پهٔ یوه ټاپو کې خوښي، غم، پوهه، شتمني، وخت، مینه او نور اوسېدل.
یوه ورځ اعلان وشو چې ټاپو د ډوبېدو پهٔ حال کې دی، تاسې هر یو باید ژر تر ژره دا ځای خالي کړئ.
لهٔ مینې پرته نورو ټولو خپله بارونه وتړل.
مینې وغوښتل تر ډوبېدو پورې پاتې شي، کله چې مینه پهٔ ډوبېدو شوه، نو د مرستې نارې یې کړې!
شتمني چې د مینې تر څنګ پهٔ ښکلي کښتۍ کې تېرېده، مینې ترې وپوښتل:
شتمنۍ! ایا ما لهٔ ځانه سره وړی شې؟
شتمنۍ ځواب ورکړ:
نه!
زما کښتۍ لهٔ سرو او سپینو ډکه ده، ستا لپاره پکې ځای نهٔ شته.
مینې شیبه وروسته لهٔ غرور وغوښتل چې مرسته یې وکړي.
غرور ځواب ورکړ:
ستا بار ډېر دروند دی، هسې نهٔ زما کښتۍ غرقه کړې، زهٔ دې مرسته نهٔ شم کولای!
بیا یې لهٔ خفګان وغوښتل، چې مرسته یې وکړي:
خفګان وویل:
وبخښه!
زهٔ ډېر خفه یم، غواړم یواځې لاړ شم.
خوښي د مینې تر څنګ دومره پهٔ ناپامۍ تېره شوه، چې لهٔ ډېره نازه یې د مینې غږ هم نهٔ اورېده.
شیبه وروسته د یو مشر غږ راغی:
«راځه مینې!
زهٔ دې لهٔ ځانه سره وړم، مرسته دې کوم.»
مینې یې لهٔ ډېرې خوښۍ نوم هم ونهٔ پوښت، پهٔ کېښتۍ کې ورسره سپره شوه.
کله چې مینه وژغورل شوه، لهٔ «پوهې» یې وپوښتل:
دا څوک ؤ چې زما مرسته یې وکړه؟
پوهې ځواب ورکړ:
دا «وخت» ؤ، چې ستا مرسته یې وکړه!
مینې وویل:
ولې «وخت» زما مرسته وکړه؟
پوهې ځواب ورکړ:
ځکه یواځې وخت دی، چې د مینې پهٔ ریښتیني ارزښت پوهېږي.