سهارنۍ پیرزوینه: سخت حالات ښاېسته ډالۍ درکوي

طبیعت ډېر ښه استاد او ژوند په طبیعي اصولو روان دی، نو دا ښه ده چې انسان طبیعت وویني، پوه شي چې طبیعت څنګه روان دی او پردې پوه شي چې ژوند څنګه کېږي.

ما نن سهار یو جالب شی ولید. د تېرې شپې باران سویلي ایټالیا زموږ د کور په برنډې کې یوه کوچنۍ غوندې معجزه کړې وه: یو څواغیزي د ښایسته ګلونو قطار ته ورننوتي وو. (ما تراوسه د اغیزو له منځه راوتی ګل نه و لیدلی.)

درس: سخت حالات هم ښې ډالۍ درکولای شي.

ژوند سختېدی شي. موږ ټول ښه او سخت دواړه وختونه لرو، خو سخت وختونه ډېر شیان درکوي لکه:

د کرکټر قوت

ځان پېژندنه

حوصله

قوي پوهاوی؛ او

ژوره خواخوږي

دا د هغو لویو رهبرانو ځانګړنې دي چې تر موږ مخکې تېر شوي دي.

موږ د انسانانو په توګه تر ټولو ډېره وده په سختو حالاتو کې کوو، نو دومره ښېګڼه چې راکوي، بیا دا وختونه بد ولې ګڼو؟ موږ چې ژونديو،نو زموږ د ژوند ځینې برخې به سختې او ننګوونکې وي او که تاسې ورته ويښ اوسئ، نو هر وخت به درته کوچنۍ کوچنۍ معجزې راوړي.

Scroll to Top