تاسې به هم له ډېرو دا اصطلاح اورېدلې وي، “چېرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي.”
یا هم پښتو متل دی “لښته چې وړه ماته نه شي، غټه نه ماتیږي.”
دا دواړه اصطلاح ګانې خلک د ماشوم د وهلو د تأیید لپاره استعمالوي.
“چېرته چې ډب نه وي هلته ادب نه وي” اصطلاح ښوونکي ښوونځیو کې د ماشومانو د وهلو د تأیید لپاره استعمالوي او له خپلې لورې د زده کوونکو وهل پر دې اصطلاح روا کوي. ځکه دوی اندي چې وهل ماشوم/زده کوونکی با ادبه رالویوي او وهل د ښه روزنې اصل ګڼي.
پښتو متل چې “لښته چې وړه ماته نه شي، غټه نه ماتیږي” هم ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د وهلو لپاره استعمالوي، ځکه د دوی په اند که ماشوم وړوکی ووهل شي روزنه یې ښه راځي او که لوی شي بیا د غټې لښتې په څېر په اسانه نه ماتیږي او لار ته نه راځي.
خو اوس دا اصطلاح ګانې “چېرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي، یا “لښته چې وړه ماته نه شي، غټه نه ماتیږي، د روان پوهنې له مخې پر ماشوم برعکس اغېز کوي.
څومره چې ماشوم وهل کیږي هومره بې لارې او سرکښه کیږي، څومره یې چې پر ورانۍ او شوخۍ وهي دوه چنده یې زیاتوي.
وهل د ماشوم پر روان منفي اغېزه پرېباسي، رواني حالت یې غیر نومالوي، ډېر کله ماشوم له وهلو سره دومره اموخته کیږي چې هر سم کار هم ورانوي او وهل پرې خوري او کله نا کله بیا په قصدي توګه هم داسې کارونه کوي چې غواړي تاسې مجبوره کړي چې ويې وهئ یعنې بې له وهلو پرې یوه ورځ هم نه تیریږي.
د دې یوازنی لامل دا دی چې تاسې په هر وران کار ماشوم ته وهل ورکوﺉ یا پرته له دې چې ورانی وکړي وهﺉ یې یا دې لپاره چې تاسې غواړﺉ ماشوم مو با ادبه او منوونکی وي وهل ورکوﺉ.
که تاسې پر دې انظر یئ چې وهل به مو ماشوم له ورانۍ منع کړي خو وهل ماشوم لا ورانکارۍ ته نزدې کوي.
ماشوم ته وهل ورکول یې ادب زیانمنوي، شخصیت یې ټیټوي، فکر یې تنګوي، ارزښت یې راکموي، په خپل ذات را کوچنی کیږي، متعصب او افراطي کیږي، سختدریځه کیږي، سبا چې لوی شي د خپل وهلو زور له نورو ماشومانو باسي او خپل لاس لاندې پر ماشومانو څه ان پر هیچا رحم نه کوي.
څومره چې ماشوم وهل کیږي ذهناً له کورنۍ او ملګرو لېرې کیږي په زړه کې یې ورته مینه کمیږي، له یوې ډار، سرکښۍ او تخریب سره را لوییږي.
د اروا پوهنې له مخې تاوتریخوالی بېلابېل لوی او واړه ډولونه لري خو د تاوتریخوالي تر ټول بد ډول یې وهل دي.
ماشوم ته وهل ورکول له ماشوم سره تاوتریخوالی دی، که ښوونځي ته نه ځي او په زور او وهلو یې لېږﺉ هم تاوتریخوالی دی، حتی که ښوونکی یې له لښتې یا د وهلو له یوې وسیلې سره ټولګي ته ننوزي هم د ماشومانو سره تاوتریخوالی دی بې له دې چې ووهل شي.
ماشوم وهل د هغه روان سره تاوتریخوالی دی، د ماشوم له راتلونکي سره تاوتریخوالی دی.
نو پایله دا شوه که ماشوم ته ډب ور نه کړل شي، ادب یې نه خرابیږي او که وهل ورکړل شي هم سرکښه نه لوییږي.
درنو ښوونکو!
که غواړﺉ زده کوونکي مو ښه درس درته ووایي، ښه یې وروزﺉ او ګټور شخصیتونه یې ټولنې ته جوړ کړﺉ. نو په وهلو سره پرې درس مه زده کوﺉ، مه یې له وهلو سره روزﺉ ځکه په وهلو ترې هېڅکله انسانان نه شئ جوړولی.
درنو کورنیو!
که غواړﺉ ماشومان مو در نه بې لارې نه شي له وهلو سره یې مه را لویوﺉ، وهل د ماشوم ادب او روزنې لپاره سم لاره او وسیله مه ګڼئ.
د ماشوم د روزنې لپاره له وهلو ډبولو پرته له نورو ښو مثبتو لارو چارو کار واخلئ.
که ماشوم مو بار بار ورانی کوي، د وهلو پر ځای یې له لوبو منع کړﺉ، ورته ووایاست چې د خوښې خواړه/خواږه یې نه ورکوﺉ، او یا یې چکر او تفرېح ته نه وړﺉ.
مخکې له دې چې بیا ماشوم ورانی وکړي دا خبرې یې یاد ته ورګرځي، بیا ورانی هم نه کوي او تاسې یې هم وهلو ته نه مجبورېږﺉ.