هدف ته رسېدو لپاره مناسب ذهنیت څنګه ولرو؟_جاوېد کریمي

تل يوه ريښتنيې بریا ذهنیت سره پيلیږي،د ذهنیت وده درلودل زموږ او ستاسې د ژوند په ټولو برخو اغېز ښندي که هغه  زموږ او ستاسې مالي چارې وي،یا د خپل مسلک اړوند کارونه وي او یا هم د ژوند نورې برخې.پدې ټول پوهېږو چې نړۍ کې انسانان ټول یو شان فرصتونه او همدارنګه یو شان منابع نلري چې دا هر څه زموږ په واک کې هم ندي،خو زه پدې یقین یم که موږ او تاسې د ذهنیت وده یا رشد ولرو نو که ژوند مو په هر حالت کې وي او هر څومره محدود منابع هم ولرو کولای شو پخپل ژوند کې ډیرې لاسته راوړنې ولرو،راځئ پدې ځان پوه کړو چې د ذهنیت وده يانې څه؟
د ذهنیت وده/رشد :
دا هغه یقین او باور دی چې موږ يې د خپل ځان په اړه ولرو چې: موږ که کوشش وکړو يو  څه زده کولای شو،خپل ژوند کې بهتروالی راوستی شو او بالاخره یو مثبت تغییر او تحول مو ژوند کې ممکن دی.
او ددې برعکس ذهنیت بیا ثابت ذهنیت دی،دا ډول ذهنیت درلودونکي افراد او اشخاص پدې یقین او باور وي چې بریا او ماتې دا دایمي شرایطو او د شخصیت د خاصو دایمي ځانګړتياوو پایلې دي،چې موږ يې د بدلولو توان نلرو.
دوی فکر کوي چې دوی خاصو او ټاکلو ځانګړتياوو مثلاً هوښيارتيا،وړتیا،شرم ،جرئت او نور چې د تغییر وړ ندي،دوی تل د همدې فکر په اساس پرېکړې کوي چې نا هیلي او نا اميدي بیا تل دغه ډول فکرونو سره تړلې وي.
دلته راځو د رشد کوونکي ذهنیت او ثابت ذهنیت درلودونکو اشخاصو فکرونه په مثالونو کې تشریح کوو:
ثابت ذهنیت :دا کار زه نشم کولای،زه نو دومره تکړه نه یم.
رشد کوونکی ذهنیت :دا کار به زه وکولای شم،او په اړه يې باید ځان پوه کړم.
ثابت ذهنیت:زه باید ددغې انټرویو (کاري مرکې) ته اماده ګي ونه نیسم،ځکه زه په مارکيټينک بخش کې ښه يم،ما ورته هسې هم نه ټاکي.
رشد کوونکی ذهنیت: زه باید دغې دندې ته خپله پوره پوره اماده ګي ونیسم،که ورته يې ونه ټاکلم خپله خواري خو به مې کړې وي.
ثابت ذهنیت : قرضداري کومه بده خبره نده،زما شا او خوا ډیر خلک شته ،چې قرضداره دي.
رشد کوونکی ذهنیت:زه باید خپلو مالي منابعو سره ډير محتاط اوسم،نباید په قرضونو کې ژوند وکړم.
پورته مثالونو کې به مو رشد کوونکي او ثابت ذهنیتونو توپيرونه لیدلي وي،چې پر ذهنیت کار کول زما پشمول ټولو ته اړین دي.
نودا چې د ذهنیت رشد مو وپيژند راځئ چې په هغو لارو چارو وغږېږو چې څنګه کولای شو  ذهنیت ته رشد ورکړو او له ثابت ذهنیت نه رشد کوونکي ذهنیت ته يې تغییر کړو.
1. ناسم فکرونه مو له ذهنه وباسئ:
که ترا وسه د يوې موضوع په اړه تاسې ثابت ذهینت کې نښتي یاست ,همدا اوس يې په اړه جدي اقدام تر سړه کړئ،چې پدې برخه کې درسره د (تراوسه) کلیمه ډيره مرسته کولای شي:
مثلاً:ما تر اوسه ماستري نده کړې او لا هم لیسانس يم،باید سږ کال ماستري پيل کړم
ما تراوسه ځان ته يوه ښه دنده نده پیدا کړې،باید پيدا يې کړم.
چې پدې کار سره کیدای شي ستاسې ذهن پياوړی او کارونه درته اسانه شي،خو که برعکس تاسې پدې فکر کې وی چې دا کارونه زموږ له وسې ندي پوره او یا هم زه يې وړتيا نلرم نو تاسې به هيڅکله بريالي نشی،نو هڅه وکړئ چې ناسم فکر مو په سم فکر بدل کړئ.

2. ډیر ځل ناکام شئ/ماتې وخورئ
دا خبره به حتما درته عجیبه ښکاره شوي وي،چې ولې راته د ماتې او یا ناکامۍ توصیه کوي،یو ساده علت به يې درته ووایم:که یو کس لس ځلې ماتې وخوري نو هغه به لس چنده ښه والی او تکړښت ومومي.که یو څوک له يوې ماتې وروسته میدان پرېښود نو هغه د هيچا سره د رقابت نشو،لکه یو عالم چې وايي(څوک چې ډيرې ماتې خوري ،ډیرې بریاوي ترلاسه کوي).
د ثابت او تړلي ذهنیت خلک بیا د ناکامۍ سخته ویره لري او همدا علت وي چې هغوی نه ډير فرصتونه له لاسه ووځي او په ژوند کې د يو څه کولو جوګه نه  پاتې کيږي.
3. کتابونه ولولئ
د کتابونو لوستل نه یوازې ستاسې معلوماتو په اضافه والي کې مرسته کوي بلکه ستاسې د ذهن په ګړندي او تیز ساتلو کې هم مرسته کوي.هغه موضوعات چې تاسې ورسره دلچسپي لری ،پر همغو موضوعاتو کتابونه وټاکئ ويې لولئ که په دوو میاشتو کې يو کتاب هم وي.
4. هوښیارو خلکو سره اړیکو ته وده ورکړئ
له هغو خلکو سره اړیکې جوړې کړی چې غواړی د هغوی په څير اوسی/ بریالي شی.
پر هغو اړیکو مو له سره غور وکړئ چې تاسې د ذهنیت  د رشد پر ځای ثابت یا تړلي ذهنیت ته تشویقوي.
5. د ټولنیزو رسنیو په کارولوکې دمه وکړئ:
د ټولنیزو رسنیو د بیخي پرېښودو توصیه درته ځکه نکوم چې دا پدې عصر کې دومره اسانه نده ،خو لږ استعمال او یا هم د ورځې،اونۍ او یا هم د میاشتې په اوږدو کې وخت نا وخته پکې دمه کول درته ګټور ثابتیدای شي،ځکه د ټولنیزو رسنیو کارول يو اندازه منفي اثرات لري چې مثلاً د نورو سره د ځان مقایسه کول او پر احساس کمترۍ اخته کېدل،حسد او کینه پيدا کیدل او د اړیکو کمزوري کیدل او داسې نور…

6. ځانته يو لارښود پیدا کړئ
له نور زده کړه  د ذهنیت پر رشد خاص اثرات لري،داسې څوک ومومئ چې غواړی د هغه په څير و اوسی او یا د هغه په څیر ژوند ولری،ورسره کینئ ،بحث وکړئ،او د هغوی نظریات په ژوند کې عملي کړی او که احیاناً داسې کس ته تاسې لاسرسی نلری نو کولای شی د هغوی فکر د هغوی په لیکنو او اثارو کې مطالعه کړی.
7. تفریح ته وخت وباسئ
وروستۍ خبره دا چې د ذهنیت د رشد لپاره تفریح کول یو اړین کار دی،هيڅکله رشد کوونکي ذهنیت درلودونکی اشخاص ډير جدي نه وي،نو تفریح ته وخت ویستل کولای شي موږ سره د ذهنیت په رشد کې مرسته وکړي.
پوهیږو چې د تړلي ذهنیت  خلاص ذهنیت یا رشد کوونکي ذهینت تغییرول یو سخت او چیلنجونکی کار دی ،خو زه پوهېږم تاسې يې کولای شی، تاسې يې په اړه هڅې کړي او لا يې کوی ،لکه څنګه چې تاسې تر دې دمه د ژوند ستونزې ګاللي او تر دې ځایه مو ځانونه رسولي،څنګه چې دغه فکر درسره پیدا شوی او دا دی نن دا موضوع لولی،مبارک مو شه،تاسې یو قدم خپل هدف کې بریالی شوي ياست.

Scroll to Top