خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نهشميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان اوکله ، کله هسې زړه تنګۍ دا د نورمالخپګان بیلګې دي خو که دغه خپګان لږ تر لږه تر دوه اوونيو وغزېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.
دژور خپګان (ډیپریشن)لاملونه:
د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره د بیلابیلو لاملونو له امله مخ کیدلاي شې، چې ځینې یېدلته درسره شریکوو:
د مینې کمښت :ډېری وګړي فکر کوي چې هیڅوک ورسره مینه نه لري خپل ځان په نورو باندې بوج فکر کوي،نو دا هم د ژور خپګان یولامل دی.
ناڅاپې بدلونونه: د انسان په ژوند کې یو ناڅاپه بدلون راتلل، چې هغه په شخصي ژوند کې وي یا د کار په برخه کې وي چې د چا پهخوښه نه وي نو دا هم د خپګان سبب کیدای شي.
له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل: د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، او داسينورې ستونزې د ي خپګان لامل کېدلای شې.
د ژور خپګان(ډیپریشن) درملنه:
دینې احکام پر ځای کړی : تل هڅه وکړی پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړی، دغه کړنې مو د روح او روان د درونې ارامښتسبب ګرځې، او د ژور خپګان په له منځه تګ کې درسره تر ډیره بریده مرسته کوي.
څومره،چې کولای شې د ټولنیزو رسنیو استعمال محدود کړی، زموږ د ډېری پریشانیو منبع همدا فېسبوک او نورې خواله رسنۍ دي ننسبا په نړۍ کې خورا زیات چتیات روان دي، بد خبرونه مو له ژونده زړه توروي.
له ښو خلکو سره ناسته پاسته وکړی: هغو خلکو سره کښېنی او تګ راتګ وکړی چې مثبت او ښه خلک وي. ځکه دا ډول خلک پر تاسېاغیز لري او ددوی تاثیر خامخا مثبت او نیک وي.
ولاړ شی یوه ښایسته باغ، منظرې ته کېنی د طبعیت ننداره پیل کړی د خدای پدې جالبه نړۍ باندې ځان په تفکر کولو کې بوخت کړی، دطبعیت سره کېسې مو ذهن پیاوړی کوي دي فکر کولو ځواک دربښي.
خپل فکر ته مو تغیر ورکړی : منفي فکرونو ته باید ذهن کې ډېر ځای ورنه کړو، او ددې لپاره ښه داده چې خپل ذهن په مثبتو افکارو اوخبرو بوخت وساتو.
ژوند ځانته په زور مه سختوی، هېچا سره ځان مه پرتله کوی دا خپل هرڅه،چې لرې دا تر بل هرچا غوره او ښه دي.
ټولنیزې اړیکې ډیري کړی: څومره چې خپلې ټولنیزې اړیکې او د خپلو شا او خوا خپلوانو او دوستانو ملاتړ درسره زیات شي او څومرهچې اجتماعي شی هومره درڅخه ژور خپګان لري کیږي.
خوښي او غم د ژوند یوه برخه ده، د خوښۍ او غم توازون وساتی.
ژوند کې دي خوښۍ لپاره سترو کارو ته اړتیا نشته خپلې وړې خوښۍ مو ونمانځی همدا ژوند دی ژوند ښکلی دی
ژوند، مشهوره، اړیکي او زده کړي