوالتیا د ټولو لاس ته راوړنو د پیل ټکی دی. لکه له یوې وړې کمپنۍ چې د ډېرو تولیداو تمه نشي کېدای، همدا ډول له لږ لېوالتیا د ډېرې پایلې تمه نشي کېدای.

 ژمنتیا: هر کار چې تاسې یې تر سره کوئ په ډېر شوق او مینې یې تر سره کړئ، ورته ژمن ووسئ، له زړه او پرته له کوم فشار یې تر سره کړئ، پر خپل کار مو افتخار وکړئ. ښایي داسې ډېر کسان وي چې تاسې دغه موقف آرمان وکړي.

مسؤلیت منل: هغه دنده چې پر لېوالتیا بدله شي، بلاخره په لذت او خوند بدلېږي. هغه کسان چې مسؤلیت منونکي دي، په خپله پرېکړې کوي او خپل برخلیک په خپله مشخص وي.

 منظم کار: ایا کله مو دا فکر کړی چې ولې ځینې هیوادونه تر نورو غوره دي، ولې یوه ټولنه تر بلې غوره ده یا ولې یو کس تر بل کس غوره دی.؟ ځکه غوره او بریالي دي هغوی کارونه په سمه بڼه تر سره کړي، هر څه یې په ډېر دقت او پلان سره تر سره کړي، کارونه یې په وخت تر سره کړي، مسؤلیت منونکي دي، هیڅکله د بخت او بل چا په تمې نه دي ناست.

مثب فکر او مثبت باور: مثبت فکر کول او مثبتې هڅې د بریالیتوب لپاره زموږ فرصت زیاتوي.

 سخت کار: بریالیتوب په تصادف نه ترلاسه کېږي چمتوالی، قرباني او نظم غواړي. په دې برخه کې د سخت کار هېڅ بدیل نشته. هنري فورډ وایي: (( څومره چې سخت کار کوې، په هماغه اندزه به بختور وي)) هر هغه شی چې نن موږ خوند ترې اخلو، د یو کس د سخت کار پایله ده.

استقامت او تدوام: ټول هغه کسان چې بریالي شوي، د استقامت او تدوام ځانګړنه یې درلوده. که تاسې یو څو وارې ناکام شوئ هیڅ کومه بده او د شرم وړ خبره نه ده، خو بیا هڅه نه کول د شرم وړ ده. کله چې ماشوم په اول ځل په پښو تګ زده کوي په لسګونو ځله غورځېږي او بیا پورته کېږي، همدا استقامت او تدوام دی.

نیوکه: ډېری خلک د نورو لپاره ژوند کوي هېڅکله د ځان لپاره ژوند نه کوي. مثلاً وایي که دا کار وکم دا خلک به څه وایي، ډار،  وېره یې په زړه کې پیدا شي د خلکو له امله ځینې کارونه نه کوي.

شخصیت: ناپیلیون هیل وایي: ((هغه څوک نشي بریالی کېدای چې د خلکو په منځ کې په ناوړه خویونو او عادتونو مشهور وي)) په ټولنه کې مو باید د مثبتو عادتونو فېصدي زیاته وي ټولنیز نزاکتونه مراعت کړئ، چلند مو نرم کړئ، د اخلاقو نمونه ووسئ، په خبرو کې دا کلیمي ډېرې وکاروئ (لطفاً) (په بخښنې سره)

یا لکه (لطفاً دا کار راته وکړئ) یا (په بخښنې سره ومې نه شو کړای)

ښایي دا یو څو کرښې د بریالیتوب لپاره بسنه ونه کړي، که له دې هم ډېر د بریا لپاره تږي وئ. هغه کسان چې بریالي شوي هغوی سره راشه درشه ولرئ، د هغوی ژوند، چلند مطالعه کړئ مشورو ته یې غوږ ونیسئ، د بریا لپاره ډېر کتابونه لیکل شوي په ګوګل کې یې پلټنه وکړئ…

Scroll to Top