١-انتقاد مه کوئ! چي دا خراب ده، دا کار نه کوي، داسي وشول، هغسي وشول،ما فکر نه وو کړی چي ته به داسي وکړي، انتقاد مه کوئ خلک به ډیره مينه درسره وکړي.
٢-هیڅکله شکایت مه کوئ! چي له ماسره دا وشول، هغه وشول، ماته مو پاملرنه نه ده کړي هیڅکله شکایت مه کوئ!
٣-ژاړۍ مه! له ژړیدونکي سره په دي دنیا کي هیڅوک هم نه جوړیږي مبارزه وکړئ خپل اهداف لاسته راوړئ ژاړي مه ٨٠% خلګ خوښ وي چي تاسو خفه یاست او ٢٠% مو کیسه کي نه دي چي ولي؟
٤-ښیراوي مه کوئ! ته دي برباد شي، کور دي اور واخله، هغسي شي دا ډیر ضعیف عمل دی
٥-چا سره ځان مه مقایسه کوئ! هغه ښکلي ويښته لري زه یې نه لرم، هغه ښکلي ده زه نه یم، هغه موټر لري زه یې نه لرم، هغه پوهه لري زه یې نه لرم هیڅکله ځان مه مقایسه کوئ!
ستا په څیر شخصیت هیڅکله دي نړۍ ته نه راځي کوم
کار چي ته کولای شي هیڅوک یې نشي کولای
کوم وخت چي په مقایسه تیروۍ کار وکړئ خپلو اهدافو ته خپل خوبونه مو ریښتیا کړئ!