ځینې وخت د “وای” له لیکلو سره مخ کېږو، کله خو یې په لیکلو کې بې زړه شو، چې وای ولې لیکم او که پر ځای یې “وی” ولیکم له ګرامري پلوه به سمه لیکنۍ بڼه وي که ناسمه؟.
په پښتو کې له ډېرو داسې وییونو سره مخ کېږو، چې د کره او معیاري بڼې په لیکلو کې یې راسره اندیښنه وي او دومره دقیق معلومات راسره نه وي، چې د یوې کلمې دا او که هغه لیکنۍ بڼه به غوره وي؟
په ګرامرونو کې چې کله د “کړ/ فعل وجه” باندې خبرې کېږي، نو “تمنایي حالت” هم په بحث کې راځي. دلته مې ځکه د فعل له تمنایي وجې یادونه وکړه، چې ” وای” ټولو پښتو ګرامرونو په همدې موضوع کې په بېلګو کې رااخیستی دی.
تمنایي صورت چې د یوه کار هیله او تمنا څرګندوي او تر مسند الیه مخکې د کاشکې ادات ورسره یو ځای کېږي، لکه: کاشکې زه راغلی وای، کاشکې یو ځل مې لیدلای وای.(پښتو غږپوهنه او ویيپوهنه: ۸۹)
پوهاند صدیق الله رښتین همدا موضوع د ” تمنایي ماضي” تر سرلیک لاندې شنلې او په اړه یې وایي چې: تمنایي ماضي هغه ده چې په تیره زمانه کې د یو کار په غوښتنه او ارزو دلالت وکړي. (پښتو ګرامر: ۳۳۹)
ګرامرونه لیکي چې تر ” وای” وړاندې د “کاش، ارمان او کشکې” غوندې ادات لیکل کېږي او په پای کې به یې وای لیکو.
خو دا خبره په ټولو حالتونو کې د منلو وړ نه ده، موږ په لیکنه کې له داسې حالتونو سره مخ کېدای شو، چې د کاشکې پر ځای ” که” ورسره لیکل کېږي، مثلا:
که زه خبر وای چې بېلتون دی
ما به جانان تر لاس نیولی ګرځونه.
د رښتین صاحب په لیکل شوي ګرامر کې د ” وای” تر څنګ د ” وی” بڼه هم لیکل شوې، ښایي ځینې واندي چې د لیکوال موخه دا وه چې ګوندې وای د وی په بڼه هم لیکل کېدای شي.
خو ما چې د رښتین صاحب څومره پښوییزې لیکنې لوستي د یوې کلمې د اصل بڼې تر څنګ ګړدودیزه بڼه د دې لپاره لیکي، چې د یو ویي له ناسمې بڼې سره د بلدو خلکو پام ور واړوي.
ځینې فکر کوي چې په ګرامري لحاظ ” وای” د اداتو له جملې څخه دی او “وی” فعل دی، نو ځکه باید (کاش راغلی وای) د (کاش راغلی وی) په بڼه ولیکو.
اصلا “وای” په ټولو جملو کې د یو ار یا اصلي فعل د بشپړتابه دنده سر ته رسوي او په ګرامري لحاظ یې مرستیال یا کومکي فعل ګڼلای شو. نو “وای” چې د مرستیالو فعلونو له جملې څخه ګڼو باید په خپل لیکني حال پاتې شي او تر اداتو یې محدود نه کړو.
که د پښتو له ډېرو شعرونو، نثرونو او ویناوو “وای” لرې کړو او پر ځای یې ” وی” ولیکو، اغېزناک به پاتې نه شي.
خوشال بابا وایي:
باغ وای د ګلونو پکې ناست وای زه او ته
ګل وای غوړیدلی باندې ملاست وای زه او ته.