زمونږ د هیواد ډيرۍ خلک په معدې ګوليو او کپسولونو خوړلو بیخي روږدي دي. ټول کال هر ورځ د معدې ګوليو څخه خوري، په ګټه يېدومره پوهيږي چې معدی تيزابيت ، درد او ګازات ښه کوي خو په زیان يې نه دي خبر.
هغه خلک چې د معدې تېزابیت ضد درملو (PPI ) Proton pump inhibitors گروپ څخه کوم کې Omeprazol, Esomeprazole.. درمل شامل دي، اوږدمهاله استفاده کوي، بدن کې لاندې مهمو زیانونو سبب ګرځیدای شي:
۱– بدن کې د کلسیم جذب مداخلې له کبله د هډوکو کمزورۍ سبب کېږي (نوموړي اشخاص زياتره د هډوکو دردونو څخه ګیلې کوي) حتادوې کې د هډوکو ماتيدو احتمال شته.
۲– د اوسپنې او ويټامين بی۱۲ جذب مخه نېسي د کم خونۍ لامل ګرځي؛ داسي اشخاص بی اشتهايي ، سرچرخوالي، ستړتيا، بدنسستوالي، خفګان، بندونو درد ، د خولې پخوالي څخه زيات ګيله من وي او رنګ يې خاسف برېښي .
۳– په مختلفو مکروبونو اخته کيدای شي خصوصاً سينه بغل احتمال سلنه پکې لوړه ده او همدارنګه زاړه اشخاص شايد په (SBP) آختهشي کوم کې چې د ګيډي پريتوان په مکروب ککړيږي او یو وخیم حالت دی حتی د مرګ سبب ګرځیدای شي.
۴– همدارنګه دغو درملو اوږد مهاله استعمال د روحيې ناراميو او جنسي ستونزو سبب ګرځي.