د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د کرېکټ نوې اکاډمي پرانیستل شوه.
دغه اکاډمي چې د ګلبهار ګروپ له لوري جوړه شوې، ویل کېږي نږدې ۱۳۳ زره امریکایي ډالر پرې راغلی او په ۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
پرانیستل شوې اکاډمي ۱۰ پېچونه، یو جیم، یو د لمبا حوض، د توپ غورځونې ماشینونه، جومات او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د اکاډيمي مسوولین وایي چې د دغه عصري اکاډیمي کار یې نږدې ۶ میاشتې وړاندې پیل کړی و.
د کرېکټ بورډ ډایرکټر رئیس خان او د ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق د دې اکاډمۍ په جوړېدو خوښي ښودلې او دا یې د کرېکټ د راتلونکي لپاره ښه ګام بللی دی.
دوی همدارنګه د اکاډمۍ له مسوولینو غوښتي چې په ټولو برخو کې معیار ته پام وکړي.