بې روزګارۍ د اقتصاد د علم یوه مهمې موضوع په توګه د اقتصاد پوهانو مخ ځانته اړولی چې ډېریؤ ئې پرې خپل نظریات ورکړي.
د هغې لاملونه او اغیزې يې واضح کړي او مختلفې حل لارې يې ورته لټولي دي.
په ساده توګه د نړۍ ډېر عام وګړي له دې نوم سره اشناه دي او د عواقبو په اړه ئې معلومات لري.
دا ځکه چې بې روزګاري او هغې اغیز په هیوادونو او سیمو کې تجربه کیږي او د یوې خطرناکې ستونزې په توګه له ځان سره نورې ټولنیزې ستونزې هم پرمخ راوړي چې په عینې حال کې يې خلک تجربه کوي.
ځینې وخت اکثره ځینې پوهان یا عام وګړي په ټولنیزو رسنیو، اکاډمیکو چاپیریالونو او عامه ځایونو کې د بې کارۍ او بې روزګارۍ مفهوم په یو ډول وړاندې کوي چې بې کارۍ ته بې روزګاري او بې روزګارۍ ته بې کاري وایي.
په اصل کې د بې روزګارۍ او بې کارۍ لفظونو ته که وګورو یوه اندازه توپیر تر سترګو کې چې په ساده ډول جلا جلا مفهوم ورکوي.
استاذ دکتور حمدالله نظامي یوه ورځ د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد په څانګه کې د تدریس په مهال دې لفظونو ته په اشارې وویل، چې دا دواړه الفاظ کاملاً یوه معنی نه ورکوي او همدارنګه زیاته يې کړه چې بې کاري او بې روزګاري دواړه جلا مفاهیم دي.
په هر صورت، د هغه په نیت بې کاري د یو شي د کاره لوېدل دي.
لکه په فردي توګه یو څوک چاته ووايي چې پلانی بې کاره دی!
یا یو بل ته وايي ته هم بې کاره يې!؟
دا خو ددې معنی ورکوي چې ته له کار لویدلی يې، له منځه تللی يې!
ولې بې روزګاري د ورځینې ژوند په جریان کې د کارکوونکو د ټولو ځانګړتیاوو سره، سره د عایداتي سرچینو د کمښت او نشتون په معنی ده چې که چیرته یو څوک د کار کولو توان ولري، او ورته پیدا نشي، دا بې روزګاري ده.
په لنډه توګه ویلی شو چې د کاروبار نشتون د بې رزوګارۍ په معنی دی.
دا طبعي خبره ده چې په پرمختللو هیوادونو کې هم یوه اندازه د کار قوه بې روزګاره وي. یعنې په مطلقه توګه په یو هیواد کې بې روزګاري نشي ورکیدای خو تر ممکنه حده راټېټېدای شي چې دا د یو هیواد په مختلفو اقتصادي او غیرې اقتصادي لاملونو پورې تړلې مسئله ده.
(د اقتصادي او غيرې اقتصادي عواملو یادونه ځکه ضرور ده چې د بې روزګارۍ په زیاتوالي او کموالي کې ډېر زیات اغیز لري او همدارنګه د مسئلې په ساده والي کې هم، مرسته کولای شي.
1- اقتصادي لاملونه:
لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه چې بې روزګاري د اقتصاد موضوع ده او د اقتصاد د علم پورې تړلې ستونزې په توګه اقتصاد پوهانو د مختلفو خواوو له مخې څېړلې؛ په ډېرې اسانۍ سره پوهیدلي چې د بې روزګارۍ عوامل تر ډېره اقتصادي دي چې له هغې جملې د د پانګې نشتون، انفلاسیون… یادونه کولای شو.
که چیرته د بې روزګارۍ لامل اقتصادي وي، د اقتصادي چارو خواوې مکلفې دي چې ددې ستونزې د ختمېدو لپاره په غوره اقتصادي پالیسو تمرکز وکړي او څومره چې زر کیدای شي د هیواد په داخل یا په یوه ټولنه کې تر ممکنه حده د بې روزګارۍ کچه راټيټه کړي.
2-غیرې اقتصادي لاملونه
دا لاملونه لکه د اقتصادي عواملو په شان د بې روزګارۍ په زیاتوالي او کموالي کې ونډه لري چې په ساده ډول ټولنیز او غیرې ټولنیز لاملونه ګڼل کیدای شي.
لکه سیاسي لاملونه، ناپوهي، د چاپيریال ستونزې…
د بې روزګارۍ تر شاه لامل که وکتل شي، حل لاره يې ترې ایستل کیږي او تر ممکنه حده د بې روزګارۍ په کمیدو کې مرسته کوي.
مثلاً زموږ د ګران هیواد افغانستان فعلي وضعیت ښايي چې وګړي يې د روزګار نشتون خو څه کی له شته وو هم ناراضه دي.
که ددې تر شاه پراته دلايل وکتل شي د نورو ټولنيزو ستونزو په څير د هيواد په داخل کې د کافي اندازه پانګې نشتون هم يو لوي لامل دی چې بې روزګاري تشويقوي.
دا ځکه چې څومره په يو هيواد کې د پانګې نشتون حس کيږي، په هماغه اندازه د پانګونې او استخدام په برخه کې کمی لیدل کیږي چې دا د بې روزګارۍ د زیاتیدو لامل ګرځي.
کله چې پانګه نه وي، پانګونه نه وي او چې پانګونه ونشي استخدام او کاروبار به له کومه راشي؟؟
په دې خاطر د هیواد په داخل کې د کاروبار او روزګار د زیاتوالي لپاره تر ټولو مهم د پانګې شتون دی، تر څو په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وشي او د استخدام په برخه کې زیاتوالی رامنځ ته کړي.
لکه څرنګه چې ټولنیز مسایل سره تړلي؛ د بې وزګارۍ تر شاه یو پورتنی اقتصادي دلیل د یو بل ټولنیز دلیل تر اغیز لاندې دی.
معنی دا چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ تر شاه که څه هم لوي لامل پانګه او د هغې نشتون دی، ولې تر دې وړاندي لوي خنډ یو بل ټولنیز حالات دی چې د داخلي او خارجي مشروعیت په نامه په نړیوالو ټولنو کې یادیږي. ددې خبرې د ثبوت لپاره چې بې روزګاري د نورو ټولنیزو ستونزو د اغیز لاندې نه ده، موږ فعلي وضیت وړاندې کولای شو او همدارنکه د اقتصاد او نورو ټولنیزو علومو د اړیکو په ژوروالي مو هم پوهولای شي.
ددې خبرې هدف دا دی چې که چیرته د هیواد په داخل کې له طبعي او غیرې طبعي منابعو څخه ترلاسه شوې پانګه بسنه ونکړي، مخ پر ودې هیواد(افغانستان) مجبور دی چې له پرمختللو هیوادونو، موسسو او نړیوالو بنسټونو څخه په مختلفو طریقو د پانګې او پانګې اچونې غوښتنه وکړي تر څو د عامه اقتصاد له پالیسو سره سم د بې روزګارۍ په کمولو کې تر ګټه واخلي.
په دې جریان کې نړیوال بنسټونه، پرمختللي هیوادونه او پانګوال د پانګې د ورکولو او پانګې اچونې څخه مخکې یو لړ غوښتنې او شرایط لري چې بدبختانه افغاستان يې په چمتو کولو کې تر اوسه نه دی بریالی شوی او تر څو چې د هیواد په داخل د پانګې اچونې لپاره شرایط برابر نکړي هیڅ بنسټ، هیواد او پانګوال دې ته زړه نه ښه کوي چې د هیواد په داخل کې پانګه اچونه وکړي تر څو شته ستونزو ته د پايې ټکی کیږدي.
د پانګې او پانګې اچونې لپاره د عامه اقتصاد د ارګانونو دنده دا ده چې د هیواد په داخل کې د بهرنۍ او داخلي پانګې د جذب او سرمایه ګذارۍ لپاره ټول هغه شریط برابر کړي چې اړتیا ورته لیدل کیږي.
مثلاً: د امنیت تامین، داخلي او بیروني مشروعیت، د پانګې او پانګې اچونې څخه د ناوړه استفادې مخنیوی.
دا او دې ورته نور مسؤلیتونه چې اکثره د حکومتونو د اقتصادي ارګان یوه برخه ده، په سمه توګه ادا شي تر ممکنه حده کولای شي چې د هیواد په داخل کې پانګه اچونه تشویق کړی او په مرسته يې د بې روزګارۍ مخنیوی وشي.
له دې بحث دا خبره ډېره ښکاره کیږي چې افغانستان له پانګې او پانګې اچونې مخکې یو لړ ټولنیزو اصطلاحاتو ته اړتیا لري تر څو د نورو ستونزو تر څنګ د پانګې نشتون او د بې روزګارۍ تشه هم پرې ډکه کړي.
که چیرته په دې برخه کې مسؤل ارګانونه اړین اقدامات ونکړي، د بې روزګارۍ تر څنګ به نورې ډېرې ټولنیزې ستونزې هم پر مخ راوړي چې پایله به يې خورا خطرناکه وي.
په پایله کې ویلی شو چې که چیرته د یو هیواد په داخل بې روزګاري کمه نشي او یا يې مخنیوی ونشي، پر ټولنه ډېر بد اغیز لري چې له هغې جملې ئې ځوانان، ماشومان او د ټولنې ټول وګړي تر نسلونو نسلونو قرباني کیدای شي.
اکثره یوه اندازه ځوانه طبقه کار ګره قوه د بې روزګارۍ له وجهې د هیواد پرېښودو ته اړ کیږي چې دا د یو هیواد او خصوصاً ځوانانو لپاره هیڅ ښه خبره نه ده.
د ځوانانو لپاره ځکه خطرناکه تمامیږي چې د هیواد پرېښودو په جریان له مرګونو پېښو سره مخ کیږي او ډلې ډلې د ځناورو، سیندونو او سمندرونو خوراک شي.
د هيواد لپاره ئې زيان دا دی چې نوي فکرونه او انرژي د هيواد په بيا رغونه کې نه استفاده کيږي.
یوه طبقه خلک د بې روزګارۍ او غربت له وجهې نشه یي توکو ته مخ اړوي چې په پایله کې په کورنۍ، ځان او ټولنه بوج کیږي.
له دې ورهخوا د ټولنې یوه طبقه خلک د نشه یي توکو کاچاق ته زړه ښه کوي، بله طبقه یې په غلاوو او شوقونو خپل ضرورتونه رفع کوي.
یوه اندازه خلک په دغسې وروسته پاتې ټولنو کې د یو بل رټلو، تختونو او وژلو لاس پورې کوي.
ددې ټولو اغیزو په پایله کې د یو هیواد برخلیک د اخلاقي، سیاسي، علمي او اقتصادي لحاظه د سقوط سره مخ کیږي چې دا پخپله په نړۍ کې د یوې ټولنې او هیواد تاریخ، ارزښتونه او عنعات له منځ وړي چې تردې خطرناک حالات بل نشي کیدای.
حل لاره دا ده چې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره د اقتصاد ارګان خپلې پرېکړې، پلانونه، د هغوي د ګټې او د تاوان له سنجش وروسته د نورو برخو سره شریکې کړي او د یو هیواد په کچه د یوې ستونزې د مخنیوي په خاطر سره په یو میز او یو خبره راغونډ شي او په هغو شرایطو غور وکړي چې څنګه کولای شي په داخل کې د کاروبار او روزګار په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي، تر څو شته ناروین او بحران په فرصت بدل کړي او د یو هیواد د رغونې لپاره ترې استفاده وکړي.