《د ځان په اړه تل مثبت فکر وکړئ مثبت فکر تاسو ته غوره شخصیت در په برخه کوي ، ښه خلک د تل لپاره مثبت فکر لري ، او مثبت فکرهم د دوی په ستونزو کې هوساينه را منځته کوي ، هيڅکله منفي افکارو ته په ذهن کي ځای مه ورکوئ ، مثبت فکر مو ژوند هم مثبت کولایشي ، خو منفي فکر هيڅکله ښه او مثبت ژوند نشي راکولې.》
۱– مثبت فکر وکړئ/ولري!
مثبتې خبرې وکړئ، مثبتې خبرېواورئ ، مثبتې خبرې ولولئ ، او مثبت فکرونه او عمل وکړئ ،.
کله چې د مثبت فکر تله پر منفي فکر درنهشي، منفي فکر ته بيا په ذهن کې ځای نه پاتې کېږي او کډه کوي ، د مثبت فکر لرونکي انسان تل د ځان او د نورو په اړه ښه احساسلري ، د هيچا څخه نه خفه کېږي ، تل يې پر شونډو مسکا خوره وي ، په خلکو ښه ګومان کوي، په زړه کې چاته کينه او حسد نه ساتي ،هر انسان بايد خپل فکر همدا ډول پاک او منظم جوړ کړي ، ځکه منظم فکر مو ژوند منظموي.
۲– منفې فکرونه له ذهنه وباسئ!
د یو کس مثبت او منفي ذهنیت د دې نه ښکاره کېږي چې ، مثبت فکر لرونکي وايې: دا پياله نيمه ډکه ده، خو منفي فکر لرونکي وايې: داپياله نيمه خالي ده، نو له منفي فکر لرونکو کسانو يا له هغو ځايونو څخه چې، د منفي فکر د رامنځته کېدو لامل ګرځي لرې والې غورهکړئ، او يا هم کوښښ وکړئ چې هغو سره کم مخامخ شئ.
۳– مثبت فکر کولو لپاره مهم ټکي!
(۱) په خپلو خبرو کې د مثبتو ټکو په کارولو ، ډير فکر وکړئ.
(۲) تل هڅه وکړئ چې په ذهن کې منفي فکرونه ونه پالئ او تيروتنه خو بيخې له ذهنه لرې کړئ.
(۳) مثبت فکر مثبته پایله لري، خو منفي لید منفي اغیزه کوي!
(۴) مثبت فکر راته وايي: که يوه لار بنده شوه ، لس لارې نورې خلاصېږي، هڅه مه پرېږده؛ خو منفي فکر مو هغې بندې لارې ته ولاړساتي.
(۵) د مثبت فکره ملګرو لټون کولی شي له تاسې سره مرسته وکړي، تر څو د ژوند لپاره مو ټاکلی هدف او د مثبت ژوند لپاره هیلې چېلرئ تر لاسه کړئ.