ذلت او عزت

عزت او ذلت دوه ښه او بد حالتونه او صفتونه دي چې ددې دواړو واک دالله ج شأنه سره دی او د هغه له خوښې پرته نه څوک عزتمندکېدای شي نه ذلیل کېدای شي .

الله تعالی په قرآن مجيد کې په دې تړاو صریح او واضح ارشاد فرمايي.

ترجمه: عزت ورکونکي او عزت اخستونکی الله تعالی دی.

بل ځای کې فرمایي:

ولله العزة جمیعا. ټول عزت دالله ج شأنه سره دی.

د پيسو په لرلو سره هیڅوک نه عزتمند کيږي ترڅو چې د الله تعالی خوښه نه وي.

  که انسان هر څومره کوشش وکړي هر سه وکړي مګر که د الله تعالی پيرزوينه نه وي عزت نشي ترلاسه کولای او همداسې که څوک د يو چا هر څومره غيبت وکړي ترڅو مقابل طرف د خلګو په نظر کې سپک او بې عزته کړي ، مګر که د الله سبحانهوتعالی خوښه نه وي نو دا ټول نتیجه نه ورکوي او څوک دچا عزت نه شي اخېستلای .

نيک سلوک، ښه اخلاق ، ټولنیز آداب، متقابل احترام او له بېوزلوخلګو سره مرسته او احسان یوازې د الله جل جلاله د رضا په خاطر کولای شي چې انسان د خلګو په نظر کې عزتمند کړي ځکه په دې کارونو دالله ج رضاء او قربت حاصلیږي او هم دا اعنال صالحه دانساندعزتمند کېدو ستر اسباب دي

د خلګو په عيبونو پرده اچوال او هغه پټ ساتل ددېلامل کېږي چې انسان د بې عزتي د ژوند څخه وژغوري، پر دنسان ژرده اچول دلوړوانساني اخلاقو نښه ده چې دالله پاک ج د ستار او ستاریت څخه فیض اخلي.

نو!

راځئ چې همدا  لاره خپله کړو چې هم د الله تعالی خوښه وي او هم پکي د نورو مسلمانانو ګټه وي.

په دې سره به مونږ له یوې خوا د عزت خاوندان شو او د بلې خوا به له ذلالت څخه به وژغورل شو.

خدای ج دې ټولو ته د ښه عمل توفیق راکړي .

Scroll to Top