سفر وکړئ تر څو له ژوند خوند واخلئ / حکمت الله «همت»

که هر څه د یاده ووځي خو د سفر تجربې او خاطرې هېڅکله نه هېرېږي «همداسې مو له یو او بل سره قدم واهه، هغې وویل، سفر مېډېر خوښېږيڅو کاله مخکې کله چې ددفتر په لور روان وم، په دهلېز کې له یوې ملالې سره مخ شوم، ستړي مشي مو سره وکړل او لهیوه او بل سره معرفي شوو.

د هغې د سترګو هغه ښایسته نقاب سړی ور جذبولو، ډېرې ښکلې او ګلالۍ سترګې یې درلودې، یوه ورځ یې په شونډو مسکا خوره وه، دیوې رسمي چارې په پار دفتر ته زما خواته راغله او جوړ پخیر مو سره وکړل، هغه ډېره خوش خلقه وه، دغه څه د دې سبب شول چې څوشېبې سره وغږېږو او لا آشنا شو، ددې له خبرو او تېر ژوند زه پر دې پوه شوم چې هغه په کابل کې له پیدایښته بیا تر اوسه پورې دافغانستان ځینې ښکلو ځایونو او ولایتونو ته له کورنۍ سره په سفر تللې، دې خبرې زه بیخي حیران کړم، ماته لکه یوه ستاینه او مثبتهانرژي داسې ښکاره شوه، غوښتل مې له هغه سره ډېر آشنا شم، له هغې مې وغوښتل چې ځینې وخت سره ووینو او په ځغرده خبرې اوسره وګورو، په ځینو مهمو چارو کې چې یو مثال یې (لیکوالي) ده له ما سره مله شي او ډېر سره ووینو.

ساعتونه او ورځې یې ونیول، څو هغه قانع کړم چې زه کولای شم په یوه ښه سپېڅلي او روڼ اند سره ښه اړیکه جوړه کړو له نارینه ووسره ښې اړیکې او د زړه خواله سړی نه وژني، بلکې ګټور کار او د پرمختګ یو ګام دی، بله ورځ یې قبوله کړه له ما سره مله شوه، خو دلمړي ګام په پورته کولو سره یې ماته وویل چې زما سفر کول او ګرځېدل ډېر خوښیږي.

هېره د نه وي چې هغې هېڅکله یو نارینه کس ته په ژوند کې په دې اندازه ځای نه وو ورکړی نه یې د نارینه کس سره په داسې لاره اواراده د تګ خوند څکلی وو،ځکه یې په آسانۍ زړه هم نه ښه کاوه دژ کار ته.

دې خپل ولایت ته له کلونو وروسته د خپل لمړي سفر کیسه راته وکړه، ډېره خوشحاله وه او دا وخت په مونږ ډېر ښه تېر شو.

څه موده وروسته یې ماته مسېج وکړ او پکې لیکلي یې وو چې بیا ځلي په سفر تللې وه، ډېر خوند یې ترې اخیستی و او یوه ښه تجربه وهورته، دې ان د خپل ولایت د هغو ځایونو لېست راکړ چې د هغې ډېر خوښ وو.

ریښتیا! خبره به لنډه کړم هغه دا چې تاسې ولې سفر نه کوی، که چېرته تاسې سفر ونه کړی، نو څه ډول به له ژونده خوند اخلی؟ سفرکړل په دې معنی نه دي چې تاسې مسافر شی او له هېواده بهر نورو ملکونو ته لاړ شی، زمونږ ګران هېواد افغانستان داسې، سیمې،ولایتونو، ولسوالۍ او ښکلي په زړه پورې ځایونه لري، چې په لیدو یې انسان بیا ژوندی کیږي او له ژونده خوند اخلي.

ددې خبرو موخه بیان کوم!

زه غواړم ددې پوښتنې ځواب راکړی چې تاسې ولې سفر نه کوی؟

کلونو کیږي چې په یوه کور کې اوسېږی، سهار وختي کار ته ځی او ماښام ناوخته بېرته خپل کورته روان وی.

دا کار تاسې ته ستړی کېدونکی نه دی؟ تاسې په میاشت کې یوه سفر ته اړتیا لری، په خپل ولایت او ښار کې یوه ښکلي ځای ته سفروکړئ او له خپل ژوند خوند واخلی .

که چېرته تاسې ټول وخت یواځې په یوه کور او ځای کې ژوند وکړی، سهار دندې ته لاړ شی، ماښام ناوخته کورته راشی، ژوند به مو دکتاب د یوې پاڼې په شان وي، خو که ښارونو او ولایتونو ته سفر وکړی ، نو ژوند مو یوه لوی او ګټور کتاب ته ورته کیږي.

نړۍ یوه کتاب ته ورته ده، هغوی چې هېڅ سفر نه کوي، دوی اړ دي تل فقط د کتاب یوه پاڼه ولولي.

ما لمړی بهرنی سفر هند ته درلود، په هند کې مې د لږ مودې وروسته لیدلوري ډېر زیات بدلون وکړ.

له افغانستان وروسته هند ماته د کتاب د دوهمې پاڼې په شان نه؛ بلکې د کتاب د سرلیکونو لوستلو په شان وو ، چې هلته د نړۍ له مختلفوهېوادونو څخه راغلو زده کړیالانو سره آشنا شوم، اړیکې مې جوړې کړې ددوی سره آشنایي ماته د کتاب د هرې پاڼې سرلیک لوستلو پهشان وو چې انسان له سرلیک څخه د لیکنې ډېری معنی او موخه اخستلی شي.

اوس مې د فکر بڼه له پخوا ډېره بدله شوې ده، هغه سرلیکونه چې ما په یوه پاڼه کې لوستي دي، اوس یې هڅه کوم چې د هغوپاڼو(هېوادونو) د لیدلو او لوستلو لپاره ځان اماده کړم، ما هلته یو ریښتینی ژوند تجربه کړ، زه پوه شوم چې په هغه ځای کې ژوند له هغوفلمونو سره چې هند یې جوړوي د ځمکې او اسمان په شان توپیر کوي، د هغه ځای او د نړۍ د خلکو واقعي ژوند هسې نه دی

تاسې نه غواړئ چې خپلو بچیانو او لمسیانو ته نوې کیسې وکړئ؟

زړه مو نه غواړي چې په ژوند کې ډېرې خوږې خاطرې جوړې کړی؟

راځئ لمړی ګام پورته کړی لمړی سفر د خپل ولایت یوه نږدې ځای او منظرې ته وکړئ.

که چېرته مو واده کړی وي، نو ښه داده چې له خپلې کورنۍ او بچیانو سره یو ځای سفر وکړئ، باور وکړی دا به تاسې ته د ټول عمر ښهخاطره وي.

فرصت ستاسې په خپلو لاسونو کې دی ګټه ترې پورته کړی، له خپلې کورنۍ سره په سفر کې وخت تېر کړی او که واده مو نه وي کړی، نوبیا د دفتر ملګري، د مکتب او پوهنتون همصنفیان یا هم د اتاق او لیلیې ملګري تاسې ته تر هر چا نږدې دي سفر ورسره وکړی.

ما د خپلې تنګۍ ځوانۍ او ژوند تر ټولو ښې خاطرې په هغو سفرونو کې جوړې کړې دي چې له کورنۍ او ملګرو سره مې سفر کړي دي.

یو ځل مې د هېواد شمالي زون ته له ملګرو سره سفر وکړ په لنډ وخت کې مو له شپږو ولایتونو څخه لیدنه وکړه.

دومرې خوږې او ډېرې خاطرې له هغه سفر لرم چې هېڅکله به مې هېرې نشي، نوي ملګري مې پیدا کړل، نوي خواړه مې وخوړل او د هغهوخت ډېرې کیسې له ځان سره لرم.

ژوند ډېر نیمګری، ناځوانه او لنډ دی، تاسې چې هر څومره عمر خوړلي کېږی، د هرې ورځې په تېرېدو به په تېر وخت کې د سفر کولو او دډېرو ځایونو آرمان کوی.

مونږ نه پوهېږو خو ژوند ډېر ژر ژر تیریږي، انسان چې څومره عمر خوړلی کیږي هغه ته پلی تګ، منډې وهل، سفر کول، فکر کول او د ژوندڅخه تجربه اخیستل سختیږي.

زما اوس اوس دې ته پام شوی دی چې له وخت، ژوند او په خپل لاس کې شته امکاناتو ګټه پورته کړم.

مهم ټکی دا دی کله چې تاسې سفر کوی او په چکر ځی، تاسې کولای شی د سفر په مهال ډېر شیان زده کړی، تاسې په سفر کي نوينوي شیان او حالات تجربه کوی.

ګورئ! تاسې د سفر کولو لپاره ډېرو شیانو ته اړتیا نه لری!

پلی، په بایسکېل ، په موټر او یا طیاره کې تاسې خپل اقتصادي وضعیت ته په کتو سره کولای شی د یو کوچني بکس، لپ ټاپ، ټلېفون،پاسپورټ او د اړتیا وړ نغدو پیسو سره سفر وکړی.

که تاسو دغه شیان ولری، نو بیا سفر ته هېڅ اندېښنه مه کوئ. زه خو له خپلو رخصتیو همداسې ګټه اخلم، ستاسو خپله خوښه. ماتههمداسې اسان او بې جنجاله د سفر ژوند خوند راکوي، له دې ټولو څخه زما موخه دا ده چې یو څه مې روحي حالت ور سره ښه شي او لهژونده خوند واخلم.

د هند یو ډېر پخواني ولسمشر عبدالکلام ویلي: «ځوانانو ته زما سپارښتنه دا ده چې متفاوت فکر وکړي، زړور اوسي، سفر وکړي او لهناشناخته ځایونو څخه لیدنه وکړي، غیر ممکن شیان کشف کړي، له ستونزو سره مخ شي او بریالي ترې راووځي. دا هغه څه دي چېځوانان باید ور باندې کار وکړي

زما د مینې او مسکا ډکه سپارښتنه هم تاسو ته دغه ډول ده. موږ او تاسو خو ملګري یو که نه؟ هو، ډېر ښه! دا ځل چې د اونۍ پای شو،ټینګه وعده او اراده وکړی چې سفر وکړئ تر څو ځان او جهان وپېژنئ، په دې کار سره تاسو ځان مرګ ته نه ورکوی، بلکې ډېرې تجربېبه تر لاسه کړی، د بېلګې په توګه، د اوړي په فصل کې کولای شی د هېواد یخو سیمو ته او د ژمي په موسم کې له کورنۍ او یا هم ملګروسره ګرمو سیمو ته په سفر او چکر ولاړ شی .

یو مشهور انګلیـسي لیکوال ډېوېډ مېچل (David Mitchell) یو وخت ویلي وو: «هغه کس چې له ډېرې شتمنۍ سره مړ شي، ګټونکیدی»، خو اصلي خبره دا نه ده، ګټونکی هغه څوک دی چې ډېرې تجربې ولري او په خوښۍ کې یې ژوند کړی وي؛ ځکه د نظر خاوندانوایي چې خپله ټوله شتمني په سفر ولګوی.

پای!

Scroll to Top