هېڅ انسان په بشپړ ډول مثبت یا منفي نه شي کېدلی. دا دواړه عنصره یوه اندازه زموږ په دورون کې شته. د فکر د پراسیس په اساسګټونکي خپلو محدودیتونو ته ماتې ورکوي او په خپلو خوبیو یا قوي نقاطو باندې تمرکز کوي.
په داسې حال کې چې بایلونکي خپلې خوبۍ هم پیژني، خو بیا هم پخپلو محدودیتونو باندې تمرکز کوي.
که چېرې موږ یوه لویه کمزوري اصلاح نه کړو، هغه موږ تل شا ته کشوي او د وخت په تېرېدو سره زموږ ټول قوت ضعیفوي یا مو هم ښه په بشپړ ډول له منځه یوسې.
هغه تېروتنې، چې موږ شاته کشوي یا مو وروسته پاتې کوي:
۱– د نورو په ماتولو سره خپل ځان نه شې جوړلی:
که چېرې تاسو د نورو په ماتولو سره خپل ځان جوړوي؛ نو تاسو به نیم پوخته پاتې شئ. ذره ذره به شئ، دا تنګ نظري ده او تاسو به ځانپخپله تباه کوئ.
ددې لپاره چې په ښار کې تر ټولو دنګه ماڼۍ واوسې؛ نو باید اوږدمهاله فکر وکړئ او اوږد مهاله هڅې په لار واچوئ، څو یو قوي بنسټایجاد کړئ او داسې یو جوړښت رامنځته کړئ، چې اوږدمهاله پاتې شئ.
لهذا، د نورو لاندې کش کول او ځان پورته کول بې دیسپلیني او ځان تبا کول دي.
۲– بېځایه تشویشونه:
تشویش په عینې ډول د دوو غېرې موثرو ورځو سره برابر دی، نن او سبا. زیاتره تشویشونه خیالي وي، یوازې د وهم او ستونزو د پیداکېدو لامل کیږي. او د اندیښنې تر ټولو ستر تاوان دادی، چې ذهن کمزوری کوي، چې ذهن د کمزوری شو، پریکړې د کمزورې کیږې اوبالاخره یو نا خواښ ژوند به ولري.
نو د ذهن بڼ کې مو د بېځایه اندېښنو او تشویشونو ځای مه ورکوئ.
۳– موږ فکر کوو، چې د یو کار توانایې په موږ کې نشته او حتا داسې انګېرو، چې ګواکې هېڅ امکان نه لري.
موږ خیالي خنډونه ایجادوو او هغه کار داسې بولو، چې ګواکې امکان نه لري. په یو مشخص کار باندې نه قادریدل دا معنی نه لري، چېد اجرا وړ نه دی.
هر چا چې تاسو ته ویلې چې دا امکان نه لري، دا په دې مانا، چې هغه به یې هېڅکله ونه شې کولاي، نه تاسو!
۴– د کوچنیو ستونزو لویول:
موږ د کوچنیو مسلو او ستونزو سره خپل ژوند هسې ضایع کوو، نو په داسې شرایطو کې اړتیا ده، چې وړې مسلې پخپل ځای پریږدو اووخت پرې بې ځایه برباد نه کړو.
۵– د ځانې ودې په برخه کې غفلت او بې غوري:
لکه څرنګه چې زموږ بدن هره ورځ خواړو ته ضرورت لري؛ نو ذهن او مغزه مو هم هره ورځ تازه فکرونو ته اړتیا لري.
د ځانې تحکیم او په ځان باندې د سرمایه ګذارۍ نه کولو سره موږ ځان خپله منزوي کوو.
۶– په زور یا جبر ځان په نورو منل:
د زور، جبر او فشار پر بنیاد د خپلو عقایدو او روشونو په نورو منل د یو انسان د تنګ فکري او ځانې خودخواهۍ په مانا ده. چې دظالمانه خویونو په مانا هم راتلای شي.
۷– له خپلو مسوولیتونو تېښته او پر خپلو مسوولیتونو سترګې پټول:
څه مو چې مسوولیت وي ترسره یې کړئ، څنګه چې لازم وي له هغه یې هم څو چنده ښه تر سره کړئ، غېرې مسوولانه چلند بې پروایې ده.
۸– بې ځایه مداخله او په بې ضرورته ډول د نورو په خبرو کې ځان ورښکېلول، د ځان عزت تر پښو لاندې کول دي.
ددې تېروتنو هدف دا دي، چې موږ یو ځل باید خپل ګریوان ته سر ښکته کړو او له هغه زده کړه وکړو او بالاخره یې له منځه یوسو.
دا چې موږ څوک یو او څه د ځان په اړه تصور کولای شو، یوه لویه تشه ده چې باید ډکه شي.
زموږ لپاره په ژوند کې لوی خنډ وهم او ویره ده. اړتیا ده چې له وهم او ویرې را بهر شو او حقیقت منلو ته مخه کړو.