د ارواپوهنې استاد چې زدهکوونکو ته يې د رواني فشار او مخنيوي په اړه معلومات ورکول د زدهکوونکو مخې ته د اوبو يو ډک ګيلاس مخې ته کېښود. زدهکوونکې حیران وو،بېل بېل فکرونه او خبرې يې ذهن کې راتللې. خو له لږ ځنډ وروسته استاد له زدهګوونکو په موسکا وپوښتل:
– دا ګيلاس به څومره وزن لري.؟
زدهکوونکو مختلف ځوابونه ورکول، وروسته استاد ورته وویل: اساسي ستونزه د وزن نه بلکې په لاس کې د ګيلاس نيولو ده. که د يوې دقيقې لپاره دا ګيلاس په لاس کې ونيسو، موږ يې په وزن نه پوهېږو اوستونزه نه رامنځته کېږي. که د يو ساعت لپاره يې په لاس کې ونيسو، لاس او مټې به مو درد شروع کړي او که تمامه ورځ همدا ګيلاس په لاس کې ونيول شي،لاس او مټې به مو شاخ او شل شي. وروسته يې وويل: د ګيلاس وزن په هر حالت کې نه بدلېدونکی دی. د څومره وخت لپاره چې موږ ګيلاس په لاس کې نیسو هغومره يې وزن زياتېږي. استاد زدهکوونکو ته زياته کړه: په ژوند کې ستونزې او تشویش هم،د همدې ډک ګيلاس په څېر دي. هرڅومره چې د هغوی په اړه فکر کوو او جدي یې نيسو هغومره به زموږ ذهن او روان را خرابوي او د ژوند له خوښیو مو مخ راګرځوي.