يوه کيسه ده چې کوم پاچا پر يوې پراخه سیمه پاچايي کوله، يوه ورځ يې هوډ وکړ چې په دې سيمه کې اوږد سفر وکړي، د سفر پر وختيې د لارې د سختيو له امله پښې وپړسېدې، امر يې وکړ چې بايد د هيواد ټولې لارې او سړکونه يې په چرم وپوښتل شي، خو يوه وزير يېورته وويل: پاچاصيب، دا کار ناشونی دی او هيڅکله يې نه شو کولای. ښه به نه وي چې يوه ټوټه چرم دې له پښو لاندې نصب کړو؟
په دې ډول ټولې لارې هغسې کېږي چې ته يې غواړې. د پاچا دا نظر ډېر خوښ شو او په دې توګه بوټان اختراع شول.
ټول غواړي چې نړۍ بدله شي، خو هيڅوک حاضر نه دي چې ځان لومړی بدل کړي، ځکه که هر انسان په ځان کې بدلون راولي او له ځانهيې پيل کړي، نړۍ پخپله بدلېږي. ددې نړۍ حقيقت د انسانانو په نړۍليد کې دی، په هغې سترګه کې دی چې نړۍ ته پرې کتل کېږي. ټولسترګې لرو، خو نړۍ ته د کتو طريقه مو سره فرق لري.
په يوه مثال سره ددې پېچلی موضوع درک اسانولی شو:
دوه کسان دي چې زامن يې مړه شوي دي.
لومړنی وايي: ايا خدای پاک له ما پرته بل څوک ونه موند چې امتحان يې کړي؟
له دې زاويې مصیبتونو ته د کتلو طريقه ژوند او نړۍ په نه زغمل کېدونکي جهنم بدلوي.
خو دويم کس ناارامه او خپه کېږي، ځکه هغه يو انسان دی، تر ټولو مهمه دا چې هغه يو پلار دی، د زوی د مړينې له امله زړه غمجندی، خود الله تعالی په تقدير راضي دی او د خدای پر وړاندې ادب مراعاتوي.
نه د لومړي کس فرياد او نه د دويم کس رضایت د هغوی زامن ژوندي کوي، خو د هغوی د فکر په ډول کې نړۍ او ژوند بشپړ توپير لري.
پر يوه واړه کلي باران ورېږي چې د کورونو بامونه يې سوري شوي، بامونه راڅاڅي. لومړی کس باران ته ښکنځلې کوي او دويم کس په دېلټه کې دی چې د کور بام جوړ کړي. کله چې د دويم ځل لپاره باران کېږي، لومړی کور د پخوا په څېر له اوبو ډکېږي او خاوند يې بيا پهښکنځلو شروع کوي، خو دويم کور له بارانه په امن کې دی او له پخوانۍ ستونزې سره لاس او ګریوان نه دی. .
– لومړی کس غواړي چې نړۍ بدله کړي او له اسمانه د باران ورېدو مخه ونيسي، خو دويم کس پوهېږي چې ستونزه په باران کې نه ده،بلکې په بام کې ده، نو د نړۍ د سمولو په ځای خپل بام جوړوي.
هر څومره چې په دې دنيا کې پاتې شو، دود او قانون يې همدا ډول دی او نه بدلېږي، هيڅکله د باران د ورېدو مخنيوی نه کېږي او خپلوانبه راسره ټول عمر ژوند ونه کړي. هيڅکله پوهنتونونه او روغتونونه نه وړيا کېږي، وضعيت به همداسې وي او بری به سخت وي، سوداګريزځايونه توکي وړيا نه وېشي او کورونه له اختلافاتو ډک پاتې کېږي.
– د چا د کور بام چې راڅاڅي او غواړي چې باران ودروي، څوک چې اولاد او خپلوان لري او غواړي چې ټول عمر ورسره واوسېږي، څوکچې کوښښ نه کوي او په ورته وخت کې بری غواړي او يا وړيا پلورنځي غواړي، له بده مرغه غلطې سيارې ته راغلی او ژوند کوی، يا بايدځان بدل کړي يا د يوې بلې سيارې په لټه کې شي، څو دا ډول ژوند ورته برابر شي.