هغه ماشوم چې په شاتو او شودو لامبي او د سر زرو چوشک روي

د برېټانیا په ایډنبرا ښار کې د جریم اکرم په نوم یو د درې کالو ماشوم په واړه عمر له شاهانه آسانتیاو او عیشونو ډک ژوند تېروي.

ویل کېږي چې سږ کال به دې ماشوم ته د کلیزې په ویاړ نږدې سل ډالۍ ورکول شي.

د ماشوم ۳۳ کلنه مور وایي چې غواړي خپل زوی ته د دنیا ډېرې خوشحالۍ او آسانتیاوې ورکړي. په همدې خاطر یې ورته د سرو زرو یو چوشک هم جوړ کړی دی چې نږدې زر پاونډه قیمت لري.

جالبه دا ده چې دغه وړوکی ماشوم لومړی په شاتو اوشیدو او بیا وروسته په اوبو لمبول کېږي.

همدارنګه دا ماشوم د لوبو بې شمېره توکي لري چې بیې زرګونه پاونډو ته رسېږي.

Scroll to Top