سریزه
پدې لیکنه کې غواړم چې د پښتو شعر د یوې پېړۍ مزل څرګند او وڅېړم، ددې لیکنې موخه په منظومې او موزونې وینا کې د شعر سپړنه ده، په موزونې او منظونې وینا کې د شعر کیفیت او مزل ښودل دي، په افغاني زاړه ادب کې شعر موزون یا منظوم کلام ګڼل شوی دی، خو په نړیواله کچه او اوسنیو څېړونو کې شعر د ادب په بېلابېلو ژانرونو کې یو کیفیت او جوهر دی.
شعریت د شعر تومنه او جوهر ښيي، په هغه کلام کې چې شعریت موجود وي، که هغه نثر وي که نظم؛ شعر دی، زموږ موخه د شعر سپړنه ده. دلته به دا را وسپړل شي چې د پښتو شعر په دې یوه پېړۍ کې کومې لفظي او موضوعي ښکلاووې لري.
لنډیز:
د تېرې یوې پېړۍ په پښتو منظوم او موزون شعر کې د صالح محمد کندهاري منظومه ژباړه د شعر هغه بېلګه ده چې شعریت په کې څپې وهي، مولوي صالح محمد کندهاري د عبدالهادي داوي کلام په خوږه، روانه او شاعرانه ژبه راژباړلی دی.
پښتو شعر په دا یوه پېړۍ کې د ژوند رنګ، ښایست او ښکلا تمثیل کړی او په رنګینو سېمبولونو، شاعرانه ارزښتونو او خوږه ژبه تر دا مهاله را رسېدلی دی.
پښتو شعر په دې یوه پېړۍ کې د ژوند یو بېل رنګ او د سفر لاره غوره کړې ده، له زړو دېوانونو راووت، زاړه قالبونه یې شاته پرېښودل، زاړه قالبونه یې په نوي رنګ ورنګول، خو تر څنګ یې په نویو قالبونو او ژانرونو کې هم د ژوند ساه پوه کړه.
ددې لیکنې موخه همدا ده چې پښتو شعر په دا یوه پېړۍ کې تر نورو وړاندې د شعر تر وړاندني مزله څومره توپیر لري!؟ پدې لیکنه کې دا څرګند شوي دي.
پوښتنې:
۱- پښتو شعر د یوې پېړۍ په ترڅ کې څه ډول او په کومه بڼه مزل کړی دی؟
۲- پښتو شعر څه رنګینۍ لري؟
۳- په پښتو شعر کې کوم نوي ژانرونه رامینځته شوي دي؟
۴- زاړه لفظي او معنوي قالبونه《ژانرونه》پالل شوي دي او که نه؟
فرضیه:
پښتو شعر د یوې پېړۍ په مزله کې نوی او رنګین سفر پیل کړی او په معنوي او لفظي برخه کې یې نوي او رنګین ټکي سندریز او شاعرانه کړي دي.
متن ((موضوع))
له ارسطو رانیولې تر ننه د شعر دپاره یو بنسټیز توکی تخیل ګڼل شوی دی، په افغاني ټولنه کې ټولې منظومې ویناوې، چې شاعرانه کیفیت ولري؛ هغه شعر ګڼل شوی دی.
شعر یوازې فورم یا جوړښت نه دی، شعر هغه رنګینه وینا او جوهر دی چې د ادبي اثارو په بېلابېلو ژانرونو کې رامینځته شوی دی. شعر د خبرو هنر ګڼل شوی، شعر د خوږغږې مرغۍ یو سندریز شور ګڼل شوی، خو پدې ټولو کې یو جامع تعریف د شعر لپاره دا وړاندې شوی چې:
شعر په ښکلې او اهنګینه ژبه د خیال وفکر عاطفي تړون دی.
دلته څو توکي مهم دي:
۱- خیال《تخیل》
۲- فکر《تفکر》
۳- آهنګ
۴- عاطفه
۵- احساس
دغه توکي که په یوې وینا کې موجود وي، هغه شعر او شعریت لري او په هر عصر او هره پېړۍ کې د ژوند ساه باسي.
پښتو شعر په دا یوه پېړۍ کې د ژوند دغه مزل کړی دی، په سندریزو او رنګینو الفاظو کې یې د ژوند سندره ویلې ده، په رنګینو کلمو کې یې د خوند، رنګ او ژوند یوه ماڼۍ جوړه کړې ده، د یوې پېړۍ په ترڅ کې پښتو شعر په بېلابېلو جغرافیوي سیمو کې خپل مزل وهلی او د بېلابېلو ذهني جغرافیو شاعرانه ذهنیت یې وړاندې کړی دی. په تخییلي او تصویري ویناوو یې ځان له بدیعي زړو صنایعو را ویستلی دی، د ترصیح او بېلابېلو بندونو ( ترجیع، ترکیب…) له مقیدو بڼو ازاد شوی دی. دلته ډېر پام د شعر ښکلاییز اړخ ته اوښتی دی.
دلته موږ یوازې او یوازې یوه جغرافیه یا یوه سیمه نه څېړو، پښتو شعر باندې خبره کوو.
نو کله چې پښتو شعر یادوو، د پښتو شعر بهیر له پولې اخوا، له پولې دېخوا یا په نورو هېوادونو کې رامینځته شوی او د ژوند مزل یې وهلی دی او رنګینه وینا یې پخپله لمن کې رانغښتې، پر دې بحث کوو.
د دې پېړۍ د شعر موضوعي او لفظي ښکلا اغېز په دې توګه وړاندې کولی شو:
موضوعي ښکلا
په موضوعي ښکلا کې د دې پېړۍ شعر د خپلواکۍ، ولسواکۍ او په ټوله کې د جمهوریت غوښتنې لپاره مبارزه ده. د دې پېړۍ په شعر کې یو لړ مهم مفاهیم او تصویرونه د تبعیض پروړاندې مبارزه جوتوي، په دې برخه کې د ښځینه شاعرانو پیدایښت او د ښځینه احساس څرګندولو لپاره ګڼې شاعرانه بېلګې لیدلی شو. د ښځو د حقونو مساله د شعر لپاره یوه داسې نوې مساله او پیغام دی چې په ګڼو هنري او شاعرانه بېلګو کې یې تصویر او تخییل راڅرګندېږي.
د دې پېړۍ په شعر کې د طبقاتي تبعیض پر وړاندې شعوري مبارزه هم یو بل اصل او بنسټ دی، په شعر کې هغه تصویرونه را څرګندېږي چې هغه د برابرۍ، عدالت او پرمختګ په برخه کې د بېلا بېلو طبقو ونډه ښيي.
((هر څه ټیټ ښکاریده دوی ته له خپل ځانه
هسک یې نه باله هېڅ بې له آسمانه
د بادار او د مزدور نومونه نه وو
د آمر او د مامور فرقونه نه نه وو
داسې نه چې یو خادم و بل مخدوم و
یا یو سپور و په موټر کې بل محروم و
زندګي د ټولو یو شان ښکاریدله
په هر څه کې یکرنګي معلومېدله ….
ــــ
څله مې رابولې سیل د ګلو ته زه خو چرته نه یم د باغوان بچی
ما د طوفانو څپو ته واچوئ زه خو چېرته نه یم د کوم خان بچی … )) ( لعل پاچا ازمون، طبقاتي شعور او پښتو ادب، ۷۹ ـ ۸۲م م)
((مــېــښــې مــنمــه د نــواب صاحب دی
دې کښــې خــبره کول تــوان د چا دی؟
ولــې ای ای د انــسـانانو ربــه!
دغه ګوجر غریب انــسان د چا دی؟
د نــواب مــېــښــه دې نوابه ګرځي
د خدای انسان دې خدمتګار وي ورته
هغه پړسـېــږي دې د دهٔ په وازدو
دی دې خدمت کــښـې خواروزار وي ورته…)) (اجمل خټک ، د غیرت چغه: ۵۱)
د دې پېړۍ په شعر کې یوه بله مهمه موضوع د طبیعت او چاپېریال په باب د شاعر تفکر او تخیل وړاندې کول دي، شاعر د خپل تخیل او تصوره له لارې ځنګل، سپوږمۍ، لمر، سین، کاڼی، بوټی او … په خبرو را ولي، د ژوند راز او مسایل له دوی سره په خبرو او څېرو کې ویني.
د شخصیت جوړونې او حس امېزۍ له لارې د ژوند مسایل د طبیعت په رنګینیو کې انځوروي.
ددې پېړۍ په پښتو منظومو شاعرانه ویناوو کې راڅرګنده شوې ده، شاعر له ځان سره ځنګل، نښتر، چینار، مرغانو او د طبعیت له نورو عناصرو سره په خبرو بوخت دی او ددغې مکالمې، ډیالوګ او خبرو له لارې یوه وینا رنګینه او شاعرانه کوي.
کاروان د طبعیت همدغه رنګیني په خپل شعر کې را اخلي:
چې پټ یې راته ساتي همېشه د نغمو غوټې
کاروانه! مهربانه ده پر ما د فطرت مور
د شعر کاروان
ته د ښکلا د غره په سر ولاړه
لکه مغروره او سرکشه ونه
په څانګو، څانګو کې دې
ناست دي د سندرو مرغان
ستا د سندرو مرغان
که زموږ کلي ته په سېل راشي
زموږ د غرونو، د ځنګلونو څېړۍ
او نښتر شهیدان
زموږ د کلي له چینار، چیناره
د شهیدانو تابوتونه جوړ دي
زما په لپه کې دې ځالي وکړي
ستا د سندرو مرغان
خو که د ونو د دوه څانګو په څېر
زما لاسونه په تبرونو چا غوڅ کړي نه وو
دا هغه څه دي چې د فطرت له رنګینۍ سره د شاعر مزاج او همرنګي ښيي، د فطرت یا طبعیت په همدې رنګینیو او توکو کې شاعر د خپل ماحول او چاپېریال مسایل او مفاهیم وړاندې کوي.
ځینو نورو خو چاپیریال ته د اوښتي/اوښتونکي زیان خبره په ډېرو څرګندو ټکو کې هم کړې ده. اکبر سیال وايي:
د وطن ټول ځنګلات یې کړل ټوک ټوک
پښتانه جمالیات یې کړل ټوک ټوک
د هوس د سوداګرو دې لاس مات شي
د جنت ماحولیات یې کړل ټوک ټوک (۸۹مخ)
رحمت شاه سایل بیا په خپلو انقلابي او شاعرانه افکارو د ژوند د طبعیت او د پښتون ولس د حال و احوال سندریزې ویناوې لري، د شعار په ژبه نه غږېږي، د شعر په ژبه د خپلې زمانې هنري انځورونه باسي.
د دې پېړۍ د شعر په موضوعي ښکلاییزه برخه کې د رومانتېزم برخه هم غني ده، دلته شاعر د خپل ذوق له مخې د متضادو اړخونو په نږدې کولو سره یوه نوې شعري تجربه او شاعرانه ذهنیت را منځته کوي، په دې برخه کې د اشرف مفتون او غني خان شاعرانه ویناوې ښې بېلګې ګڼلی شو.
د دې پېړۍ په شعر کې فلسفي افکار هم د شعر په ښکلې او مهینه ژبه داسې را نغاړل شوي چې شعر ته ژوند او خوند بښلی دی. په تخییل او تصویر یا ذهني او عیني انځور کې یې د ژوند د فلسفې تفکر وړاندی کړی دی، د سارتر او فروید فلسفي افکار د شاعر پر روان اغېز ښندلی دی، په شعر کې فلسفي تفکر را نغاړنې لوی استادان اشرف مفتون، غني خان ، بهاالدین مجروح ، هاشم بابر، شاه سعود سعود او … بللی شوو.
د دې پېړۍ د شعر په موضوعي بدلون او شاعرانه کولو کې ساینسي پرمختګونو او د تکنالوژۍ اغېز هم لیدلی شوو، دغه اغېز د دې پېړۍ پښتو شعر ته نوې ساه او رنګ ورکړی دی. د شعر پر موضوع او لفظي ښکلا یې اغېز ښندلی دی. ټیلفون، کمپیوټر، مسنجر، برېښلیک، موس او … هغه کلمې دي چې د پښتو شعر په تصویري کولو او موضوع نوی کولو کې یې ونډه اغېزناکه ده. د دې ترڅنګ د اوسنۍ ټکنالوژۍ له لارې اوږده مزلونه لنډ، د ژوند سهولتونه زیات، د ماشین له لارې د چارو تر سره کول، په اسبابو و وسایلو کې نوې بڼه او نوې لارې موندل، هغه څه دي چې پر شاعرانه ذهنیت یې هم اغېز ښندلی دی. د کاروان شعر دی چې دغه برخه په شاعرانه انځورونو کې وړاندې کوي.
ډيلېټ
په تليفون کې چې د A جدول راوړومه
نو ستا نامه په کې اول راوځي
سترګو ته دوه څاڅکي د اوښکو راځي
له زړه مې سل چينې د ګل راوځي
د تليفون تڼۍ مې کېکاږله
زما اواز تر تا در ورسيدو
تا يې پر ستوني باندې پښه کېښوده
زما په زړه کې دې تېره ماته ښيښه کېښوده
ما درته څومره سلامونه وکړل
خو تا يوځلې هم عليک ونه وې
په مرحبا مرحبا ستړی شومه
جانانه تا راته لبيک و نه وې
په تليفون کې مې چارج ختم کرېډېټ تمام شو
لکه شاهين پنجو کې وړی کوتر
سور مې د زړه په وينو سپين سلام شو
د کمپيوټر تر څنګه کېناستمه
په MSN کې مې ONELINE وليدې
نو مې يو سور ګلاب دروليږلو
ما وې چې ته مې ګوندې هم په سره ګلاب وولې
خو تا د سره ګلاب د پاسه چليپا را ښکله
تېره چاړه وه پر مرۍ چې تا زما را ښکله
ما وې په وينو سور يو بل ګلاب در وليږمه
خو ته OFFLINE ښکاريدې BLOCK دې ومه
د EMAIL پاڼه مې راواړوله
ستا راليږلي اېمېلمونه له الف نه تر يا
ما په يوهٔ ستړي نظر ټول وکتل
په کې يو څاڅکی د شبنم نه و خوشبو يې نه وه
جوړ له کاغذ مې دا غاټول وکتل
ټول د درواغو له داغونو ډک وو
له پاڼې پاڼې يې ريا ورېده
نه ترې وږمې د صداقت راوتې
نه ترې نه يو ټکی رڼا ورېده
لکه پېريان چې د غوسې واخلي ماشوم په غېږ کې
ګوډۍ نانځکې او د لوبو شيان
په ديوالونو وولي
داسې مې ستا د اېمېلونو کاغذي ګلونه
له ډېره قهره پاڼې پاڼې ايسته و غورځول
په MSN کې مې ستا نوم DELETE کړ
له تليفون مې ستا نومره وايسته
اوس نو يو دوه کارونه پاتې راته
بری به هغه وخت نصيب وي زما
که مې له خيال نه ستا څېره وايسته
که مې په زړهٔ کې ستا راټول يادونه
د خواږه صبر په اوبو ومينځل
دا څه موده په رياضت يمه بوخت
چې دې له خيال نه او له زړهٔ نه په يو ځای وباسم
بيا به نو زر توبې توبې له مينې
په پاک دربار کې د لوی خدای وباسم
خو نتيجه صفر ده
نه کيږي نه کيږي والله نه کيږي
په زړهٔ مې وورې او په خيال کې مې چکرې وهې
اخر په دې مې امنا کړې ده
په کومه ورځ مې چې په ګور کې کېږدي
د ګور چينجي به راشي
ستا ټول يادونه به DELETE کاندي زما په زړهٔ کې