ښوونکی | The Master / پاولو کویلو / ژباړه امین حسن

اوس لږه شیبه وړاندې تا ماته ښوونکی وويل. سمه ده، مننه! اما ښوونکی څوک وي..؟

ښوونکی هغه نه وي چې تاته هرڅه در وښايي/زده‌کړي.

ښوونکی هغه وي چې ستا په روح کې له اوله موجود ستا د برخې د علم پيدا کولو لار در وښايي او له هغې وروسته ته بيا په پوره شوق و ذوق د همغه مسلک په لار پل کيږدې.

ترڅو دې چې خپل علم رابيدار کړی نه وي، تر هغې به ستا خپل علم ويده وي.

ښوونکی هيڅ ماهي/کب ته الوت نه ور زده‌ کوي، بلکې ښوونکی درس هېر کړی ماهي/کب په ډير په‌زره‌پورې هنر و مهارت لامبو وهلو ته هڅوي.

ښايي کبانو ته د داسې علم‌ و زده‌کړو اړتيا پيښه نه شي. اما انسانان خپل روح هيروي، نو ځکه يې انسان ته ډيره اړتيا ليدل کيږي.

نو ښاغليه! لطفاً ما تاته هيڅ نوي نه ندي در زده‌کړي، د دې ټولو په اړه ته له وړاندې پوهيدې، خو هېر کړي دي و.

Scroll to Top