که د ښوونځيو بنسټ مو قوي وي، هېواد مو خپله جوړېږي.
يو څه چې زما ورته پام شوی، د ښوونځيو اوسني سيستم غېر معياريتوب دی، که زه يې يوې برخې ته پام وکړم، هغه د ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ او کلنۍ ازموينې دي.
ازموينه يانې په ټاکلي نصاب کې د نهايي موخو مالومول، چې څومره کار ورته شوی دی.
ازموينه اخستل خپل ځانګړي ميتودونه او تګلارې لري، په ازموينه کې له مهمو اصلونو څخه د شاګرد په خوښه تقسيم اوقات جوړول دي، د مضامينو د ازموينې ترمنځ حدا اقل بايد دوه ورځې وقفه شتون ولري.
چې له بده بخته دغه تګلاره زمونږ د پوهنې په سيستم کې نشته.
ځيني استادان، زده کوونکو ته د سختو او توندو لهجو څخه کار اخلي، ښوونکی زده کوونکي ته يو ډول وېره پيدا کوي، چې زما سوالونه سخت دي، تاسې ټول ناکاموم، زه به ستاسې په امتحان کې خوښ شم او ورته نور الفاظ کارول، د زده کوونکي په روحيه منفي اغېزه کوي، چې زده کوونکي ته د ازموينې اضطراب او بې علاقه ګي پيدا کېږي.
يو څه چې بايد د کورنۍ وګړي ورته پام وکړي، په دې ورځو کې بايد زده کوونکي له هر ډول کارونو په امان ولري او يو داسې محيط ورته برابر کړي، چې وکولی شي، په ارام مغز سره مالومات زده کړي.
هر زده کوونکی د يو خاص استعداد لرونکی دی، نو د ښوونځيو د مضامينو د نمرو په ارزيابۍ کولو سره د دوی فطري استعداد ته صدمه مه رسوئ.
#رضاءالله ځار