ولې موږ مبارزې ته زړه نه ښه کو؟

به ژوند کې ډېر خلک د کار په اړه نه بلکې د هغه د بلاګانو او منفي اړخونو په اړه ډېر فکر کوي چې نغواړي هغه بلاګانې او سخت حالت پرې راشي.

که تاسې خپل ډار سره مبارزه وکړئ،باور ولرئ او د فکر پاور پخپل کنترول کې راوړئ، کړنې مو یو یو پخپله منظم مسیر ته مخه کوي او تاسې د بریالیتوب سهي لارې ته بیایي.

که غواړئ بریالي شي او خپلو موخو ته ورسېږي، یو ستر او ګټور شخیصت شئ همدا اوس ډار پرېږدئ او په هغو شیانو ذهن مو متمرکز کړئ چې د لاسته راوړلو لیوال یې یاست، لیاقت یې لرئ.
هره ورځ ځان سره دا تکرار کړئ چې زه یې کولای شم او زه د ښو شیانو لایق یمه،که ناکام شوم بیا او بیا به ګام اخلم،خپل هره ناکامي ته د یو ستر ښوونکي نوم ورکوم،دا کړنې او تمرینونه د دې باعث کېږي چې تاسې د سم او ګټوره کارونو لپاره هڅه وکړئ، انرژي مو په سمو لارو مصرفه کړئ .
او په پاې کې په مناسب ځای او وخت کې د خپلې هڅې له ثمرې څخه ګټه واخلئ.

په یاد یې ولرئ:
هر هغه کس چې بریالیتوب ته رسیدلی یو نه یو ځل په یوې نه یوې لارې کې حتماً ولوېدلی بیرته را پورته شوی او خپل مسیر ته یې دوام ورکړی د لارې بدلولو پر ځای یې د هڅو بڼه بدله کړې او بریالیتوب ته رسیدلي دي .

دوران

Scroll to Top