د یو قوم او د پېژندنې لپاره کلتوري چاپېریال یو لوړ ماخذ او ادرس دی کلتوري چاپېریالونه د یوې ټولنې وګړي، د هغوی ذوق، اخلاق، کړه وړه، خوی بوی، ناسته ولاړه او د ژوند شرایط راښیي، کلتوري چاپېریال موږ د یو قوم او ملت له ارزښتونو سره بلدوي، د یوه قوم او ملت کلتوري چاپېریال د هغوی په ولسي ادبیاتو کې را څرګندېږي، د پښتني کلتوري چاپېریال پېژندنه هم د ولسي ادبیاتو په سوچه ادب کې لولو.
د پښتني ولسي ادبیاتو پر ځینو پاړکو پوهېدنه پرته له کلتوري چاپېریاله ناشونې برېښي، د کلتوري چاپېریال په شنلو سره زموږ ذهن د خپلې ټولنې تېرو تجربو ته ځي، ادبیات په تېرو تجربو کې شریکېدل دي، تېرې تجربې د یوه قوم او ملت د ذوق او خلکو پېژندنه ده، نوې تجربې له تېرو تجربو پرته نه شي څرګندېدای.
پښتني کلتوري چاپېریالونه د ولسي ادبیاتو په پاړکو کې مطالعه کولی شو، ددې لپاره چې د یوې ټولنې نسلونه له خپل تېر ژوند او ذوق سره بلد شي؛ پښتني کلتوري چاپېریال وپېژني، نو د ولسي ادبیاتو شنل او څرګندول يې اړین برېښي:
دا بېګانۍ عجیبه شپه وه
د جانان غېږ کې لکه پاڼه رپېدمه
په دې ټپه کې پاڼه رپېدل دا د یوه خاص پښتني کلتوري چاپېریال حالت ښيي، پاڼه رپېدل یو داسې ترکیبي مفهوم دی چې له دوو کلمو څخه رغېدلی دی، پاڼه یو تشبیهي مفهوم دی او رپېدل یې د حالت انځورول دي، کله چې د پاڼې رپېدو حسي انځور ذهن ته راشي نو دلته ادب د هماغې حسي تجربې په څېره کې یو بل حالت انځوروي.
د یوه ولس یا قوم خلک له خپلو حسي تجربو سره بلد دي، حسي تجربې د دوی له ژوند، ذوق او اخلاقو اغېز منې دي، دغه اغېز په همدې لنډۍ کې هم ښه انځورولای شو.
د پاڼې رپېدلو مفهوم څرګندول غواړي، دغه څرګندول له کومې زاویې کېږي؟ پانه رپېدل په اره بڼه نه، بلکې په استعاري بڼه راسپړو.
د پاڼې رپېدلو ترکیب له کوم ځایه او څنګه پيدا شو!؟ له تېرې یا بېګانۍ شپې چې هغه هم یو عجیبه حالت دی او د جانان غېږ کې د معشوقې پرېوتل؛ دلته خبره کوم ځای کې ده!؟ خبره په پښتني کلتوري چاپېریال کې ده، پښتني کلتوري چاپېریال د حیا او شرم دوه ارزښتونه لري، له شرم او حیا څخه د معشوقې رپېدل د پښتني دود و دستور څرګندونه کوي.
دلته شرم و حیا په کوم حالت کې پېښه شوې!؟ هغه حالت چې هلته په ټولنه کې په ښکاره د مینې او عشق پر حالت بندیز دی، معشوقې دلته له پښتني کلتوري چاپېریال دېوالونه نړولي دي، بغاوت یې کړی دی خو ددغې بغاوت سره، سره بیا هم د خپل چاپېرچل وېره او اندېښنه ورسره ده، دغه وېره او اندېښنه دده د کلتوري پښتني چاپېریال هغه حدود او اخلاق دي چې معشوقې ترې سرغړونه کړې ده، وېره او اندېښنه ورسره داده چې دغه سرغړونه د پښتني کلتوري چاپېریال د دود سره سم دده په مرګ تمامېږي، نو دې وېرې او اندېښنې دده وجود په لړزه او رپېدو کې راوستی.
دلته رپېدل له سړو یا یخنۍ نه دي، دلته ربېدل له شرم و حیا او هغه اندېښنه چې ددې په ذهن د پښتني کلتوري چاپېریال له مخې پرته ده، را منځته شوې، نو حیا او شرم هغه دوه توکي دي چې پښتني کلتوري چاپېریال راښیي، حیا او شرم او بیا ترې دا ډول بغاوت هغه اندېښنه هم راپاروي چې انجام یې مرګ دی، نو دلته هغه حسي انځور یا حسي ترکیبونه چې زموږ د ژوند د تجربو له مخې رامنځته شوي او زموږ په ذهن کې ناست دي، دغه حالت کټ مټ ښکاره حالت نه څرګندوي، بلکې په هغې حسي تجربه کې چې هغه د پاڼو رپېدل دي، خپل بغاوت، جنسي حالت او د پښتني کلتوري چاپېریال حدودو نه وتل ښیي، دغه وتل بغاوت او دده په ذهن کې وېره او اندېښنه ده، نو بېګانۍ شپه د جانان غېږ کې لکه د پاڼې رپېدل د پښتني کلتوري چاپېریال پر وړاندې د بغاوت، اندېښنې او وېرې حالت انځوروی.
په پښتني کلتوري چاپېریال کې دغه اساس او بنسټ د همدې ټپې په کلماتو کې خوندي دی، خو ددې پر وړاندې بیا د یو ټپې بله بڼه داسې راغلې چې هغې کې پښتني کلتوري چاپېریال نه دی ذکر شوی، هغه یو خاص د مینې او الفت حالت ښیي:
دا بېګانۍ عجیبه شپه وه
د جانان برېت مې له نتکۍ تاو شوي وونه
د جانان برېت له نتکۍ تاوېدل؛ دا د مینې او عشق يو خاص حالت ښیي، خو په دې کې د پښتني چاپېریال حدود نه شته:
په پلار مې بله جرګه وکړه
که در یې نکړم؛ په لومړي چرګ بانک به ځونه
په دې ټپه کې هم یو خاص حالت انځور شوی دی، یوه غوښتنه او هیله را څرګندوي، هغه څه شی ده؟ د معشوقې لخوا پر عاشق یو غږ دی، دا غږ به څنګه را سپړو!؟ دا غږ هم د پښتني کلتوري چاپېریال په توکو کې څرګندولی شو.
جرګه یو مفهوم دی، کومه جرګه په پلار کول دي!؟ دغه مفهوم رڼول او څرګندول غواړي.
هغه جرګه چې د یوه چا د غوښتنې او ددو زړونو د پیوندولو لپاره لېږل کېږي، غوښتنه د معشوقې لخوا شوې ده، د معشوقې لخوا غوښتنه د پښتني کلتوري چاپېریال یو بغاوت دی، بېرته نهیلي نه شته، د همدې جرګې د نفې په صورت کې یوه بله لاره هم څرګندېږي او هغه لاره د تېښتې ده، دغه تېښته هم د پښتني کلتوري چاپېریال له دود او دستوره بغاوت دی، دا تېښته چې په پښتني کلتوري چاپېریال کې یو بد نوم هم لري؛ خو دلته د عاشق او معشوقې تر منځ تعهد او ژمنتیا هغه بد نوم مني، د پښتني کلتوري چاپېریال حدود او بریدونه ماتوي خو خپله مینه پالي.
《که در یې نکړم؛ په لومړي چرګ بانک به ځونه》
لومړی چرګ بانک: داسې یو حالت دی چې ډېری خلک ویده وي، ورو، ورو تیاری نیسي چې د سهار د لمانځه لپاره راپاڅي، دا داسې حالت دی چې هیڅوک لا په حرکت کې نه دی، یوازې او یوازې د حرکت لپاره یو تیاری نیول دي، نو په لومړي چرګ بانک له کوره وتل؛ د عاشق او معشوقې تعهد او ژمنتیا ښودل او لارې پاکول دي. لومړى چربانګ د ژوند يو نوى پيل دى،
په لومړي چرګ بانک کې دوی ته دا پته ده چې څوک له کوره نه وځي او نه سم دستي رابیدارېږي بلکې لومړی چرګ بانک د بیدارۍ یا ویښتیا لپاره یوه مقدمه ده:
په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی
په رنځ دې پرېوځي چې پوښتنې له یې ورځمه
په پښتني کلتوري چاپېریال کې د روغ او رنځور پوښتنه دا یو دود او دستور دی، پښتني کلتوري چاپېریال موږ ته د انسانانو تر منځ د نږدې کېدو او مینې فضا د یوه او بل په پوښتنه کولو کې راښیي، دغه دود او دستور له زمانو راهیسې پالل شوی دی، دا دود او دستور هم ورو ورو په نويو بڼو اوړي.
په پخوانیو بڼو کې چې تخنیکي وسایل او سهولتونه نه وو، خو بی هم خلکو له نژدې د روغو او رنځورو پوښتنه کوله، دغه حسي تجربه او کلتوري چاپېریال زموږ په حواسو کې نغښتی، په ذهن او شعور کې مو دا ناسته ده چې د رنځور پوښتنه حق دی او د رنځور پوښتنه باندې یو له بل سره راشه درشه پالل کېږي، نو:
《په مرګ دې نه مري، جانان خوږ دی》مرګ وروستی حد دی، دلته څوک په مرګ د چا نه پېرزو کېږي، خو ددې لپاره چې معشوقه د خپل عاشق د لیدو لپاره یوه پلمه او بهانه پیدا کړي، نو په مرګ یې نه پېرزو کېږي، مړ دې نه شي، خو په داسې رنځ دې پرېوځي چې دا یې د هماغې پښتني کلتوري چاپېریال په حدود کې پوښتنې ته ورشي.
دغه پوښتنه کول د دیدن لپاره یوه پلمه ده، د دیدن دغه پلمه د پښتني کلتوري چاپېریال په حدودو کې نغښتې ده. نور بيا