د نړۍ ۸۳ ژوندیو ژبو ته ژباړل شوی کیمیاګر یو لۀ هغه څو کتابونو دی چې ما تر یو ځل زیات لوستي، فارسي نسخه ( ترجمه: ارشحجازي) مې څلور کاله مخکې، اردو (ترجمه: ډاکټر تصدق حسین) یو کال مخکې لوستي وو، انکلیسي نسخه مې څو هفتې مخکې پای تهورسوله،کیمیاګر د یو ځوان کیسه ده چې سن ټیاګو نومېږي او د هسپانیا پۀ اندولشیا کې ژوند کوي، د دۀ هیله وي چې سفرونه وکړي او دنړۍ ښارونه وګوري، بلاخره دې پایلې ته رسېږي چې کۀ رمه ولري نو د یو شپون پۀ ډول کولای شي چې پۀ نړۍ وګرځي، یوه ورځ پلار تهوایي چې رمه ورته واخلي، پلار یې مخالفت کوي، ورته وایي چې د رمې ګرځول او شپون کیدل خو داسې چندان کار نۀ دی، دا چې مونږخانداني پادریان ( د عیسویانو مذهبي مشر) یوو نو تۀ هم باید پادري شې، پادري کېدل ډېر لوی کار دی نن سبا، سن ټیاګو یې پۀځواب کې وایي چې *” پلاره زۀ نۀ غواړم چې لوی کار وکړم” بلکې غواړم د خپل خوښې کار وکړم او شپون شم، دا چې سن ټیاګو ځوانوي نو پلار یې هڅه کوي چې د انجونو لالچ ورواچوي او ورته وایي چې د هسپانیا انجونې د نړۍ ترټولو ښکلې انجونې دي، د ټولې نړۍخلک د دوی لپاره دلته راځي مګر تۀ لۀ دې ځایه ځې؟
سن ټیاګو یې پۀ ځواب کې وایي *”زۀ غواړم د هغه خلکو د ځایونو انجونې ووینم چې هغوی خپلې انجونې پرېږدي او راځي د هسپانیاانجونو ته“.
بلاخره سن ټیاګو رمه اخلي او سفر پیلوي، دی د تاریفه کلي پۀ لور روانېږي چې هلته یې د یو سوداګر لور خوښه وي، پۀ لار کې پرې شپهشي او یوې ورانې شوې کلیسا ته د شپې تیرولو لپاره پناه یوسي، دلته د چنار د یوې ونې لاندې ویده شي، د شپې خوب ویني چې دمصر د اهرامونو ترڅنګ یو خزانه ښخه ده او دۀ ته اواز کوي چې راشه ما وکینه(وباسه)، سبا د خوبونو تعبیرونکې ښځې ته ورځي او دخپل خوب تعبیر ترې پوښتي، تعبیرونکې ورته پۀ دې شرط د خوب تعبیر بیانوي چې کۀ خزانه پۀ لاس درغله ۱۰% به یې ماته راکوې، سنټیاګو یې ورسره ومني، تعبیرونکې ورته تعبیر داسې بیانوي چې د مصر د اهرامونو ترڅنګ خزانه ښخه ده اوستا پۀ تمه ده، لاړ شه راویېکېنه، سن ټیاګو وایي دا خو هغه څۀ دي چې ما خوب کې ولیدل دې ښځې خو هیڅ نوې خبره ونۀ کړه، د فراډ ګومان پرې کوي او روانېږي،پریشانه پۀ بازار کې کیني چې یو سپیږیری بابا يې څنګ ته راځي او ورته وایي چې زۀ کولای شم چې هغه خوب درته تعبیر او ورته پۀرسېدلو کې درسره مرسته وکړم، سن ټیاګو حیرانېږي او دا بابا هم د همغه ښځې کس ورته ښکاري او پۀ دواړو د جادوګرانو خیال کوي،مګر بابا ورته وایي تۀ چې څۀ فکر کوې هغه خبره نۀ ده، بیا د سن ټیاګو د مور او پلار نومونه پۀ ځمکه لیکي، د خوب د تعبیرولو پۀ بدل دبابا وړاندیز دا وي چې سن ټیاګو به ورته د خپلې رمې لسمه برخه ورکوي، سن ټیاګو ورته وایي، رمه نۀ شم درکولای خو کۀ خزانه لاس تهراغله لس سلنه یې درکوم.
بابا: *”زۀ څنګه تا سره پۀ هغه شتمنۍ معامله وکړم چې تر اوسه ستا ملکیت نۀ دی؟“
سن ټیاګو ژور فکر کې ډوبېږي، بابا خبره اوږدوي او وایي:
” کله چې انسان کم عمره یا ماشوم وي نو د خپلو خوبونو او هیلو پۀ اړه ډېر خوشبین وي، دی لۀ هیڅ هم نۀ ویرېږي او هڅه کوي چېخپلو هیلو او خوبونو ته ورسېږي او بلاخره یوه ورځ ور رسېږي، مګر څومره چې عمر زیاتېږي انسان د منفي فکرونو پۀ نړۍ کې ډوبېږي،دی مخکې لۀ دې چې د یو څۀ د ترلاسه کولو هڅه وکړي فکر کوي چې ناکام به شي، د مسایلو منفي اړخ ته تر مثبت اړخ زیات متوجهکېږي، پۀ همدې خاطر د خپلو هیلو او خوبونو پۀ ترلاسه کولو کې پاتې راځي، *ريښتیا خو دا دي چې کۀ څوک د زړۀ لۀ تله یوې موخې ته درسیدلو هڅه وکړي نو ټول کاینات ورسره دې موخې ته پۀ رسیدو کې مرسته کوي“
پۀ سن ټیاګو د سپین ږیري بابا خبرې ژور اغیز کوي او تیارېږي چې د تعبیر پۀ بدل لسمه برخه رمه ورکړي، دی خپله پاتې رمه پلوري،سپین ږیری بابا سن ټیاګو ته د خزانې لاره ورښيي، او دوه تیږي ورکوي چې دا تيږې به د طبعیت د قوانیو پۀ پوهېدو کې درسره مرستهکوي او کله چې لار ورکوې سهي لار به درښيي.
لۀ دې وروسته سن ټیاګو د خزانې د ترلاسه کولو پۀ سفر وځي او د یوې کښتۍ پۀ وسیله د افریقا د موراکو تنجیر ښار ته رسېږي، دلته پرېد غلو یوه ډله برابرېږي او هر څۀ ترې اخلي، سن ټیاکو سخت ناهیلی کېږي، لکه هر څۀ چې ختم شوې وي، لکه نور چې یې هیلو تهرسېدل ممکن نۀ وي، ځان ملامتوي، کاش چې رمه مې نۀ خرڅولای، خوشاله ژوند به مې و، کاش موراکو ته نۀ راتلم…
بلاخره بیرته خپله اراده قوي کوي او موراکو کې د کرستلونو د یو سوداګر سره پۀ دوه وخته ډوډۍ او د شپې د خوب لپاره د ځای پۀ درلودلومزدور کېږي، کله چې سوداګر د سن ټیاګو کار او صداقت ویني نو یو څۀ پیسې هم ورکوي چې سن ټیاګو دا پیسې ځان سره ساتي،شپږ میاشتې چې کافي پیسې ورسره ټولې شي د سوداګر نه رخصت اخلي او مصر ته تلونکې یوې قافلې سره یو ځای کېږي، قافله کې دیو انګریز سره اشنا کېږي، هغه ورته وایي زۀ د یو کیمیاګر پۀ لټه یم چې عمر یې دوه نیم سوه کاله دی او کولای شي چې د کیمیاګرۍ پۀوسیله اوسپنه پۀ سرۀ زر بدله کړي، سن ټیاګو د دغه خبرې پۀ اوریدو حیرانېږي او دواړه د کیمیاګر پۀ لټه د هغۀ کلي ته رسېږي، سنټیاګو دلته د فاطمه پۀ نوم یوې انجلۍ سره اشنا کېږي او مئینيږي پرې، انګریز او سن ټیاګو بلاخره پۀ دې وتوانېږي چې کیمیاګر پیداکړي، کیمیاګر لۀ انګریزه پوښتنه کوي چې څومره وخت کېږي چې ما پسې ګرځې؟ انګریز: شاوخوا څو میاشتې وشوې.
کیمیاګر: ایا خپله دې کله هڅه کړې چې اوسپنه پۀ سرۀ زر بدله کړې؟
انګریز: نه.
کیمیاګر: لاړ شه اول خپله هڅه وکړه وبه ګورې چې خپله هم کولای شې چې اوسپنه پۀ سرۀ زر بدله کړې.
پۀ دې وخت کې سن ټیاګو د طبعیت د قوانینو څۀ نا څۀ پوهه ترلاسه کړې وي، دوه تیږي چې هسپانیا کې بابا ورکړې وې هغه هم ورسره دطبعیت د قوانینو پۀ پوهېدو کې مرسته کوي، یو سهار متوجه کېږي چې دوه بازان پۀ هوا کې پۀ جنګ دي، د ښار مشر ته ځي او ورته وایيچې ستاسې پۀ ښار حمله کیدونکې ده، مشر خپل فوځ ته د تیار سئ امر کوي خو سن ټیاګو ته وایي چې کۀ خبره دې ريښتیا نۀ وه نو زماد فوج د لاسه به مرې، د سن ټیاګو خبره ریښتیا کېږي او دوی جنګ وګټي، د ښار مشر ټیاګو ته سرۀ زر انعام کې ورکوي او د خپلمشاور پۀ توګه یې مقرروي، اوس سن ټیاکو سره دنده، سرۀ زر او فاطمه وي، زړۀ یې نۀ غواړي چې خزانې پسې لاړ شي، ځکه چې د یوارام ژوند څښتن شوی وي، کله چې فاطمې سره موضوع شریکوي نو هغه یې مخالفت کوي او ورته وایي، مونږ د صحرا میرمنې یوو او پۀانتظار کولو کې تکړه یوو، زۀ به ستا انتظار کوم، تۀ دې هغه خوب پسې لاړ شه چې زرګونه کیلو مټره لار دې د هغۀ لپاره وهلې.
سن ټیاګو د کیمیاګر سره هم خپله د خوب موضوع شریکوي او دواړه خزانې پسې روانېږي، دوی پۀ لار کې پۀ یو کلي کې د جاسوسۍ پۀتور نیول کېږي، د ځای مشر یې د وژلو امر کوي، مګر دې وخت کې کیمیاګر وایي چې دا هلک( سن ټیاګو) چې تاسې یې وژل غواړئ لویجادوګر دی، دی کۀ وغواړي لوی توپان راوستلای شي، مشر دوی ته درې ورځې وخت ورکوي او وایي چې کۀ درې ورځو کې مو توپاننندارې ته وړاندې کړ نو سهي ده ګنې مرګ مو سزا ده.
د وتلو نه وروسته سن ټیاګو حیران وي او کیمیاګر پۀ دې کار ملامتوي چې ولې یې دروغ وویل؟ کیمیاګر ورته وایي مونږ وکولای شول چېپۀ دې بهانې درې ورځې وخت ترلاسه کړو، تۀ یو پټ استعداد لرې چې یوازې تۀ پرې پوهېږې، ځان د کایناتو یو برخه وګڼه او هڅه وکړهچې توپان راولې، *”کله چې د زړۀ لۀ تله یوې موخې ته د رسیدلو هڅه کوې نو ټول کاینات درسره دې موخې ته د رسیدو لپاره مرسته کوي” ، سن ټیاکو صحرا ته ځي پۀ یوه غونډۍ ودرېږي او ځان د کایناتو یوه برخه ګڼي، بلاخره توانېږي چې یو لوی توپان راولي، دوی دواړه لۀدې ځایه خوشې کېږي، پۀ لاره کې کیمیاګر یوه اندازه مس پۀ سرۀ زرو بدلوي، سن ټیاګو ته یې ورکوي، او خپله ترې لاره بیلوي، سن ټیاګووروسته د مصر اهرامونو ته روانېږي، کله چې ورسېږي، دستي د کندې پۀ کیندلو لګیا کېږي، دلته بیا غلۀ راځي او څۀ چې ورسره وي ترېیې اخلي، غلۀ سن ټیاګو ته وهل ورکوي او وروسته ترې پوښتنه کوي چې دلته د څۀ لپاره کنده اوباسې، ایا څۀ دې پټ کړي دي؟
سن ټیاګو پۀ ځواب کې وایي ما خوب لیدلی چې دلته خزانه ده، د هسپانیا نه پۀ همدې خاطر راغلی یم.
د غلو مشر پۀ ملنډو ورته وایي، واوره لیونیه، ما خوب لیدلی چې د هسپانیا پۀ تاریفه کلي کې یو کلیسا کې یو چنار ولاړ دی، د هغۀ لاندېخزانه دفن ده، نو ایا زۀ ورشم ورپسې؟ کۀ تا کې هم عقل وي نو دې خوبونو پسې ګرځېدل پرېږده او ځه بیرته هسپانیا ته، غلۀ پۀ سن ټیاکود لیوني کومان کوي او ترې ځي، خو د سن ټیاګو فکر د طبعیت پۀ قوانینو ښۀ رسیدلی وي، دی پوه شوی وي چې د دې خوب او دومرهسفر موخه د دۀ بدلول وو پۀ یو قیمتي انسان، لکه کیمیاګر چې خام مواد پۀ پخو موادو بدلوي، طبعیت پۀ سن ټیاګو کیمیاګري وکړه، خزانهد همغه چنار لاندې وه چې دی ورلاندې کلیسا کې ویدۀ شوی و او خوب یې لیدلی و، خو د دې خزانې وړ سن ټیاکو نه بلکې د سن ټیاګو یوقیمتي او پوخ ورژن و نو ځکه يې دومره ستونزې وزغملې، اخره کې دی راځي د چنار د لاندې نه خزانه اوباسي او بیرته د فاطمې څنګ تهځي او هلته پاتې عمر تیروي.
پینځۀ درسونه چې کیمیاګر کتاب یې رازده کوي:
۱: هر انسان باید یو نا یو هدف ولري، هر څوک باید خپل دروني استعداد کشف کړي او د هغۀ لۀ مخې دې خپل هدف وټاکي، بیا دې یېد ترلاسه کولو لپاره لاس پۀ کار شي.
۲: هدف ته د رسیدو پۀ لار کې ډېرې ستونزې باید یا شاید ووینو، دې وخت کې باید زغم ولرو.
۳: هوسا ژوند مو باید لۀ خپل هدفه راونۀ ګرځوي، لکه سن ټیاګو چې مشاور کېږي، سرۀ زر تر لاسه کوي مګر بیا هم خزانې پسې ځي.