انسان ټولنيز محلوق دی ټولنیز ژوند لري مونږ او تاسې د يو داسې ټولنې وګړي یوو، چې د ژوند ډيرې لوړې ژورې مو تجربه کړي.
د ډېرو سختيو نادودو او ستونزو د بار بار تکرار له امله حتا ورسره عادي شوي يوو اما بالمقابل دې ټولو ناحوالو سره مبارزه کؤ بناً د دې ټولو خبرو باوجود زړه هغه وخت ډېر درد کړي، شايد ډيرو ته جالبه اوسي زړه هغه وخت ماتيږي کله چې ته يو چانه د ډير ستر انسانيت طمعه کړې او په يو لوی احترام ورته قايل يې داسې چې پخپل ټول ژوند کې يې تر بل هر چا ښاغلی منلی و مهم شخص ګڼې، حتا تر دې چې ژوند خوږې ترخې تر بل هر چا مخکې همدغه شخص سره شريکوې، فلهذا زړه هغه وخت څړيکه کړي چې مقابل شخص دې په يوه ناچيزه او اندکه خبره د تل لپاره زړه در مات کړي، داسې خپه چې بيا درکې د پخلا کولو مخې ته تګ مرال او جرئت پيدا نشې ان تر دې چې د نړۍ له ټول انسانيته خوابدی شې، نو دا چې ملګرتيا د ټولنيز ژوند يوه مهمه برخه تشکيلوي، هيله ده چې د ملګرو په انتخاب کې ډير عمق دقيق اوسئ او هم د خپلو ټولو ملګرو سره اخلاصمند، رښتيني، محتاطانه او سيستماتيک چلند وکړئ. همدغه چاره به ستاسې د خوشخاله ژوند مخې ته تګ او روښانه برخليک لپاره بهترين انتخاب وي.