ډېری خلک مې ولیدل د سکون ترلاسه کولو لپاره یې کلونه کلونه مزل کوي، میلیونونه پیسې مصرف کوي او ددې ترڅنګ ډول ډول لارېټاکي تر څو زړه ته سکون او ډاډګېرنه ترلاسه کړي، خو تر اوسه یو هم په دې نه دي بریالي شوی تر څو هغه سکون او ډاډ خپل زړه تهراوړي، کوم چې هر انسان ته په ژوند کې اړین دی
د زړه سکون ترلاسه کولو لس غوره لارې:
۱– د الله ذکر او یاد: په ژوند کې د زړه او رېښتیني سکون لپاره يواځينۍ لاره د الله ﷻ ياد او ذکر دى؛ نېکبخته دي هغه کسان چې تل يېژبه او زړه د الله ﷻ په ذکر سره تازه وي.
۲– په ژوند کې د خوښۍ او خوښ ساتلو معیارونه ټاکل: هر انسان ته پکار ده، تر څو د خپل ژوند د نېکمرغۍ او خپل ځان خوښ ساتلولپاره ځانګړي معیارونه وټاکي، دلته د معیارونو معنی د شخصي ژوند لپاره یوه ځانګړې اجنډا جوړول، په ورځني ژوند کې د وخت تقسیماو منظم پلان درلودل دي.
۳–د زړه سکون په پیسو ،شتمنۍ او شهرت کې نه دئ: ډېری کسان د زړه سکون په شتمنۍ او پیسو کې لټوي، د ژوند موخې او خپلاندونه په شتمنۍ پورې تړي، خو کله چې شتمنۍ او شهرت ته رسیږي دا هر څه ترلاسه کوي، بیا هم هېڅ سکون نه لري.
۴: له معنوي او روحي یوازیتوب ځان وژغورئ: په ژوند کې بې موخې پاتې کېدل او د اوږدمهاله پلانونو نشتون ددې سبب کیږي چې ډېریوګړي که څه هم د خلکو او ټولنې په منځ کې ژوند کوي؛ مګر تل ځان یواځې احساسوي،دلته د یواځیتوب موخه فیزیکي یواځیتوب نه بلکې،په روحي او معنوي ډول یواځیتوب دی چې په ارامه ارامه انسان خوري او یوه ورځ یې ختموي.
۵– صدقه او خیرات ورکړئ: کوم شته چې په ژوند کې له تاسې سره دي، هغه مصرف کېدونکي دي، نو هر کله چې یو څه لاسته درتللصدقه یې کوئ
۶– زړه له حسد خالي کړئ: ددنیوي ژوند تېرولو لپاره الله ﷻ انسانانو ته ډول ډول وسیلې ور په برخه کړې دي،ځینې وخت همدغه وسیلېاو مادیات د انسانانو په ژوند کې د کینې او حسد سبب ګرځي، په مینه او رېښتینوالي ژوند وکړئ حسد پرېږدئ
۷–شیطان خپل دښمن وګڼئ: شیطان د اللهﷻ او هغه د بندګانو رېښتینی دښمن دئ، شیطان دښمن وګڼئ
۸–خپل نفس کنټرول کړئ: په نفس کنټرول او حاکم کېدل انسان د ژوند له هر ډول بدمرغیو ژغوري، چې تر ټولو مهمې یې د زړه، عقل،وجدان کنټرول او په پوره اېماندرۍ سره په ژوند کې د چارو مخته وړل بلل کیږي.
۹–ددنیا او دارایۍ لپاره ځان مه ذلیلوئ: الله ﷻ فرمایلي دي🙁وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِى الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا [سُوۡرَةُ هُود : 6])
ژباړه: په ځمکه کې هېڅ داسې كوم خوځنده ساكښ نشته، چې د هغه روزي د الله په غاړه نه وي)، نو ځان په هغه څه مشغول کړئ چېد الله تعالی له لوري پر تاسې باندې دي او هغه څه پرېږدئ چې زمونږ له لوري پر الله تعالی باندې دي.
۱۰– په الله توکل وکړئ: هغه څه چې د زړه سکون او انسان خوښي لازیاتوي په الله ﷻ توکل کړل دي ،په الله تعالی توکل کول د مخته تګپه معنی دي.
په ورځني ژوند کې ددې ټکو د عملي کولو وروسته به د زړه سکون او ډاډ حاصل کړئ او په دې به وپوهېږئ چې د زړه سکون او ډاډګېرنهيوازې د خدایﷻ په اطاعت، کامله ديندارۍ، رېښتینوالي، منظم ژوند او پلانونو کې نغښتې ده.