د ژوند تر ټولو اساسي دوره د ماشومتوب ده، خو ورپسې قدم کې نوي ځواني او ځواني ډېر حساس او باریک پړاو دی، د ۱۰ نېولې تر۲۰ کلنۍ لرونکي کسان (هلکان، جلکۍ) د ژوند په یو بحراني حالت کې واقع وي.
دوی په خپل جوړښت جسمي، جنسي او رواني برخه کې له یو نوي او مبهم حالت سره مخ کېږي، چې لارښونې ته اړ دي.
زمونږ په ټولنه کې معمولا چې څوک د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، ځوان بلل کېږي، نو په دې وخت کې ترې کورنۍ لوړې هیلې او توقعات پیداکړي، بې ځایه مسولیتونه ورکړي او په لوی لاس ځوان په ستونزه کې ګير پاتې کړي.
یو څه چې باید ټول غړي ورته پام وکړي د بلوغ د مراحلو پېژندل دي، د ارواپوهنې د علم له مخې بلوغ پر پنځه ډوله: جسمي، جنسي،عاطفي، رواني او فکري بلوغ دی، زمونږ مشران یا په نویو ځوانانو حاکم وګړي او اصول صرف جنسي بلوغ ته پام کوي، اړونده برخه کېځوان ته مالومات ورکول شرم ګڼي، دوی د بلوغ د پاتې څلور ډولونو په اړه خبر نه دي، یا یې نه شي کولی او په لوی لاس ځوانناسازګارۍ ته وړي.
دا چې ځوان د نوو بدلونونو سره مخ وي، هلته ورنه د کورنۍ تمې پیدا شي، د کورنې اړیکې او چلند ورسره بدل شي او داسې نور بعدونه،څه د دې خپل دروني کشمکشونه شي او نوی ځوان په یو رواني ناروغ بدل کړي، دغه وخت که ځوان ته پاملرنه ونه کړو، په جنسي اوټولنیزو سرغړونو سر کېږي، د شخصیت ګډوډي په کې رامنځته کېږي، پر ځان بې باوره کېږي، ژور خپګان، اسټریس، کم جرئتي اوناهیلي یې په غېږ کې اخلي، حتا نشه یې توکو ته هم مخه کوي او په ټوله کې یې ژوند تبا کېږي.