د ولاء او براء هدف څه شی دی؟ / احمد طارق خلیلي

د ولاء او براء په اړه به د شیخ ابن عثیمین او شیخ ابن باز رحمه الله له اقوالو څخه ولولو.

د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره له هر هغه شي/څیز څخه کرکه/نفرت کول  چې الله جل جلاله له هغه څیز یا کار څخه د کرکې اعلان/برأة کړی دی.

الله تعالی فرمایي: {قَدْ کَانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْرَاهِیمَ وَالَّذِینَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْکُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ کَفَرْنَا بِکُمْ وَبَدَا بَیْنَنَا وَبَیْنَکُمُ الْعَدَاوَهُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا}

ابراهیم علیه السلام او هغه کسان چې پر ده یې ایمان راوړی دی ستاسو لپاره ښه نمونه ده، پر دې پوهېدل چې دوي خپل قوم ته وویل: موږ له تاسو څخه یو موږ له تاسو هغه او شیانو/څېزونو څخه کرکه/نفرت کوو چې تاسو یې له الله تعالی څخه پرته د هغه عبادت کوئ. نو زموږ او ستاسو تر منځ کینه، دښمني او کرکه را پورته شوه. {سورة ممتحنه/٤}

له مشرکانو سره باید داسې چلند وکړو.

الله تعالی فرمایي: {وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَی النَّاسِ یَوْمَ الْحَجِّ الأکْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِیءٌ مِنَ الْمُشْرِکِینَ وَرَسُولُهُ}

(دا د حج اکبر په ورځ ټولو خلکو ته د الله او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا اعلان دی چې الله او د هغه رسول له مشرکانو څخه کرکه/نفرت کوي.) {سورة توبه/٣}

نو پر هر مؤمن واجب ده چې له ټولو مشرکانو او کفارو څخه کرکه وکړي. په هر مسلمان واجب ده چې له هر هغه کفار څخه لرې اوسي چې الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ور څخه بېزاره وي، که څه هم هغه کفر نه وي. د مثال په توګه د هغه له فسق او سرکشۍ څخه هم باید بېزاره وي.

الله تعالی فرمایي: {وَلَکِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَیْکُمُ الإیمَانَ وَزَیَّنَهُ فِی قُلُوبِکُمْ وَکَرَّهَ إِلَیْکُمُ الْکُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْیَانَ أُولَئِکَ هُمُ الرَّاشِدُونَ}.

(خو الله تعالی ستا په سترګو کې ایمان ښکلی/ښایسته کړی او په زړونو کې یې در ښایسته کړی؛ کفر او نافرماني یې ستا په سترګو کې بدرنګه او کرکه ګرځولې ده او یوازې دوي په سمه لار روان دي.) {سورة حجرات/٧}

کله چې مؤمن ایمان ولري او بیا هم په ګناهونو اخته وي، نو موږ ورسره د هغه د ایمان له امله/وجهې مینه کوو موږ د هغه په ګناهونو موږ نه یو خوشاله. د مثال په توګه، موږ او تاسو تریخ خوند لرونکي درمل/دوا نه خوښوو، خو بیا یې هم د خپلې د روغتیا په خاطر تغه تریخ درمل/دوا خورو/څکو. ځینې خلک د کافر په پرتله له ګناهکار مؤمن څخه ډېر نفرت کوو، چې دا واقعن د حیرانتیا خبره ده. کافر د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مؤمنانو دښمن دی. او دا پر موږ واجب ده چې له هغوي سره په خپل زړه کې کرکه/نفرت وکړو/ولرو.

الله تعالی فرمایي:{یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّکُمْ أَوْلِیَاءَ تُلْقُونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ}

(اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى، زما او خپل دښمن سره مينه مه كوئ او مه له هغوي سره د مينې اظهار کوئ.){سورة ممتحنه/١}

الله تعالی فرمایي: {یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْیَهُودَ وَالنَّصَارَی أَوْلِیَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِیَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ یَتَوَلَّهُمْ مِنْکُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمِینَ (۵۱)فَتَرَی الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ یُسَارِعُونَ فِیهِمْ یَقُولُونَ نَخْشَی أَنْ تُصِیبَنَا دَائِرَهٌ فَعَسَی اللَّهُ أَنْ یَأْتِیَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَیُصْبِحُوا عَلَی مَا أَسَرُّوا فِی أَنْفُسِهِمْ نَادِمِینَ (۵۲)}

اې مؤمنانو! یهود او نصارا خپل ملګري مه نیسئ. دوی د یو بل ملګري او ملاتړي دي، او په تاسو کې چې څوک دوي ملګري وګڼي، له دوي څخه دي او بېشکه الله جل جلاله ظالمانو ته هدایت نه کوي(٥١). مګر تاسو وینئ چې د زړه ناروغان د دوي دوستۍ/ملګرتیا ته بیړه کوي او وايي: موږ ویره/ډار لرو چې زموږ سره به څه بد پېښ شي [او موږ به د دوی مرستې ته اړتیا/ضرورت ولرو]. خو کېدای شي چې الله تعالی د خپل طرف څخه فتح یا بله پېښه [د مسلمانانو لپاره] راوړي او دا ډله به په هغه څه پښېمانه شي چې دوي په زړونو کې پټ کړي وو) {سورة المائده/٥١،٥٢}

کافران به هېڅکله له تاسو څخه راضي نه شي؛ پرته له دې چې تاسو د دوي د دین پیروي وکړئ او خپل دین وپلورئ.

الله تعالی فرمایي: {وَلَنْ تَرْضَی عَنْکَ الْیَهُودُ وَلا النَّصَارَی حَتَّی تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ}

(یهود او نصارا به له تا څخه راضي نشي تر څو چې ته د دوي د دین پیروي ونه کړي) {سورة البقره/١٢٠}

خدای تعالی فرمایي: {وَدَّ کَثِیرٌ مِنْ أَهْلِ الْکِتَابِ لَوْ یَرُدُّونَکُمْ مِنْ بَعْدِ إِیمَانِکُمْ کُفَّارًا حَسَدًا}

(ډېر اهل کتاب(یهود و نصارا ) دا خوښوي چې له ایمان نه وروسته دې کفر ته راوګرځوي).{سورة البقره/١٠٩}

په دې حکم کې د کفر ټول ډولونه شامل دي، په شمول د انکار، کفر، شرک او الحاد. موږ له ټولو حرامو اعمالو څخه کرکه/نفرت لرو او دا زموږ لپاره روا/جائز نه ده چې حرام کارونه د ځان لپاره جائز/روا کړو بکلې موږ مسلمانانو سره دا نه ښایي چې حرام کارونه ترسره کړو او موږ ته دا هم نه ده جائز چې د ظاهرا ګناهکار مؤمن څخه نفرت کړو. چون موږ له هغه سره د دین رابطه او مینه لرو.

شیخ ابن عثیمین د حرم مکي د فتاوي د درسونو مجموعه (۳/۳۵۷، ۳۵).

د ولاء معنا دا ده هغه کارونه او څېزونه/شیان چې الله تعالی ته خوښ او نږدي دي نو موږ مؤمنان به له همغه کارونو او شیانو/څېزونو سره مينه او د هغوی ملاتړ کوو. همدې ته ولاء ویل کېږي.

د براء معنا دا ده هغه کارونه چې خدای تعالی ته ناخوښ/نفرت کوي نو پر موږ مؤمنانو فرض ده چې له همغه شیانو/څېزونو او کارونو څخه نفرت/کرکه وکړو لکه کفارو سره بغض، له هغوي سره دښمني، او د هغوي له دين څخه کرکه/نفرت کول غوره دي. همدې ته براء ویل کېږي.

له همدې امله الله سبحانه وتعالی فرمايي:

قَدْ کَانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْرَاهِیمَ وَالَّذِینَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْکُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ کَفَرْنَا بِکُمْ وَبَدَا بَیْنَنَا وَبَیْنَکُمُ الْعَدَاوَهُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّی تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ} {ممتحنه/۴}

(ابراهیم علیه السلام او هغه کسان چې د ابراهیم علیه السلام پیروان دي ستاسو لپاره ښه نمونه ده، او په دې پوهېدل چې کله ابراهیم علیه السلام خپل قوم ته وویل: موږ له تاسو او هغه څه څخه نفرت کوو چې تاسو یې له الله تعالی پرته عبادت کوئ، زموږ او ستاسو ترمنځ د ابدي دښمنۍ اعلان دی چې تر څو تاسو په الله تعالی چې یو دی ایمان راوړئ…)

له دوي سره د کرکې او دښمنۍ معنا دا نه ده چې پر دوي دې ظلم او د هغوي حقونه دې تر پښو لاندې کړئ/شي، بلکې دا به تر هغه وخته پورې وي چې دوي له موږ/مؤمنانو سره جګړه کوي، بلکې په زړه کې له هغوی سره د کرکې او دښمنۍ معنا دا ده چې له کافرانو سره په زړه کې بغض ولرې. کفار زموږ دوستان نه شي کېدای او نه به شي، هغه کفار چې په جګړه کې برخه نه اخلي او مسلمانانو ته یې تاوان نه رسېږي دوي باید ونه ځورول شي، او نه به ځورول کېږي. کله چې دوي(غیر مسلمانو) تاسو ته سلام وکړي نو هغوي ته د سلام په ځواب لکه څنګه چې په حدیث مبارک کې راغلي دي “وعلیکم” ووایو؛ دوي ته باید نصیحت او د نیکۍ لارښوونه وکړو.

الله تعالی فرمایي:{وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْکِتَابِ إِلا بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ إِلا الَّذِینَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ}

(له اهل كتابو (یهود و نصارا) سره بحث مه كوئ مګر په ښې طريقې سره، پرته له هغو كسانو څخه چې ظلم كوي…) {سورة العنکبوت/٤٦}

اهل کتاب یهود او نصارا دي او همدا رنګه کفار چې تړون او خپلو ژمنو ته وفادار وي خو څوک چې له دوي څخه ظلم/تېری وکړي نو د هغه ظلم سزا به ورکړل شي. سربېره پردې، د مؤمن لپاره دا جواز لري چې له غیرمسلمانو سره په غوره طریقه بحث/خبرې وکړي، پرته له دې چې د پورتني آیت له امله/وجهې هغه هم باید د الله تعالی د رضا لپاره له دوي څخه کرکه/نفرت وشي.

الله تعالی فرمایي: {ادْعُ إِلَی سَبِیلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَهِ وَالْمَوْعِظَهِ الْحَسَنَهِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ}

(د خپل رب لارې ته په خپل حکمت او ښه نصیحت/خبرو سره بلنه ورکړه او له هغوي سره په ښه طریقه بحث وکړه..) {سورة النحل/١٢٥}

نو له دوي سره باید ظلم او تېری ونه شي، بلکې له هغوي سره کینه او دښمني باید یوازې او یوازې د الله تعالی د رضا لپاره وي. د مسلمان لپاره دا روا/جائز ده چې دوي (غیر مسلمانو) ته دعا وکړې او د دين په اړه ورته مالومات ورکړې او د حق د لارې لارښوونه ورته وکړې، ان شاءالله امید دی چې الله تعالی به د دې وسيلې له لارې دوي(غیر مسلمانو) ته د سمې لارې لارښوونه وکړي. غیرمسلمانو ته خیرات ورکول او له هغوي سره نیکي کول هېڅ حرج نه لري. ځکه

الله تعالی فرمایي: {لا یَنْهَاکُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِینَ لَمْ یُقَاتِلُوکُمْ فِی الدِّینِ وَلَمْ یُخْرِجُوکُمْ مِنْ دِیَارِکُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَیْهِمْ إِنَّ اللَّهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِینَ} {سورة الممتحنه/٨}

الله تعالی مو له نېکو کارونو څخه نه منع کوي او هغه چا ته بښنه نه کوي چې له تاسو سره یې د دین پر سر جګړه نه ده کړې او تاسو یې له خپلو ښارونو او ځمکو څخه نه یئ ویستلي الله پرهیزګاران خوښوي)

په صحیحینو(بخاري او مسلم شریف) کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اسماء د ابوبکر رضي الله عنه لور ته وویل چې له خپلې مور سره ښه سلوک/رویه او راشه درشه کوه که څه هم مور دې غیر مسلمه (کافره) ده. دا پېښه د حدیبې د سولې پر وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مکې د خلکو ترمنځ شوې وه.

بخاري (٣١٨٣) او مسلم (١٠٠٣)

الشیخ ابن باز د مختلفو فتواوو او مقالو ټولګه (۵/ ۲۴۶، ۲۴۷).

Scroll to Top