کتاب ولې او د څه لپاره لولو؟ فضل شینواری

د هرې زده کړې خپل ادرس او سرچينه مالومه وي هغه که د يو کار نظري زده کړه وي او که عملي نو د علمي زده کړو لپاره مونږ کتابونهلؤلو او هر هغه څه چې مونږ يې زده کوو د علم په ډګر کې لومړۍ کتاب ته مخ کرځوو.

کتابونه ولې لولو؟ کتابونو لوستل نهايت زيات فوايد لري خو ما يې د بېلګې په ډول يو څو کرښې په لاندې ډول ذکر کړي.

۱: ددې لپاره چې زمونږ د پوهې کچه لوړه شي .

۲: د ښه او بد تر منځ په تفقيق باندې پوهېدل.

۳: له نوو اختراعاتو او مالوماتو خبريدلی شو.

۴: کتابونو په لوستلو سره مو فکر پراخېږي او ذهن ارامه کېږي.

۵: ددې پرځای چې سفرونه وکړو نړۍ پيژنو.

۶: هيلې مو ورسره ژوندۍ کېږي او حوصله موزياتېږي.

۷: هغه ستونزې چې ذهني ډول ورسره لاس او ګريوان يو حل موندلی شو.

۸: پخواني خاطرات را په زړه کوي او خوښي رابښي.

۹: نيمګړتياوې راپه ګوته کوي او کاميابۍ ته مو هڅوي.

۱۰: ديو ښه ملګري په حېث درسره وفا کوي او خندوي مو.

Scroll to Top