له کتابخانې وړل شوی کتاب ۵۰ کاله وروسته څنګه بېرته وسپارل شو؟

په انګلستان کې هغه کتاب یوې عمومي کتابخانې ته بېرته وسپارل چې پنځوس کاله مخکې ترې د مطالعې لپاره امانت راخیستل شوی و.

د انګلستان په شمال لویدیځ کې د نینټویچ عمومي کتابخانې په فېسبوک کې یو پوسټ وکړ او ویې ویل چې Introduction to the Dewey Decimal Classification کتاب تري چا د ۱۹۷۲ز کال په آخر کې وړی و، چې بېرته یې باید د ۱۹۳۷ کال د جنورۍ ۳۱ پورې تسلیم کړی وای، خو لا یې کتابتون ته نه دی تسلیم کړی.

د کتابتون د خبرپاڼه له مخې هغه کتاب تېره اونۍ له پنځوس کاله ځنډ وروسته بېرته ورسپال شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا کتاب د یوه محلي ښوونځي سرمعلم وړی و، خو دا وضاحت یې نه دی کړی چې په بېرته سپارلو کې ترې دومره ځنډ ولې راغلی دی.

Scroll to Top