۱– سادیزم (Sadism):
سادیزم لغوی معنی ځورونه ده په اصطلاح کې په جسمي، رواني او جنسي ډول د نورو له ځورونې او ورته له ضرر رسولو خوند اخیستلاو دغه عمل سره مېنه کول سادیزم دی. په سادیزم اخته کس ته سادیت وایي. په اتلسمه پيړۍ کې د فرانسې شهزادګۍ دغه ډول کړنېترسره کولې چې زیاتره خلکو لیونۍ بلله خو وروسته اروا پوهانو وویل چې دغه شهزادګۍ په سادیزم اخته ده.
۲– د سادیزم ډولونه:
ـ ذهني سادیزم: په ذهن کې د یو چا ازارولو او ورته ضرر رسولو صحنې جوړول خو عمل پرې نه کول ذهني سادیزم دی. مثلاً= چېپلانکي سره مې داسې کړی وای، بیستان سره مې هسې کړی وای.
– احساسي سادیزم: چې د نورو له روحي او رواني ځورولو څخه خوند اخیستل په خبرو یې ځورول، ټوکې ټکالې پرې کول، د نوروشخصیت وژنه کول. مثلاً= يو چا ته هغه خبره بار بار تکرارول چې په هغې بده لږیږي، یا یو چا ته ښکنځل کول.
– بدني سادیزم: د یو چا په لاس، سوک، څپيړه، لښتو وهل، ضربه رسول آن تر وژولو او سوځیدلو یې خوند اخیستل. مثلاً= لکه غله چې دپيسو بدل کې د انسان تښتول او بیا وهل آن وژني یې.
– جنسي سادیزم: په جنسي زور زیاتي د نورو کسانو په ځورولو او حتا په وهلو مجبورول چې خپل جنسي هوس پرې سوړ کړي. مثلاً= نن سبا ځوانان چې پارکونو، موبایل او فیسبوک کې د انجونو ځورول او حتا جنسي اړیکو ته تیارول.
۳– په اسلام کې سادیزم:
الله ج په قرانکریم کې سادیت، بد نوم اخیستوونکی او خلکو ته پيغور ورکوونکي ظالمان یاد کړي.
الله ج فرمایلي–
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَاتَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
ترجمه: مؤمنانو! د نارېنوو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي هغوۍ تردې غوره وي او ښځې دې پر نورو ښځو ملنډې نه وهيښايي هغوۍ تردې غوره وي او تاسې پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په ناوړه نومونو مه يادوئ، تر ايمان راوړو وروسته پر چا دفاسق نوم ايښوول بد کار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛نو همدوۍ ظالمان دي.
۴– د سادیزم لاملونه:
– د ځوانۍ په درشل قدم کیښودولو په وخت کې د جنسي ودې نامناسبه کارول
– لوڅو فلمونو لیدل
– غیری اخلاقي مجلو لوستل
– بې کاره ملګري لرل
– ډیر خفګان
– په یو سېمه کې نا امني، غلا او جنګونه
۵– څنګه کولای شو سادیت وپيژنو؟
که چیرته یو چا غم لیدلی وي او له غم څخه وروسته په خلکو ټوکې ټکالې کوي، یو ناڅاپي ډول د یو چا ټولنیز کړو وړو کې توپير لیدل دسادیت نښې دي.
۶– آیا سادیزم یو آرثي عمل دی؟
يوازې احساسي سادیزم میراثي دی که چیرته پلار په خبرو کې تکړه وي خلکو پورې ټوکې ټکالې کوي نو دغه عمل یې اولادونو ته هملیږدیږي. نور سادیزم د هر انسان په ټولنیز ژوند پورې اړه لري.
۷– آیا سادیت کولای شي میین شي؟
عموماً سادیستان د هر چا ځورولو څخه خوند اخلي خو که چیرته د جنسي ځورونې سادیت وي هغه که میین هم شي خلک پرې باور نهکوي. دوۍ د مېنې کولو وړتیا نه لري ځکه دوۍ جنسي ځورونې باندې اخته وي که نن په یو چا میین شي سبا په بل چا میینیږي.
۸– آيا سادیستان فکر کوي چې ګناهکار دي؟
سادیستان د خپل عمل څخه خوند اخلي مګر که چیرته يو کس څخه لومړي ځل سادیزم وشي هغه وروسته پښېمانه وي حتا د خلکو څخهبښنه هم غواړي. خو سادیستانو ته د خلکو ځورول ډیر خوند ورکوي او په دې کار ویاړي.
۹– څنګه کولای شو د سادیزم څخه ځان وژغورو؟
ـ اسلام ته مخه کول
– په خپل وخت لمونځ او تلاوت کول
– د علماوو په مجلسونو کې ګډون کول
– ورزش کول
– ځوانانو ته په مناسب وخت کې نکاح کول
– ماشومانو ته مثبت فکر ورکول