پانګوال(Capitalism) اقتصادي نظام چې کاپیټالېزم یا سرمایه داري یې هم بولي، هغه اقتصادي نظام دی چی په هغه کې د اقتصادینظام بنسټونه د تولیدي وسایلو پر شخصي ملکیت استوار وي، همدارنګه په دې نظام کې تولیدي وسایل د خصوصي مالکانو په لاس کېدي او دا کار په رقابتی بازارونو کې د اقتصادي ګټو د رامنځته کولو لپاره کېږي. د پانګوال اقتصادي نظام په مقابل کې کمونیستياقتصادي نظام دی چې په هغه کې د سرمایه دارۍ برعکس د ځمکې، منابعو او د تولید د وسایلو شخصي مالکیت نشته دی.
د پانګوالۍ د کلمې منشا پانګه ده او پانګه عبارت ده له: ځمکې، شرکتونه او داسی نور. په دې قانون کې عاید لږترلږه دوه بڼې لري: سوداو مزد. ګټه هغه چا ته ورکول کیږي چې د تولیدي وسایلو د مالکیت لپاره پانګه چمتو کړي. په دې قانون کې ځمکه، بشري ځواک اوسرمایه د ټولنې د یوې ډلې په اختیار کې ده او د ټولنې نور خلک له هغو څخه په مشروط ډول د مادي او معنوي تولیداتو د تولید لپاره کاراخلي.
همدارنګه، په دې قانون کې دا معمول دی چې اجاره د طبیعي زیرمو د کنټرول څخه د عاید په توګه وګڼل شي، چې د نورو دوو قضیوڅخه توپیر لري.
د پانګوالۍ په قانون کې پانګه، تولید، ویش، عاید، د توکو او خدماتو عرضه او تقاضا د بازار په اقتصاد کې د انفرادي پریکړو له مخېټاکل کیږي. د سرمایه دارۍ قانون ښکاره ځانګړنه دا ده چې د توکو تولید په اصل کې د اقتصادي ګټې لپاره ترسره کیږي نه د انسانياړتیاوې پوره کولو لپاره. البته، په ځینو مواردو کې د ګټې لاسته راوړل د انسان اړتیاوو سره تړاو لري.
تعریف
پانګوال هغه اقتصادي نظام دی په کوم کې چې افراد او یا خصوصي کاروبارونه د سرمایوي امتعې مالکان دي. پیسې په اقتصاد کېمالي سرمایه ګڼل کیږي ځکه چې ګټه او سود غواړي. سرمایه داري د منطقي لارو او میتودونو په کارولو سره د ګټې لټون او دوباره دهمدې ترلاسه شوې ګټې د پانګونې روحیه ده. په یوه پانګوال نظام کې هر سرمایه دار باید له ټولو شته امکاناتو څخه د اعظمي ګټې دترلاسه کولو لپاره کار واخلي که نه نو له زوال او افلاس سره به مخ شي.
سرمایه داري یو ټولنیز نظام دی چې په هغه کې د تولید، ویش او تبادلې وسایل په بشپړ او بنسټیز ډول د افرادو ملکیت دی.
د پانګوال نظام د پیدایښت په اړه نظریات:
سرمایه دارۍ په 18 پیړۍ کې په انګلستان کې وده وکړه او وروسته شمال لویدیزې اروپا او شمالي امریکا ته خپره شوه. دا پروسه دصنعتي انقلاب سره هم مهاله وه.
د سرمايه دارۍ د اصل او پیدایښت په اړه دوه ډوله نظریات شتون لري. یوه ډله په دې باور ده چې کاپیټالېزم د اتلسمې پیړۍ لهمیخانیکي اختراعاتو څخه زیږیدلې دی، چې د شرکتونو د تولیدي ځواک د چټک زیاتوالي او د تولید شویو توکو د پلورلو لپاره د نویوبازارونو د لټون او په پایله کې د سوداګرۍ او مالي بازارونو د پراخیدو لامل شو. دویمه ډله بیا په وایي چې د سوداګریزې او ماليپانګوالۍ ظهور له صنعتي پانګوالۍ څخه مخکې وخت پورې تړاو لري چې دا نظریه تر ډېره حقیقت ته نږدې ده.
د پانګوال نظام اصول:
اقتصادي لیبرالېزم:
اقتصادي لیبرالېزم د پانګوال نظام تر ټولو مهم فکري او فلسفي اصل دی. پر دې اصل د (Deism) فلسفې تر منلو وروسته لومړیفزیوکراټیک او بیا کلاسیک اقتصاد پوهانو ټینګار وکړ. په عمومي تعریف کې، لیبرالیزم د فردي آزادۍ په ارزښت باور درلودلو په مانادی؛ چې د «فرد اصالت» او «فردي ازادۍ» دوه اصول لري. په دې نظام کې خلک ازاد دي چې د شته منابعو د استخراج لپاره یوهطریقه غوره کړي، ځکه هر څوک د نورو په پرتله د خپلو ګټو په اړه ښه قضاوت کولی شي. همدارنګه د هرې ټولنې اصلي محور فرد پخپلهدی او فرد او د هغه ګټې په ټولنه کې لومړیتوب لري.
د سیالۍ(رقابت) اصول:
په پانګوال اقتصادي نظام کې د رقابتي اصولو اهمیت دومره زیات دی چې دا نظام د «رقابتي نظام» په نوم هم یادیږي. دا چې د سیالۍ اصول له لیبرالیزم سره نږدې تړاو لري نو ځکه د سیالۍ اصول د پانګوالي سیسټم یو له «فکري بنسټونو» څخه هم ګڼل کیدیشي، خو دا چې په رقابتي بازار کې د نرخ ټاکلو له لارې متعارفه ګټه(Standard profit) تامینوي ، دا اصل د پانګوالۍ د اصولو په سرکې ځای لري. «کامل رقابت بازار» هغه بازار دی چې په هغه کې د یو شان توکو تولیدونکي او پلورونکي بې شمیره وي او په بازار کې دهر پیرودونکي او پلورونکي برخه دومره لږه وي چې په قیمت اغېزه نشي کولی.
د بازار میکانیزم او اقتصادي تعادل:
د دې اصولو پر بنسټ، د بازار اتوماتیک میکانیزم یوازینی عامل دی چې توازن رامینځته کوي، د انډول په کچه عرضه او تقاضا تنظیموياو په اقتصادي فعالیتونو کې د دولت هر ډول مداخله د طبیعي نظم او اتوماتیک توازن خلاف ګڼي. په بل عبارت، که د محصول لپاره پهبازار کې تقاضا د تولید څخه ډیره وي د مطلوب محصول بیه لوړیږي، او که عرضه د تقاضا څخه ډیره وي، نو د هغه محصول ځینې برخېبه نه پلورل کیږي او تولیدونکي به مجبور شي چې د خپل محصول بیه راټیټه کړي. له همدې امله، د نرخونو بدلون بازار ته د عرضه شويوتوکو د زیاتوالي یا کمښت لامل کیږي تر څو د عرضې او تقاضا تر منځ توازن رامنځته شي. دا عملیات باید په طبیعي ډول او د حکومتله مداخلې پرته ترسره شي ترڅو بازار تل په توازن کې وي.
د ګټې انګیزه:
په پانګوال نظام کې د ګټې انګیزه خودخواهانه ده. هغه ټولنه چې د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړه وي، اخلاقي ملحوظات په پام کې نهنیسي. ځکه چې د پانګوال نظام د پلويانو په اند په کارونو کې برياليتوب د ګټې او تاوان پر بنسټ سنجول کېږي.
د دندې غوره کولو آزادي:
په دې سیسټم کې بیکاري چې د تولید عواملو او ټیکنالوژۍ ته د تقاضا د بدلون له امله رامنځ ته کیږي د مخنیوي وړ نه ده او د اوږدېبیکارۍ په واکمن اقتصاد کې د دندې غوره کولو ازادي هېڅ مانا نلري.