وطنۍ هګۍ تر بازاري ښې دي؟ / سپین سهار

زیاتره خلک په دې نظر دي چې وطنۍ هګۍ تر بازاریو یا فارمي هګیو ډېرې ښې دي، په دې خاطر یې بیه هم لوړه ده او خلک یې هم ډېرې په شوق کاروي.

خو ایا دا خبره رښتیا ده چې دا وطنۍ هګۍ تر بازارۍ هګیو ښې دي یا یې ګټه تر هغوی ډېره ده؟

ظاهراً په دې دواړو کې د پوټکي د رنګ توپير دی. فارمي یا بازارۍ هګۍ تکې سپینې وي او کورنۍ یا وطنۍ هګۍ بیا زېړ رنګه وي، خو د هګیو په رنګ ګې دا توپيرو یوازې د چرګو د ذات او نسل له وجې وي.

البته په نړۍ کې داسې نسل چرګې هم شته چې حتی آبي، شین او تور رنګ هګۍ هم اچولي، خو دا رنګ توپير د هګیو په غذایي کیفیت کې فرق راوړي که نه؟

حقیقت دا دی چې هګۍ که لویه وي او که وړه او که رنګ یې تک سپین وي او که زیړ، په غذايي کیفیت کې هېڅ توپير نشته او ټولې دي. دې ته په کتو ویلی شوو چې وطنۍ او بازارۍ دواړه ډوله هګۍ د روغتیا لپاره په یوه اندازه ګټه لري.

په هګۍ کې ویټامین، پروټین، منرالونه او نور مواد وي او د کالوریو شمېر یې ۸۰ ته رسېږي.

څېړونکو په وطنیو او بازاري دواړو ډوله هګیو څېړنې کړي او د دې په کیفیت کې یې هېڅ توپير نه دی موندلی. لنډه دا چې له یوازې له رنګ پرته نور وطنۍ او بازاري هګۍ هېڅ ډول توپير سره نه لري.

Scroll to Top