د بریالیو او ځواکمنو خلکو په هکله ډول ډول کتابونه، رسالې او مقالې لیکل شوي او د لیکلو دا لړۍ یې لا هم روانه ده.
ټول هیله لري چې د بریالیو اشخاصو په څیر و اوسي او د هغوی په لاره ګامونه پورته کړي.
هر څوک غواړي چې په راتلونکي کې په یوه بریالي او منلي شخص بدل شي، خو بریالي خلک کومو ځانګړنو دې ځای ته رسولي؟
دلته به د هغو کړنو او خویونو په هکله لنډ معلومات در کړو چي دا هوډمن او بریالي اشخاص یې لرونکي دي.
۱_ بریمن کسان خپل عاید ته په کتو مصرف کوي، بې ځایه لګښتونه نه کوي او تل سپما کوي.
۲_ بریالي خلک هیڅکله هم د چا خبره یا مشوره نه ردوي بلکي فکر پرې کوي او که یې په ګټه وه نو عملي کوي یې.
۳_ بریالي خلک د وخت په ارزښت پوهیږي او بې ځایه یې نه لګوي.
۴_ بریالي خلک په چورلټ ډول غوسه نکوي، ځکه دوی د غوسې له زیانونو خبر دي.
۵_ د خپلو ورځنیو، اونیزو، میاشتنیو…..کارونو لپاره پلان او برنامه لري.
۶_ له منفي خلکو، کارونو، ځایونو او منفي خبرو سره اړیکه نه ساتي.
۷_ په مطالعه روږدي وي او په ورځني پلان کې مطالعې ته خامخا ځای ورکوي.
۸_ د عصري، مروجو او ژوندیو ژبو په زدکولو کې تر بل هر چا هڅانده دي.
۹_ غښتلي او بریالي خلک دوه زړي او بې جرعته نه دي.
۱۰_ خپلې کړنې تل په ځیرکۍ او دقت ترسره کوي.
۱۱_ تل د هغو شیانو په هکله فکر کوي چي مینه ور سره لري.
۱۲_ د نشه یي توکو څخه کرکه لري.
۱۳_ پخپل ځان باور لري.
۱۴_ هیڅکله هم د خپلې لټۍ لپاره بهانه او منطق نه را وړي.
۱۵_ بریالي خلک خپلې تیروتنې مني او د خپلو کړنو مسولیت په غاړه اخلي.
۱۶_ دنن ورځي کار سبا ته نه پریږدي.
۱۷_ له هر چا سره په مسکا او ورین تندي مخ کیږي.
۱۸_خپلي موخې او پلانونه نه هیروي.
۱۹– د یادښت کتابچه لري او عملي کوي یې.
۲۰– کورنۍ ورته لمړیتوب لري او د مور او پلار په خوشحالولو کي هڅاند وي.
۲۱– خبري لیږي کوي خو عمل یې ډیر وي .
۲۲– د خپل هر کار لپاره ضرب الاجل ټاکې.
۲۳– ورزش ته وخت ځانګړی کوي.
۲۴– تل له ځانه پوښتي : ایا هغه کار چي تر سره کوم یې له وخت څخه سمه کار اخستنه ده؟
۲۵– له نورو سره د خبرو پر مهال د هغوی خولې او سترګو ته ځیر وي.
۲۶– بریالي خلک لکه حسابداران دلسو دقیقو حصول ته پام کوي او له هري شیبې ګټه پورته کوي.
۲۷– ټولنیزي رسنۍ د اړتیا په اندازه کاروي.
۲۸– پریکړو ته ژمن وي.
۲۹– تیر پسي نه ګرځي بلکې د اوسمهال په اړه فکر کوي او خپلو کړنو ته متوجه دي.
۳۰– د هرې ماتې نه درس اخلي او د خپلې ماتې لاملونه پیدا کوي.
۳۱– په نازکو حالاتو کې هیڅکله نه وارخطا کیږي.
۳۲– له هر چا سره د لمړۍ لیدني پر مهال هڅه کوي څو د هغه نوم زدکړي.
۳۳– هیڅکله نه ناهیلي کیږي.بیا بیا هڅه کوي او
خپل راتلونکي ته خورا هیله من وي.
۳۴– د هر کار څخه وړاندي ښه فکر کوي.
۳۵– خپله ملامتیا په بل چا نه اچوي.
۳۶– له ماتي نه ویریږي.
۳۷– کار نیمګړی نه پریږدي.
۳۸– هیڅکله دروغ نه وایي.
۳۹– قران لوستل او نور عبادات ورته تر هرڅه ډیر ارزښت لري.