له ښاره لیرې مې څو کیلومتره پیاده مزل وکړ. په لار کې ځینې له ما بې سلامه تېر شول او له ځینې زه؛ زه هسې هم د ښار له شوره په منډه وم.
ورو، ورو مې ذهن له شور او زوګ پنا اخېسته او د یو غرني مرغه غږ له انسانانو د لیرې والې احساس راکاوه.
د غره په لمن کې مې د یو وچ لوغړن ښون سټې ته تکیه ولګوله، د ژمي د لمر وړانګو مې ستړی بدن رامساج کړ، د ښون نیمې ماتې څانګې ته مې پام شو چې د مرغانو د کېښناستو سپینې نښې پرې پرتې وې، پوه شوم چې دلته ډېر ستړي لارویان او الوتونکي دمه کوي.
د غره د څوکي پر لور رهي شوم، شیبې وروسته مې د غره له سره د ښار په لور مخ راواړوه، هېڅ هم نه تر سترګو کېدل ګرد او غبار ټوله ځمکه په سر اخېستې وه، دغره بلې غاړې شنې درې ته مې پام شو، د غره په لمن کې د روانو شنو اوبو چینې سترګې برېښولې، له ورایه ښکارېده چې د انسانانو له ضرر په امان وه.
ښي لوري ته مې د یو غره په سوي ټټر سترګې ولګېدې، چې د اور په لمبو یې په خاوره هر رازرغون بوټی او ژوندي سری ایره شوی ؤ.
دا طبعیت خپه کوونکی ؤ ځکه دلته هم د انسان د ضرر لاس رارسېدلی ؤ.
ما له ډیری مشرانو اورېدلي چې کوچیان خپلو رمو ته د څر ځای د پیدا کولو لپاره غره ته اور اچوي، تر څو ژر او ښه زرغون شي.
نابابره مې د لوږې احساس وکړ او ومې ویل: څه لیونی کار مې کړی، یو څه خو مې باید د خوراک لپاره راخېستې وای؟
وروسته مې پام شو چې که څه دې راخېستل نو په څه دې راخېستل!؟
غوږونو مې راته وویل چې تر شا دې د پښو ښکالو ده، شاته مې وکتل د غره له سره لږ څه کښته برخه کې په ګڼو ونو کې دوه ګاکر ژڼي غلي کېناستل، یوه یې خپل ښکاري ټوپک له اوږې راکوز کړ، د ښونه په څانګه ناستو شنو کونترو ته یې نښه برابره کړه، شبیه وروسته درز شو، له سیل څو کونترې په ځمکه راولوېدې، ما هم څادر څنډ واهه او بېرته د ښار په لورراروان شوم.