د انسان پيژندنې ارواپوهنه يا انټروپولوژي دا پوښتنه داسې ځوابوي:
روغ انسان هغه دى چې له ځان او نورو سره په جنګ او ناسالم رقابت کې ښکيل نه وي او شتون يې نورو ته مثبته انرژي ورکړي.
د انتقاد پر ځاى تشويق ډير وکړي!
تر منفي بافى ډير مثبت فکر کوي!
تر تکبره تواضع ورکې ډيره وي!
ددې پر ځاى چې ډيره ځان ښودنه وکړي،خوښيږي يې په يوه مشترکه فضا کې نور هم وويني او دى هم پکې وليدل شي.
له ښه انسان سره مو بدن لکه ګل غوړيږي.
ښه انسان ښکلاوې ويني او يادوي يې.
روغ انسان خوش خويه وي خنده رويه او ټوکي مزاج لري.
ښه انسان هغه ده چې وينې يې يو څه ترې زده کوې!
چلند يې محترمانه ده،
ستاسو حرمت ساتي،
کړاى شى پرې باور وکړى،
په څنګ کې يې د امن احساس وکړى،
تحقير ته اړتيا ونلري،
حاکميت ته اړتيا نلري!
سالم انسان د خپل چال چلند له امله تاسو ته داسې احساس درکوي چې تاسو ځان تر هغه چې يى ډير ښه ووينى.
❣ که مو د ژوند په څنډو کې داسې انسانان لرى حفظ يې کړى.
#