د ننګرهار ولایت په جلالآباد ښار کې د هیواد په کچه د کبانو د دانې د تولید لومړنۍ فابریکه پرانیستل شوه.
د فابریکې د مسوولینو په وینا، پر دغه فابریکه نږدې ۱۲۰ میلیونه ډالر لګښت راغی دی او په یوه ساعت کې د ۲۰ ټنه دانې د تولید ظرفیت لري.
د دې فابریکې خاوند عزیزالله حسام رسنیو ته ویلي چې دوی د چرګوړو، هګیو، چرګانو او د کبانو د دانې د تولید په برخه کې فعالیت کوي او نږدې ۴۴۰ تنه ورسره په کار بوخت دي.
نوموړي دا هم زیاته کړې چې هیواد ته هر کال نږدې ۱۰۰ زره ټنه کبان را واردېږي، خو د دوی هڅه دا ده چې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او افغانستان د کبانو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.