زوی له خپل پلار سره په سفر کې وو، چي پر پلار یې د زړه حمله راغله ساه یې ور کړه، او مړ سو.
په هغه ځای کې یې وکتل، خو یو چوپان په مخه ور غی، او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه: دلته د مړي له پاره څوک د جنازې لومنځ ور کوي؟
چوپان وویل: ددې له پاره موږ داسي خاص څوک نه لرو، زه به لومنځ ورکړم.
سړي وویل: سمه ده، پلار ته مې د جنازې لومنځ ور کړه.
چوپان د مړي مخ ته ودرېد، او څو جملې یې وویلې.
ورسته یې وویل چي لومنځ یې خلاص سو.
سړي ډېر تعجب وکړ، او چوپان ته یې وویل: دا څنکه لومنځ وو، چي داسي ژر خلاص سو.
چوپان وویل: تر دې مې نور نه زده، څه چي مې زده وه همدا مې وویل.
سړي زړه نازړه، او له نا چارۍ څخه یې پلار پټ کړ، او ولاړ.
چي شپه سوه، پلار یې په خوب ولیدی، چي د خلګو په مابین کې ډېر خوشحاله دی، او کار یې جوړ دی.
له پلاره یې پوښتنه وکړه، څه سبب دی چي ته دومره خوشحاله او اسوده یې؟
پلار یې وویل: هر څه چي لرم یا خوشحاله یم د هغه چوپان له برکته.
کله چي سهار سو، سړی د چوپان د دیدار له پاره هغه ته ور غی، او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه: زما د پلار د جنازې په لمانځه کې دي، څه وکړه، او کومه دُعا دي وویل؟
چوپان وویل: کله چي دي د پلار د جنازې مخته و درېدلم، زما او د خدای ج تر منځ ارطباط ونیول سو، خدای ج ته مې وویل: که چیري دا سړی ننه شپه زما مېلمه وایي، حتمن مې ورته یو پوسه حلاله وئ.
خو دا سړی ننه شپه ستا مېلمه دی، چي ته له هغه سره څه ډول سلوک کوې؟
نو د چوپان هغه د صفا زړه دُعا خدای ج واخستل.