ددغه کتاب خلاصه مې نن ولوسته،بهترين کتاب دى،او ټوله خلاصه يې په لنډو کې دا ده چې ژوند کې هيڅ کاميابي او ناکامي يو ناڅاپينه را پيښيږي،
او همدارنګه پکې ليکل شوي:
*زموږ په ژوند کې انتخابونه او ټاکنې څومره مهم رول لري،ژوند کې واړه واړه انتخابونه او ټاکنې چې مونږ ته مهمې نه ښکاري ددوى اغيزکه مرکب شي زموږ په ژوند کې به څومره فوق العاده اغيز لرلى شي.
*موږ د خپل ژوند سل سلنه مسول يو،خپلې ناکامۍ او کاميابۍ بخت پورې ونه تړو,ځکه د کتاب د ليکوال له قوله بخت:د يوه کس داعمالو،فرصتونو،اماده ګيو او کردار مجموعه ده.
*زموږ چاپيريال او زموږ ملګري زموږ په ژوند کې فوق العاده اغيز لري،کتاب ليکوال ليکي،د يوه شخص په کاميابۍ او ناکامۍ کې ددغېخبرې رول ٩٥سلنه دى،چې دغه کس کوم ډول ملګري او کوم ډول ماحول کې اوسيږي.
*څنګه کولاى شو ټول هغه منفي عادتونه چې موږ يې لرو او موږ د خپلو موخو ته له رسيدو منع کوي،څنګه کولاى شو په بدل کې يې پخپلځان کې مثبتو عادتونو ته رشد ورکړو تر څو خپلو موخو ته ورسيږو.
*صبر او استقامت بريا ته په رسيدو کې مهم او حياتي عنصر دى.
نوټ : دا کتاب د Success پنوم نړيوالې مشهورې مجلې مدير ډيرن هارډي لخوا ليکل شوى،په نړۍ کې په ډيرو چاپيدونکو کتابونو له جملېڅخه دى،چې میراحمد یاد صيب پښتو ته هم ژباړلى (مرکب اغير)ترنامه کتاب دى.که غواړٸ ژوند کې مو مثبت تغيرات راشي ، منظم ژوندولرى او خپلو موخو ته ورسيږٸ دا کتاب حتما مطالعه کړٸ.