* په مجلس کې د خبرو پر مهال خپل نوبت ته منتظر شئ او په خپل نوبت سره د خپلو خبرو تر څنګ د نورو پر خبرو هم نظر ورکړئ.
* که د کومې مهمې موضوع په اړه خبرې کوئ او څوک د نظر وړاندي کولو نوبت نه درکوي؛ نو که خپل نظر حتما څرګندوئ، بښنه وغواړئاو د خبرو وار ونیسئ.
* د نورو په خبرو کې لوېدل او د نورو خبرې په دې فکر پرېکول، چې ګواکې تر هغه ښه غږېدای شئ، لويه بې ادبي ده. د مجلس ادب دادی، چې باید د هر چا نظر تر اخره واورېدل شي.
* مجلس ته ورځئ؛ نو د دوو کسانو په منځ کې مه کښېنئ، بلکې د دوی ښي یا چپ اړخ ته کښېنئ. که هغوی ستا د درناوي لپاره په خپلمنځ کې ځای درکړي، بيا هم هلته ډېر پراخ مه کښېنئ، مناسب کښېنئ.
* هڅه وکړئ چې خبرې ورو ورو وکړئ، په یوه ترتیب او منظمه توګه خبرې کولو سره خپل هدف ښه وړاندې کولای شئ او اورېدونکي ښهپوهېږي.
* کله چې څوک خبرې کوي؛ نو د دوی د خبرو ارزښت مه کموئ او دا مه ورته وایاست چې زه مخکې له مخکې پوهېدم، يا زه په دې خبرهپوهېدمه.
* کله چې په کوم ځای کې خبرې کېږي او په تاسو پورې اړه نه لري؛ نو هغه ځای پرېږدئ یا په یوه بل کار ځان مصروفه کړئ.
* د نورو پر ځای ځواب مه وایاست، يوازې د ناروغانو او ګونګیانو پر ځای خبرې کولی شئ.
* د خلکو له سویې سره خبرې وکړئ.
* په عام مجلس کې پوس پسک یا پټې خبرې کول بې نزاکتي ده.
* د بې وزلو په مخکې د خپلې شتمنۍ او ښه ژوند په اړه مه غږېږئ او د هغو خلکو په مخکې، چې اولاد نلري، د خپل اولاد په اړه خبرېمکوئ.
* کله چې څوک درته په خپل تیلیفون کې کوم تصویر ښکاره کوي، یوازې هماغه تصویر وګورئ او په تیلیفون کې نورې ګوتې مه وهئ. ښايي ځینې محرم اسناد یا تصویرونه وي چې تاسو یې باید ونه وینئ.
* کله چې تاسو سره څوک خبرې کوي، په خپل مبایل کې مه مصروفیږئ، دا یوډول بې ادبي ده.
* چې پور مو واخیست، بېرته یې ژر خلاص کړئ، دا ستاسو رښتنولي ښيي.
* له خلکو د عمر او معاش پوښتنه مکوئ.
* –هېڅکله د بل په کار کې کار مه لرئ.
* که کوم مجلس ته د ننه شوئ ومو لیدل چې کسان ډېر دي یوازې د لاس په پورته کولو سره ښه راغلاست وکړئ (ستړي مه شئ) (ټول پهخیر راغلئ) ښایي په مجلس کې ځیني کسان په پورته کیدو کې ستونزه ولري.
* که چیرته په یو مجلس کې ناست یئ خپل ځای مو نوي راغلي کس ته پریږدئ دا یو ډول احترام دی.
* د خپل عمر سره سم وغږیږئ.