هر فرد په ځان کې په ډېره اندازه ښکلا، مینه، صمیمیت، اخلاق، نېکه رَویه او د حسنه اړیکو د پاللو پوره ځواک لري.
سمه ده، چې په ټولنه کې شته وګړي بېلابېل خویونه، چلندونه، عادات، تعاملات او مختلف ټولنیز روِشونو لري، چې د ځینو نورو په خوښه بهنه وي؛ مګر په ټوله کې د انسان فطرت نرمي، ښه چلند، نېکې اړیکې او نور پالل خوښوي.
تاسو په ډېر کله اورېدلي وي؛ دا فلانی مې هیڅ نه خوښیږي. ډېر خود خوا انسان دی. قوارې ته ګوره او کارو ته ګوره. یا هم ځیني وختویل کیږي، چې یاره څه یې ندي راته ویلي مګر څیره یې هېڅ خوند نه راکوي. دا او دې ته ورته لسګونه نورې خبرې.
پوهیږئ! دا چاره ولې تر سره کیږي؟
ځکه، مخکې له دې چې مونږ له نورو سره له نږدې مجلس یا هم په هکله یې مطالعه وکړو تر څو یې له باطن اګاه شو؛ یو طرفه او ژرقضاوت کوو، چې همدې چارې زمونږ د ټولنې د افرادو تر منځ ټولنیز واټن رامنځته کړی.
څه وکړو، چې د دې منفي کړنې کچه کمه یا هم په کلي توګه له منځه یوسو؟
پوی شئ، چې د وګړو د ځانګړنو او خویونو تر منځ توپیر شتون لري.
پدې مانا چې انسانان د بېلابېلو ځانګړنو لرونکي دي. هر څوک ځانته جلا خوی، غوښتنې، چلندونه او درک لري. هغه څه چې تاسو غواړئکېدای شي په نورو کې یې پیدا نه کړئ.
یو ځای مې ولوستل، چې په نړۍ کې به څلور داسې کسان پیدا نکړئ چې خپلو کې همفکره اوسي. نو په ځای د دې چې نور بد راولئ،پوی شئ، چې د افرادو تر منځ په ځانګړنو کې توپیر شتون لري.
هڅه وکړئ تر څو نور کسان ښه وپېژنئ!
مخکې له دې چې د یو چا په اړه قضاوت وکړئ، بهتره ده چې په اړه یې معلومات حاصل کړئ. زمونږ ستونزه همدا ده، چې د یو چا لهپیژندلو او په اړه یې د معلوماتو پیدا کېدو وړاندې غبرګون ښایو. چې دغې چارې هم د افرادو تر منځ ټولنیز واټن رامنځته کړی.
پر دروغجنو او فریبکاره اشخاصو باور مکوئ!
ډېر کله زړه بدوالی د همدغه اشخاصو له امله پیدا کیږي. نو مخکې له دې چې د یو کس په اړه خپله نه وی پوی شوي، هیڅکله هم د بل پهخوله باور مکوئ.
د خلکو په ظاهري بڼې باندې بې ځایه پریکړې مه کوئ!
ځینې به له څیرو زیات غوسه ناک، جنګي، بداخلاقه او بې باکه انسانان ښکاري مګر په حقیقت کې داسې نه وي. هغوی به له تاسو نرمزړه او ښه خویونه لري. نو هیڅکله هم د یو چا په ظاهري بڼې باندې پریکړه مکوئ.