ډېری وخت به مو پام شوی وي چې ډاکټر ناروغ ته وايي: «دا درمل په نهاره خېټه يا له ډوډۍ خوړلو مخکې استعمالکړه او دا درمل په مړه خېټه يا له ډوډۍ خوړلو وروسته استعمال کړه!» کېدای شي چې د ډېرو خلکو په ذهن کې داپوښتنه پيدا شي چې خواړه او درمل له يو بل سره څه اړيکې لري او څنګه خواړه کولای شي د درملو په مؤثريت باندېاغېزه وکړي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد ووايو چې خواړه او درمل دواړه په يو هاضمي سيستم کې پروسيس کېږي. کله چېمونږ خواړه خورو، په معده کې مختلفې عمليې واقع کېږي، د معدې ساحې ته ډېره وينه رابهېږي، له ځيګر څخه صفراءافرازېږي او د معدې دېوال د خوړو د هضم لپاره تېزاب افرازوي. د دې فزيولوژيکي تحولاتو له امله، بايد د درملو اوخوړو د يو ځای کولو او نه يو ځای کولو په اړه بايد فکر وشي. د دې لپاره چې په معده کې د خوړو د شتون او نهشتون سره د درملو په اړيکه پوه شو، لاندې يې ځينې لاملونه په ګوته کوو.
خواړه څنګه د درملو په جذب اغېزه کوي؟
کله چې مونږ خواړه وخورو، معدې ته د هضم د پروسې لپاره ښکته کېږي. معده د خوړو د هضم د اسانولو لپاره تېزابافرازوي، دلته نو د معدې پي ايچ PH تېزابي کېږي، په ځانګړې توګه د خوراک پر مهال تر یو ساعت پورې د معدې محيطپه تېزابي PH کې وي، دا تېزابي PH د ځينې درملو په جذب باندې اغېزه کوي. ځينې انټي بيوټيکونه لکهازيترومايسين يا ايريترومايسين په دې ډول محيط کې خپل مؤثريت بايلي. دا حالت د جذب کچه هم ښکته کوي، نوکېدای شي چې د ځينې درملو اغېزې ځنډنۍ شي که په ډوډۍ پسې سمدستي وکارول شي.
ځينې ځانګړي درمل لکه Bisphosphonate يا Ciprofloxacin خپل ځان په هغه منرالونو پورې نښلوي چې له خوړوڅخه ترلاسه شوي وي، چې له دې سره د هغوی ځانګړنې ختمېږي او اغېزې يې کمېږي. له دې امله بايد دا درمل له هغوخوړو سره يو ځای و نه کارول شي چې په لوړه کچه فايبر لري، لکه غنم، وربشې، غټې وريجې او نور.
برعکس، ځينې درمل بايد له خوړو وروسته وکارول شي. اسپرين، د درد ضد درمل NSAIDs, او ځينېکورټيکوسټيرايډونه Corticosteroids که په نهاره وکارول شي، کولای شي چې د معدې او هاضمي جهاز دېوالتخريش کړي. دا درمل بايد د ډوډۍ خوړلو پر مهال يا له ډوډۍ خوړلو څخه تر دېرش دقيقو پورې وروسته وکارول شي.
هغه دواګانې چې د شکر ناروغۍ لپاره کارول کېږي، لکه ميټفورمين، ګليکلزايډ او نور بايد له خوړو څخه لږ مخکې يا لږوروسته سمدستي وکارول شي، ځکه که دا خواړه په نهاره وکارول شي، شايد هايپوګليسيميا Hypoglycemia (پهبدن کې د خوږو له اندازې ډېر کموالی) پيدا کړي، همدارنګه که دا درمل له خوړو ډېر وروسته وکارول شي، کولای شيچې په بدن کې د ګلوکوز کچه لوړه کړي، چې د شکر د ناروغانو لپاره دا يو خطرناک حالت دی.
ځينې درمل لکه بروموکريپټين Bromocriptine يا الوپيورينول Allopurinol زړه بدوالی او کانګې پيدا کوي، دا درملبايد له دېرش دقيقو څخه تر يو ساعت پورې له خوړو څخه وروسته وکارول شي چې د دې جانبي عوارضو خطر يې کمشي. که تاسې د معدې د تېزابيت ستونزه لرئ، انټي اسيډ له خوړو وروسته وکاروئ؛ خو د اوميپرازول په څېر درمل لهخوړو مخکې وکاروئ چې د معدې د زخم د ناروغان د معدې له تېزابو څخه وساتي.
د خولې Mouthwash، مايع Nystatin او Miconazole چې د خولې د زخمونو يا د خولې د نورو ناروغيو لپارهاستمالېږي، بايد له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته استعمال شي، ځکه چې خواړه دا له ځان سره ډېر ژر وړي او مؤثريتيې ختموي.
ځينې دواګانې په معده کې خوړو ته اړتيا لري چې سمې جذب شي لکه د ايډز دواګانې Ritonavir, Saquinavir, & Nelfinavir.
له درملو کارولو مخکې دا نکتې په ياد لرئ:
د درملو له کارولو وړاندې له روغتيايي کارپوه يا ډاکټر سره مشوره وکړئ. ډاکټر ته ستاسې مخينه معلومه وي او دهغې مخينې په نظر کې نيولو سره به غوره لارښوونې درته وکړي. د درملو ليبل په غور سره ولولئ، له ټولو درملو سرهکوچنۍ پيمفلټ وي چې د درمل په اړه ټول اړين معلومات په کې وي. دا په غور سره ولولئ تر څو ډاډه شئ چې درملستاسو لپاره خوندي دي. که تاسو له کومو درملو سره حساسيت ولرئ، ډاکټر ته يې ووايئ. که درته معلومه نه وي چېدا درمل له خوړو مخکې کارول کېږي، که وروسته؛ له ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ. ښه خبره دا ده چې د خولې له لارېکارول کېدونکي درمل له اوبو سره استعمال کړئ، شيدې او نور مشروبات د درملو په جذب باندې بدې اغېزې لري. درملپه ګرمو مشروباتو لکه چای يا کافي کې مه ګډوئ،لوړ حرارت شايد د درملو د فعالو موادو اغېزې له منځه يوسي. که لهغوړو خوړو سره درمل وکاروئ، اغېزې يې ځنډنۍ کېږي.