د چا کار کې کار مه لره، له ژوند به خوند واخلې

زموږ ټولنه کې یو لوی مشکل دا دی چې لویه برخه خلک یې د نورو کار کې کار لري، همدا لامل دی چې خپل ژوند کې هم ناارامه دي.

زه به د یو مجلس کیسه درته وکړم، یو مشر سړي سره مجلس کې ناست وم، په یو کس باندې یې خبرې کولې چې ولې داسې دی، ولې هغسې دی، یانې د هغې کمزوریانې یې بیانولې، دې خبرو به دی دومره وقهرید چې فکر مې وکړ، دده تر منفې نظر لاندې کس د ده سخت دښمن دی.

ما ورته په مسکا کې وویل چې ولې دا خبرې هغه ته مخامخ نه کوې، چې هغه ځآن کې اصلاحات راولي، خو د ده ځواب په کلیواله اصطلاح دا و چې زه داسې ( دله‌ګانو) سره خبرې نه کووم.

زما پرتله له مجلس څه وه، دا کس چې د بل کس سپکه یې کوله، ټول عمر پیتاوي کړي، نه یې په اولادونو زده کړې کړي، نه یې خپله کوم تجارت کړی، نه یې ښه ژوند تېر کړی، نه یې داسې څوک فامیل کې تېر شوی و چې کوم ښه ژوند، زده کړې، یا کسب دې یاد ولري، خو مقابل کس چې ده ورپسې خبرې کولې، هغه د رنګمالۍ استاد و، ښه یې کار جوړ و، کابل، جلال اباد او خپله سیمه کې به یې له خلکو په ایجاره کارونه نیول او سر ته به یې رسول، ښه یې ساعت تېر و، لږ تر لږه داسې ژوند یې درلوده چې بل چاته یې لاس نه نیوه.

ما ددې له خبرو درک کړه چې د دې سړي مشکل دا دی چې هغه بل کس باندې یې نه پيرزو کیږي چې هره ورځ کار کوي او له دې درکه پيسې لاس ته راوړي، نو له همدې کبله ورپسې خبرې کوي، دا چې خبرې یې کولې، که ده لږ ځان سره فکر کړی وی، دومره خبرې په ده او فامیل کې یې شته دی چې یو کتاب پرې لیکل کیږي.

خو ده کله هم له ځآن سره حساب و نه کړ چې دی له زلمیتوب، تر سپین ږیرتوب کومه لاس ته راوړنه لري، لږ تر لږه د اولادونو لپاره یې څه کړي دي، ایا تعلیم یې پرې کړی، ښه ژوند یې ورته برابر کړی، کوم کاروبار یې ورته جوړ کړی، نا هیڅ یې هم نه دي کړي، د یو چا چې خپلو اولادونو او کورنۍ ته خیر و نه رسیږي، د هغې به کلي، ټولنې او وطن ته کوم خیر ورسیږي.

موږ د دې پر ځآی چې له یو چا سره سالم رقابت وکړو، برعکس د مقابل کس سپکه کوو چې په ټولنه کې یې پروړاندې نفرت پيدا شي، له پيغورونو نیولې بیا تر تورونو هر هغه کار کوو چې مقابل لوری ورباندې سپکیږي.

تاسو به خپله ټولنه کې ډير خلک لیدلي وي چې د یو فامیل ښه یا بد وضعیت باندې به خبرې کوی، خو تاسو به هیڅکله همدا خبرې کوونکي کسان نه وي لیدلی چې بد وضعیت کې یې د یوې کورنۍ، یا یو کس لاسنیوی کړی وی، یا یې لږ تر لږه د هغه پوښتنه کړي وي، خو که لږ راښه شو، پرمختګ یې وکړ، ژوند یې برابر کړ، بیا به سل او زر خبرې پکې کوي.

دا ډول خلک پرته له دې چې خپل ژوند یې اور ته نیولی، بل هیڅ نه شي کولی، منفي ذهن او منفي فکر باندې د خلکو مخه نه شي نیولی، خلک په ټولنه کې نه شي منفور کولی، بس لوی تاوان یې دا کړی دی چې خپله ژوند نه شي کولی، پر نورو خلکو یې ښه ژوند نه پيرزو کیږي.

که تاسو د یوې شیبې لپاره د خلکو په ژوند کې له لاسوهنې او خبرو تېر شئ، همدا شېبه خوښي غاړه درکوي، ټول منفي نظرونه دې له ذهن وځي او ستاسو د ژوند خوږه شېبه به همدا وي.

زموږ ټولنه کې زیات خلک د ټولنې د نزاکتونو قرباني دي، دا داسې نزاکتونه دي چې موږ د چاپيریال له مجبوریتونو کوو، دا نزاکتونه نه دین کې شته او ایین کې، بس د هرې سیمې خپل رواجونو دیوال جوړ کړی او د هر چا لپاره سخته ده چې له دې دیوالونو ووځي.

تکړه هغه کسان دي چې د ناوړه رواجونو دا دیوالونه ونړوي، د باندې نړۍ وګوري او د باندې نړۍ څخه بیا د دیوالونو دننه ناسمو فکرونو او ناوړه رواجونو ته وګوري، بیا پوهیږئ چې ژوند څه مانا، خدای انسان ښایسته پيدا کړی، د ښایسته ژوند لپاره یې پيدا کړی، نو انسان څه شی دی چې خلک د هغوی د پيغورونو او ناوړه رواجونو لپاره خپل ژوند قرباني کړی.

زما اکثره ملګرو ته دا خبره وي چې خپله ژوند وکړئ، د چا کیسه کې مه اوسئ، ارزښتونه او هدفونه د ځان لپاره وټاکئ، مخ پروړاندې ځئ، د هیچا کیسه کې مه اوسئ، څوک چې هر څه وایي، وايي دې، هیڅ یې په کیسه کې مه اوسیږئ.

که تاسو هر کله یو کار کوئ، او ورسره د ټولنې د ناوړه رواجونو له کبله ټکني کیږئ، نو تاسو به هیڅکله مخکې تګ و نه شئ کړئ، نه به کاروبار کې مخکې تګ وکړئ، نه به په ژوند کې، تاسو د ژوند ټاکنه خپله رامنځ ته کړئ، د ټولنې ناوړه دودونه مات کړئ، ایله به د ژوند په خوند پوه شئ، ژوند ډير ښکلی دی، څومره چې فکر کوئ، تر هغې هم ښکلی دی، خو هغه وخت، کله چې تاسو د بل کار کې کار و نه لرئ.

نو د بل چا لپاره ژوند مه کوئ، ژوند ستا دی، که هر کله بده ورځ درباندې راغله، دا چې نن تا پسې خبرې کوي، سبا به دې پوښتنه هم و نه کړي.

Scroll to Top